تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حقیقي خالق موندنه
 
  April 23, 2016
  0

 د حقیقي خالق موندنه

لیکوال: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
دا نړی چا پیدا کړي؟
ددي نړی حقیقي خالق او څښتن څوک دی؟
د نړی او ټولو کهکشانو نظام د چا په لاس کي دی؟
موږ دلته څه کوو؟
 
د نورو ادیانو پلویان د ډبري په وړاندي عبادت کوي، په کلیسا کي و تصویر ته غزلي وایي، د غواګانو لمانځنه کوي، اور ته سر پر سجده پراته وي، د کلیسا له پاپ څخه د خپلو ګناهونو بخښه لټوي، د ناڅرګندو خدایانو په نوم نذزونه کوي، د باطلو او انحرافاتي مالکانو په نوم یو ډول او بل ډول خیراتونه ویشي، تکلیفونه ګالي، اوښکي تویوي، له یوه ژونده ها خوا د اوو ژوندو دعوه کوي او یا خو بیخي دین نه مني او انسان د واښه غوندي بولي؛ په خپله پیداکیږي، په خپله ژوند کوي او یوه ورځ مړ کیږي.
 
خو کله نا کله ورته دا پوښتنه پیدا کیږي؛ دا نړی چا پیدا کړې؟
ددي نړی حقیقي خالق او څښتن څوک دی؟
موږ دلته څه کوو؟
نو ټول دینونه ولټوي خو سم جواب ورته پیدا نسي، ددې لپاره چي ټولي پوښتني جواب سوي وي د اسلام مطالعه شروع کړي ان تردي چي د حقیقي خالق لار پیدا کړي او ځان ورته نیغ را ورسوي او په سر، سترګو یي قبول کړي. 
 
یو داسي خالق ومومي چي د خالق او بنده په منځ کي بل څوک نه وي، د هغه پریمانه نعمتونو ته متوجه سي، عبادت شروع کړي، د وجود ارام، د روح سکون او د زړه ډاډ ومومي، د الله ﷻ کلام ته غوږ سي، په مینه یي واوري، د عمل په دوعا یي سي، د یوه لمانځه څخه تر بل لمانځه پوري خوښی لټوي، د مؤمنانو رحم، شفقت، محبت، ژوند، عزت، برم، هرکلۍ او نږدي والی احساس کړي او د خلقت ټولو اهدافو ته ورسیږي.
 
نوې مسلمانه سوی خور تسنیم وایي:" ما به همیشه له خپلي انا څخه پوښتل چي موږ ولي د تصویر په وړاندي غزلي وایو او د یو داسي چا عبادت کوو چي هغه خدای نه دی؟ زما ددي سوالو جواب چا نه کړی را تر څو زما ذهن پر ارامه سي او د تشویش غوټه مي وشکیږي. نو زه په دي مجبوره سوم تر څو د کوم بل دین مطالعه وکړم او هلته خپل د سوالو جوابونه ولټوم".
 
 
تسنیم اول هندویزم او بودایزم مطالعه کړل چیري چي ددي سوالونه تر هغه ډیر او تشویشونه، ذهني ګډوډي، روحي فشار او ګنګسیت یي تر هغه لا څو برابره سو. دا وایی:
 
"هندویزم او بودایزم ته مي خپله توجه واړول خو څه مي ترلاسه نه کړل، تر دې چي اړه سوم اسلام مطالعه کړم، اسلام مي یو مکمل او بشپړ دین وموند او الحمدالله په دې وتوانیدم چي اسلام قبول کړم. اوس هره ورځ زه یو نوي څه په اسلام کي پلټم او د اسلام هر حقیقت واضح او اسانه دی".

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته