تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د شهيدانو د پزو او غوږو پرې کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 19, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۷۹برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د شهيدانو د پزو او غوږو پرې کول

 

دغه د خالد حمله د مشرکانو آخرنۍ حمله وه چي پر مسلمانانو يې وکړه، څرنګه چي مشرکان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په هيڅ حال نه دي خبر چي څه ورته پېښه ده خو تقريباً دا يې يقين ؤ چي هغه وژل سوى دى ځکه  ابن قَمئه ويلي وه: چي هغه ما ووژى،نومشرکان و خپلو ځايو ته ولاړه او مکې مکرمې ته د تګ آمادګي نيسي، مشرکان د خپلو سامانو په ټولولو او بارولو مشغوله سوه او د مشرکانو ښځي د مسلمانانو د هغو شهيدانو چي په ميدانِ جنګ کي پراته وه د پزو او غوږو په پرې کولو مشغوله سوې،

 

د شهيدانو نسونه ور څيري هند بنت عتبه چي د ابوسفيان ښځه وه د سيد الشهداء حمزه رضی الله عنه  نس ور څيري کړى او د هغه اينه يې را وکښل غواړي چي وې خوري ځکه دې قسم کړى ؤ چي د حمزه رضی الله عنه  اينه به خوري، ولي حمزه رضی الله عنه  هغه څوک ؤ چي د بدر په ورځ يې د دې پلار او اکا وژلي وه، اوس چي هند د حمزه رضی الله عنه  اينه را وکښل غواړي چي وې خوري، اينه يې  و ژوول هغه ډېره ترخه وه نه يې سواى تېرولاى نو يې بيرته تو کړه او بيا يې د حمزه رضی الله عنه  پزه او غوږونه ور پرې کړه، د مشرکانو ښځو د شهيدانو د پزو او غوږو څخه هارونه او امېلونه جوړکړل او دالته يې په وُنو وځړول. 


کوم وخت چي جنګ پاى ته ورسېدى مشرکان د ميدان جنګ څخه و وتل د مسلمانانو ښځي و ميدان جنګ ته راغلې د اوبو ژي ورڅخه دي او د مسلمانانو و زخميانو ته اوبه ورکوي، انس رضی الله عنه  وايي: ما عائشه بنت ابي بکر او ام سُليم وليدې چي ژي يې په شا را اخستي وه او د زخميانو په خولو کي يې اوبه ور تويولې، هغه ژي چي به خالي سوه بيا به ولاړې او ژي به يې د اوبو ډک راوړل د زخميانو په خولو کي به يې ور تويولې، حضرت عمر رضی الله عنه  وايي: ام سُليط رضى الله عنها د اُحُد په ورځ موږ ته د اوبو ژي را وړل. 


په دغو ښځو کي اُم ايمن رضی الله عنها  هم وه، کوم وخت چي يې ځيني مسلمانان وليدل چي د ميدان جنګ څخه تښتي او مدينې منورې ته داخليږي د هغو پر مخانو يې خاوري ور پاشلې او ځينو ته به يې ويل: دغه څرخئ واخله ته يې اويه او توره ما ته راکه او بيا په تلوار سره ميدانِ جنګ ته ولاړل هلته يې زخميان اوبول. 


دغه د زخميانو د اوبولو په وخت کي (حِبان بن العرقه كافر ) اُم ایمن په غشي و ويشتل دا غځاره سوه او د بدن يوه حصه يې ښکاره سوه، دغه د الله دښمن حِبان شين د خندا ولاړى، داکار و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ډېر سخت تمام سو نو يې و سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه  ته يو غشى ورکړی او ويل: موږ خو نه سو ور رسېدلاى نو په دغه غشي يې و وله، سعد رضی الله عنه  هم پر دغه کافر حِبان د غشي وارى وکړی او حِبان يې په غاړه کي و ويشتى، حبان هم غځار سو او بدن يې لڅ سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم داسي و خندل چي غاښونه يې ښکاره سوه او بيا يې و فرمايل: سعد د دغي ښځي قصاص او بدله واخستل. 


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د غره په دغه لوړه حصه کي قرار ونيوى نو حضرت علي رضی الله عنه  ولاړى او خپل هغه د څرمني سپر چي ور سره ؤ د اوبو  يې ډک کړی او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې را وړى چي وې چښي، څرنګه چي اوبو بوى درلودى نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه اوبه و نه څښلې مګر مخ يې د وينو څخه په پرېولى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه اوبه پر سر تويولې او ويل يې: د الله جل جلاله  غضب پرهغه چا ډېر شديد دى چي د الله د رسول مخ يې په وينو ور ولړى. 


سهل رضی الله عنه  وايي: په والله زه هغه څوک پيژنم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  زخم يې ور پرېولى او هغه څوک پېژنم چي اوبه يې ور تويولې،او په څه شي سره يې علاج وسو؟ دئ وايي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لور فاطمه رضی الله عنها  يې زخم ور پرېولى او علي بن ابي طالب رضی الله عنه  په سپر اوبه ور تويولې. 


کوم وخت چي فاطمې رضی الله عنها  وليدل چي اوبه نور هم د ويني بهېدل زياتوي نو يې د بوريا يوه ټوټه وسوځل او په هغه ايرو يې دغه زخم ډک کړی بيا نو ويني و درېدلې. 


وروسته محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  خوږې او تازه اوبه را وړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه اوبه وڅښلې او محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  ته يې د خير دعاء وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ماپښين لمونځ د هغه زخمو په سبب په ناسته سره آداء کړى او مسلمانانو هم د ده صلی الله علیه وسلم  تر شا په ناسته سره لمونځ آداء کړی.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته