تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په دنیا، قبر او اخرت کي د زنا عذابونه
 
  May 14, 2016
  0
ژباړه: مولوی محمود/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 د زنا درې عمده عذابونه دي:

 ۱ـ په دنیا کي
 که چیري زاني او زانیه واده لرونکي وه دنیوي عذاب یې رجم یعني سنګسار دی.  که چيري زانیه او زاني مجرد (بې واده) وه، عذاب یې په عام محضر کي د اسلامي محکمې لخوا سل درې وهل دي. 

د نبي کریم صلی الله علیه وسل او همدا ډول د خلفاء الراشیدینو په زمانه کي خلګ په رجم او په درو وهل سوی دي. 

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

ژباړه: ندي حلالي د یو مسلمان ویني تویول مګر په یوه د درو شیانو سره: د زاني رجم دی چي واده والا وي. ( متفق علیه)
 
د زنا په اړه ډير سخت عذابونه په قرانکریم او احادیثو کي بیان سوي دي.

۲ـ د قبرعذاب
زانیه او زاني به په تنور کي کښېښودل سي چي بیخ به یې فراخ وي او سر به یې تنګ وي او زانیي ښځي به په تیو وځریږي او د لاندي طرف څخه به اور ورته راځي چي دوی به چغي او نارې وهي... لکن ډيره لیري ده چي دوی به خلاصون پیدا کړي.

په یوه اوږد حدیث کي سمرة بن جندب رضي الله عنه راغلي دي په بخاري کي دی وایی: چي نبي کریم صلی علیه وسلام وفرمایل یو سهار ماته په خوب کي دوه کسان راغله ویل راځه زه ورسره رهي سوم. ده دوي دوو سره موږ تګ کاوه ناګاه پریو ځای ورغلو چي د تنور په مثل وو. هلته اوازونه او نارې وې موږ خبر راکول سو. هلته لڅ نر او ښځي وې دلاندي طرفه څخه به لمبه د اور پرې راغله هغه ځای به یې روښانه کړی ما وویل دا څوک دي؟ دوی وویل راځه راځه.... ما ورته وویل دغه څه شي وه چي ماولیدل؟ هغوی راته وویل چي تا به ژر خبر کړو.

هغه لڅ نارینه او ښځي چي په تنور کي وه هغه زناکاران او زناکاره ښځي وې. همدا په قبرو کي د هغو عذاب دی د قیامته تر ورځي پوري. 

بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ أَدْهَى وَأَمَرُّ. (سورة القمر: ۴۶)
بلکی قیامت د دوی د وعدې وخت ځای دی، او قیامت ډير سخت دی او ډیر تریخ دی.

۳- د آخرت عذاب
 نبي کریم صلی الله علیه وسلام فرمایلي دي: ثلاثة لا يكلمهم الله يوم القيامة، ولايزكيهم، ولا ينظر إليهم ، ولهم عذاب أليم‏:‏ شيخ زان وملك كذاب، وعائل مستكبر. ‏‏رواه مسلم‏

ژباړه: درې کسان دي چي الله (جل جلاله) خبري نه ورسره کوي او د رحمت په نظر نه ورته  ګوري او نه ده دوی پاکوالی کوي او دوې لره دردناکه عذاب دی، په دغو کسانو کي يې واده لرونکي زنا کاره ذکر کړل. رواه مسلم

نو چي د قیامت په سخته ورځ الله تعالی چا ته د رحمت په نظر ونه ګوري او نه خبري ورسره کوي نو بیا به پر دغه کس څوک رحم وکړي؟ دداسي چا عاقبت او انجام خو ډير دردونکی دی.

چاته چي الله عزوجل په نظر د رحمت ونه ګوري، د هغه د ورتلو ځای او قرار به چیري وي؟ ایا په اعلی علیین کي به وي او که به په اسفل سافلین کي وي؟

 ایا داسي ګناه کارانو برابر دي د هغو کسانو سره چي د الله تعالی اوامر يې منلي او د ګناه څخه پرهیز کوي او د شریعت پیروي کوي؟ یا هیڅ کله سره برابر نه دي.

الله تعالی فرمایي:
وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى (سورة طه: ۱۲۴)
او هر چا چې زما له ياده مخ وګرځاوه پس بيشكه ده ته تنګ ګزران ( په دنيا يا سخت عذاب په قبر كې ) دى او مونږ به دى ړوند پورته كړو ( له قبره او محشر ته به يې راولو) په ورځ د قيامت كې.

چا چي د الله جل جلاله حکم نن ورځ هیر کړ او الهي امر یی قبول نه کړ، او په پټه د الله څخه ونه بېرېدی، الله هیڅ احتیاج نه لري بنده ته الله تعالی به یې د قیامت په ورځ په رحمت سره هیر کړي چي بنده په دغه ورځ سخت محتاج دی. ورور به له ورور څخه بیزاره وي پلار به ده زوی څخه بېزاره وي اوهم داسي نور اقارب. 

څوک چي د الله تعالی اطاعت وکړي الله پاک به جنت ورنصیب کړي. پر زنا کاره دا درې عذابونه مسلط دي به دنیا کي، په قبر کي. الله عزوجل دي هر مسلمان ځني وساتي.
 

 -------------------------

د زنا بې شمېره زیانونه

بیان: د زنا تباه کونکي زیانونه

د زنا څخه د ځان ساتلو لاري

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته