تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي له وطن او هیواد سره مینه
  تعلیم الاسلام
  November 26, 2017
  0

بسم الله الرحمن الرحیم
په اسلام کي له وطن او هیواد سره مینه
د. حسین بن عبد العزیز آل الشیخ/ ژباړه: جمشید حقیار- ۳۰/ ۱/ ۱۴۳۹ هـ

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه


لومړۍ خطبه
الحمدُ للهِ المُنعِم علينا بالأمن والاستِقرار، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريك له العزيزُ الغفَّار، وأشهدُ أن نبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه النبيُّ المُختار، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك عليه وعلى آلِه وصحبهِ مِن المُهاجِرين والأنصار, أما بعد!


اې مسلمانانو!
ځان او تاسي ته د الله جل وعلا د وېري او تقوا سپارښتنه کوم؛ ځکه د تقوا په وسیله موږ له ښېګڼو او برکتونو څخه برخمن کېږو.


اې مسلمانانو!
جوړ او سالم فطرت لرونکو خلګو ته خپل وطن او ټاټوبۍ ډېر محبوب او خوښ وي، په کوم وطن کي چي دوی زېږېدلي، هلته را لوی سوي، او له کومه ځایه څخه چي دوی د الله جل وعلا رزق او روزي خوړلې ده.


دا حقیقت اسلامي شریعت منلی او تایید کړی دی، او د خلګو د دیني او دنیايي ګټو د خوندي ساتلو په موخه یې د هغه لپاره ځیني او حقوق او مسئولیتونه ایښي دي؛ همدا وجه ده، چي الله تعالی په قرآنکریم کي د انسان په وړاندي د هیواد او وطن مینه د ځان او نفس له میني سره یو ډول او برابره ګڼلې ده، الله جل وعلا فرمايي:


 ﴿وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ اقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ أَوِ اخْرُجُوا مِنْ دِيَارِكُمْ مَا فَعَلُوهُ إِلَّا قَلِيلٌ مِنْهُمْ﴾ [النساء: ۶۶]
 ژباړه: او که چېري موږ پر دوی دا فرض کړی وای، چي تاسي ځانونه مړه کړئ، یا له خپلو کورونو او ټاټوبي ووزئ، په دوی کي به ډېرو لږو کسانو دا کار کړی وای.


ابن العربي رحمه الله د موسی علیه السلام او د هغه خپل وطن ته د راتګ د قصې په اړه وايي:
 «خپل وطن ته د بېرته را ستنېدلو لپاره خلګ ډول ډول سختۍ ، خطرونه او کړاوونه برداشتوي».


رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل وطن مکې مکرمې څخه د وتلو پر وخت له هغې سره د میني او محبت په خاطر په ډېر غم او درد سره داسي خطاب ورته کوي:


 (ته څومره ښه وطن یې ، ما ته تر ټولو ځایونه خوښه یې، که چېري ستا قوم زه نه ایستلای، ما به په بل ځای کي ژوند نه وای کړی)، ترمذي.


کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په امر له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ، هلته یې اوسېدنه غوره کړل، هغه ځای په خپلي پیغمېرۍ سره روښانه کړ، نو د دې لپاره چي مدینه یې نوی وطن او ټاټوبۍ وګرځېد داسي دعاء یې وکړل:


 (اې الله! موږ ته مدینه د مکې په شان او تر هغې هم زیاته محبوبه کړه). بخاري.
او الله تعالی تر رسولانو وروسته تر ټولو خلګو د غوره خلګو یعني له مکې څخه مدینې ته د مهاجرینو صحابه وو په اړه فرمايي: 


﴿لِلْفُقَرَاءِ الْمُهَاجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا وَيَنْصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ﴾ [الحشر: ۸] 
ژباړه: (او دغه مال) د هغه فقیرو مهاجرینو لپاره هم دی، چي دوی له خپلو ټاټوبو او مالونو څخه ایستل سوي دي، دوی له الله تعالی څخه مهرباني او رضایت غواړي، او د الله تعالی او د هغه د رسول مرسته کوي، همدوی رښتني خلګ دي.


اې مسلمانانو!
پر انسان د الله تعالی یو لوی نعمت دا دی، چي په خپل ټاټوبي او وطن کي پر خپل ځان او کورنۍ په امن کي وي، او خپل ژوند د خپل رب په عبادت او اطاعت کي تېروي.


رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: 
(څوک چي په خپل ټاټوبي او اوسېدنځای کي په امن سره سهار کړي، په داسي حال کي چي بدن یې جوړ وي او د یوې ورځي خوراک ولري، نو د دې مثال داسي دی، لکه ټوله دنیا چي ورکول سي.) دا حدیث ترمذي روایت کړی، او ویلي یې دي: دا حدیث حسن دی.


د وطنوالو لپاره خیرغوښتنه


اې مسلمانانو!
له وطن او هیواد سره د میني معنی دا ده، چي هر انسان په اوچتو ارزښتونو او پاکو خویونو تګ وکړي، یعني د خپل وطن او وطنوالو لپاره تل خیر غوښتونکۍ اوسي، او له هغوی څخه د هر ډول فساد او خرابي مخه ونیسي.


الله جل وعلا فرمايي: (وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ...) [المائدة: ۲] 
ژباړه: او تاسي پر نېکیو او تقوا یو له بل سره مرسته وکړئ، او پر ګناه او ظلم یو له بل سره مرسته مه کوئ.


د وطن سره مینه او محبت دا معنی لري، چي د وطن اوسېدونکي په خپل منځ کي په محبت، میني، رحم او نرمۍ سره ژوند وکړي؛ ځکه الله تعالی فرمايي: 


﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ﴾ [الحجرات: ۱۰] 
ژباړه: یقینا ټول مومنان سره وروڼه دي.


او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
(مؤمنان په مینه، رحم او مهربانۍ کي د یوه جسد په څېر دي، چي کله د جسد یو غړۍ په درد سي، ټول بدن ورسره نا آرامه او دردمن وي). متفق علیه.


دا داسي مینه ده، چي خلګ په نېکیو او تقوا کي مرستي کولو ته رابولي، او د دې میني غوښتنه دا ده، چي ټول خلګ یو بل ته د هغه کارونو لارښوونه وکړي، په کوم کي چي د وطن او ټاټوبي خیر او آبادي وي.


الله تعالی فرمايي:

( إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ (۲) إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ) [العصر: ۱-۳] 
ژباړه: انسان یقینا په تاوان کي دی، مګر هغه څوک چي ایمان راوړي، نېک عملونه وکړي او په خپل مینځ کي د حق او صبر کولو سپارښتنه او توصیه وکړي (هغه په تاوان کي نه دی).


او یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (دین نصیحت او خیر غوښتنه ده)، دا خبره یې درې ځله تکرار کړل، صحابه وو ورته وویل: اې د الله تعالی رسوله! د چا لپاره؟ هغه وفرمایل: (د الله تعالی لپاره، د هغه د کتاب لپاره، د مسلمانانو د علماوو، مشرانو او عوامو لپاره)، مسلم.


د دین او هیواد د ارزښتونو څخه دفاع


مسلمانانو وروڼو!
له خپل وطن او هیواد سره د میني غوښتنه دا ده، چي اوسېدونکۍ یې له دین، تګلاري او ارزښتونو څخه دفاع وکړي، او د خپل توان او طاقت سره د خپل هیواد له مځکي او مصالحو څخه دفاع وکړي، دې حقیقت ته قرآنکریم په اشاره سره وايي:


 ﴿قَالُوا وَمَا لَنَا أَلَّا نُقَاتِلَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِنْ دِيَارِنَا وَأَبْنَائِنَا﴾ [البقرة: ۲۴۶] 
ژباړه: دوی وویل: موږ به ولي د الله تعالی په لاره کي جنګ ونه کړو، په داسي حال کي چي موږ له خپلو کورونو او اولادونو څخه بېل کړل سوي یو.


د هیواد څخه د بې دینۍ او نورو دسیسو دفع کول


په همدې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
 (څوک چي د خپل مال په دفاع کي مړ سي، شهید دی، څوک چي د خپلي کورنۍ په دفاع کي مړ سي، شهید دی، څوک چي د خپل دین په دفاع کي مړ سي، شهید دی، او څوک چي د خپل ځان په دفاع کي مړ سي، شهید دی)، ترمذي او ابو داود روایت کړی، او علماوو صحیح ګڼلۍ دی.


د وطن او هیواد مینه له ټولو خلګو غواړي، چي د ټولو هغه پلانونو او چمونو مخه ونیسي، کوم چي د وطن دیني او دنیوي ګټو ته زیان رسوي.


 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: (په تاسو کي چي څوک ناوړه عمل وویني، نو باید یې په لاس منع کړي، که یې په لاس نسوای کولای باید په ژبه یې منع کړي، او که په ژبه یې هم نسوای کولای، نو باید په زړه کي کرکه ور څخه وکړي، چي دا دایمان تر ټولو کمزورې درجه ده).


او په دې کي شک نسته، چي ټول هغه پلانونه او فعالیتونه چي د وطن او هیواد عقیدې او بنسټونو ته زیان رسوي، د وطن مصالحو او ګټو ته خطر وي، او د وطن امن او آرامي خرابوي، دا ټول کارونه په منکراتو او ناکاره کارونو کي شامل دي، چي باید منع یې وسي.

 

د الله تعالی بندګانو!
د وطن مینه له مسلمان څخه دا تقاضا کوي چي باید د خپل وطن، خپلو امیرانو او خپلو وطنوالو لپاره هغه څه خوښ کړي، کوم چي د ځان لپاره یې خوښوي، او د خپلو شخصي ګټو په څېر باید د خپل وطن ګټي او مصالح هم خوندي وساتي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:


 ( تاسي هغه وخت مؤمنان یاست، چي کله ستاسي هر یو د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي، کوم چي د ځان لپاره یې خوښوي)، متفق علیه.


د هیواد سره د میني مفهوم
په اسلام کي د هیواد او وطن سره د محبت مفهوم دا دی، چي هر اوسېدونکۍ یې خپل وطن او اولس ته هیڅ ضرر او زیان و نه رسوي.


په سنت طریقو کي د لاري یو حق دا دی، چي مضر شی له لاري څخه لیري کړل سي، په دې هکله، ډېر احادیث راغلي دي. رسول  الله صل الله  علیه وسلم مسلمانان له دې څخه منع کړې ده، چي د خلګو په لارو او عامه ځایونو کي زیانمن شیان غورځوي.


یو مسلمان باید د خپل وطن او وطن والو سره  داسی ژوند وکړي، لکه ‎څنګه چي د رسول  الله صل الله  علیه وسلم لارښوونه ده، هغه فرمايي: (مسلمان هغه دی چي نور مسلمانان يې د لاس او ژبي له ضرر څخه په امان وي).
او د اسلام یوه لویه قاعده دا ده: «مسلمان به نه بل چا ته ضرر رسوي او نه خپل ځان ته».


په هیواد کي خیانت او فساد کول


اې مسلمانانو!
د هیواد او وطن پر اسېدونکو د وطن حق دا هم دی، چي له خپل وطن، مشرانو او خپلي ټولني سره به خیانت نه کوي، له وطن سره یو لوی خیانت دا دی، چي د حکومت چوکۍ او واک د خپلو شخصي ګټو لپاره وکارول سي، او یا دا چي څوک په وطن کي فساد او خرابي خپروي، په ځانګړي ډول اسلام له مالي فساد څخه ډېره سخته منع کړې ده، الله تعالی فرمايي: 


﴿وَمَنْ يَغْلُلْ يَأْتِ بِمَا غَلَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ﴾ [آل عمران: ۱۶۱]
 ژباړه: او هر څوک چي خیانت کوي، هغه به له خپل ټول خیانت سره د قیامت په ورځ حاضر سي.


او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: 


(ځني خلګ په نا حقه سره د الله تعالی او خلګو په دارايي کي خیانت کوي، د دوی لپاره د قیامت په ورځ د اور عذاب ټاکل سوی دی)، بخاري.


مسلمانانو وروڼو!


پر موږ زموږ د وطنونو دا حق دی، چي باید ټول د خپل یووالي او اتفاق لپاره کار او کوښښ وکړو، او ټول په یوه قوت د هغو خطرونو او پلانونو په وړاندي ودرېږو، کوم چي زموږ وطن ته ضرر او زیان اړوي.


له الله جل وعلا څخه و وېرېږئ، او د خپل وطن په وړاندي خپل مسئولیت په ښه ډول اداء کړئ؛ په دې سره به مو ژوند په امن او آرامۍ کي وي.


الله تعالی دي ټولو ته د نېکو او ښو کارونو توفیق ورکړي، وصلَّى الله وسلَّم على نبيِّنا مُحمدٍ.


دوهمه خطبه
أحمدُ ربي وأشكرُه، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحدهُ لا شَريكَ له، وأشهدُ أن نبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك عليه وعلى آله وأصحابِه, أما بعد!


د حرمینو شریفینو ساتنه او حفاظت


اې مسلمانانو!
کله چي دا معلومه سول، چي له وطن سره مینه او محبت د انسان په فطرت او طبیعت کي نغښتۍ دی، او اسلامي شریعت هم تاييد کړی، نو له داسي وطن سره په مینه کولو کي څه فکر کوی، چي حرمین شریفین پکښي موجود دي، داسي هیواد چي اساس یې پر اسلام اېښودل سوی دی، تګلاره او قانون یې د توحید او یووالي پر عقیده بناء دی، او په محکمو کي یې په اسلامي شریعت سره فیصلې او حکمونه کېږي؟!


هغه هیواد چي چي خلګ یې د سنتو تعظیم او قدر کوي، او له بدعتونو څخه کرکه لري، د داسي هیواد پر خلګو لازمه ده، چي باید د خپل هیواد د امن او سلامتۍ د ساتلو لپاره یو موټي سي، او د هر ورانکار او مفسد په وړاندي کلک ودرېږي، په ځانګړي ډول په داسي سختو حالتونو کي .

 


 

الله تعالی دي ستاسي ساتنه وکړي، د خپل وطن د امن د ساتلو کوښښ وکړئ، د خپل وطن په وړاندي د هر ډول فتنې مخنیوی وکړئ، او د فساد، شر، اختلافات راووستونکو او تفرقې له حرکتونو او وسیلو څخه ځانونه لیري وساتئ، الله تعالی فرمايي: 


﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ﴾ [آل عمران: ۱۰۳]
 ژباړه: تاسي ټول د الله تعالی په کلکه رسۍ (یعني: قرآن او سنت) لاسونه ونیسۍ او مه سره جلا کېږئ.


اې د وطن ځوانانو! د دې هیواد له سنتو سره پر برابر صاف او واضح منهج او تګلاره تل قائم پاته سئ، هغه منهج چي پکښي غلو، زیاتی او سخت دریځي ځای نه لري، او له ټولو هغه بدعتي او منحرفو فکرونو څخه بېل دی، کوم چي د دې هیواد له اسلامي ارزښتونو او شرعي اخلاقو سره په ټکر کي دي، تل په خپل منځ کي پر خیر او ښه کار مرسته سره وکړئ، خپل منځ کي مینه او محبت زیات کړئ، او د دې هیواد سره د مخلصي او رښتني مرستي په موخه د دې هیواد او خلګو د مصالحو او ګټو لپاره او له دوی څخه د هر ډول فساد او خرابي په مخنیوي کي لاسونه سره ورکړئ.


او الله تعالی چي پر تاسي کوم نعمتونه کړي، هغه په خپلو لاسونو له لاسه مه ورکوئ، الله سبحانه وتعالی فرمايي:
 (وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ) [النحل: ۱۱۲] 
ژباړه: او الله تعالی هغه کلی په مثال کي یادوي، کوم چي ډېر سوکاله او په امن کي وو، هغوی ته به له هر لوري پرېمانه روزي راتله، خو کله چي یې د الله تعالی د نعمتونو ناشکري وکړه، نو الله تعالی د دوی د کارونو او کړنو له امله د سختي لوږي او وېري خوند په وڅکۍ.


درود شریف
الله تعالي موږ ته ډېر لوی امر کړی دی، او هغه دا دی، چي په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ووایو.
     اې الله! زموږ پر نبي محمد صلی الله علیه وسلم درود، سلام او برکت ولېږه، اې الله! پر هغه د شپو او ورځو په اندازه درود او سلام ووایه، اې الله! له ټولو اصحابو، تابعین اوتر قیامته پوري د هغوی له تابعدارانو څخه خوښ او راضي سه! 


اې الله! ټولو مومنانو او مسلمانانو، نارینه او ښځو، مړو او ژوندو ته بخښنه وکړه.


اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو مړو ته بخښنه وکړه، اې الله! د ټولو مسلمانانو مړو ته بخښنه وکړه، اې الله! دوی وبخښه او رحم ور باندي وکړه، یا ذا الجلال والاکرام.

اې الله! څوک چي موږ او زموږ او د مسلمانانو وطنونو ته چمونه او پلانونه جوړوي، ته هغوی تباه کړه، هغوی په خپل ځان اخته کړه، او د دوی پلانونه د دوی د هلاکت سبب وګرځوه،
اې الله! څوک چي موږ او زموږ او د مسلمانانو وطنونو ته چمونه او پلانونه جوړوي، ته هغوی تباه کړه، هغوی په خپل ځان اخته کړه، او د دوی پلانونه د دوی د هلاکت سبب وګرځوه، 
اې الله! څوک چي موږ او زموږ او د مسلمانانو وطنونو ته چمونه او پلانونه جوړوي، ته هغوی تباه کړه، هغوی په خپل ځان اخته کړه، او د دوی پلانونه د دوی د هلاکت سبب وګرځوه، یا رب العالمین.
اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسه کړه، اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسه کړه، اې الله! د مسلمانانو په ټولو خاورو کي امن، امان او آرامي راوله.
اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو هیوادونه له فتنو او جنګونو وساته، یا ذا الجلال والاکرام، اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو هیوادونه له ښکاره او پټو فتنو او جنګونو وساته.
اې الله! د مسلمانانو پرېشانۍ او سختۍ لیري کړه، اې الله! د دوی پرېشانۍ لیره کړه، اې الله! د دوی سختۍ آسانه کړه، اې الله! د دوی هره سختي په آساني واړوه،، اې الله! د دوی هره سختي په آساني واړوه، اې الله! د دوی هره سختي په آساني واړوه.
اې الله! په سوریه کي زموږ پر وروڼو امن راوله، اې الله! په یمن کي زموږ پر وروڼو امن راوله، اې الله! په لیبیا او د مسلمانانو په هر ځای او وطن کي زموږ پر وروڼو امن راوله، یا حي یا قیوم، یا ذا الجلال والاکرام. 
اې الله! په دنیا او آخرت کي ښېګڼه او خیر را په نصیب کړه، او موږ د اور له عذابه وساته.
اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه، او موږ له خپل رحمته مه نا امیده کوه، اې الله! پر موږ باران وکړه، او موږ له خپل رحمته مه نا امیده کوه، اې الله! پر موږ باران وکړه، او موږ له خپل رحمته مه نا امیده کوه.
اې الله! پر موږ داسي رحمت او مهرباني وکړه، چي بل چا ته احتیاج نسو.
د الله تعالی بندګانو!
د الله تعالی ډېر ذکر او یاد وکړئ، او سهار او ماښام د هغه پاکي ووایاست, والحمد لله رب العالمين.

 

د حرم شریف نوري خطبې دلته کلیک کړئ

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته