تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ږیره خریل د مجسو عمل دی!
 
  August 7, 2016
  0
ژباړه: شکرالله رسولي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
۱- وروى ابن أبي شيبة: «أن رجلا من المجوس جاء إلى النبي صلى الله عليه وسلم وقد حلق لحيته وأطال شاربه، فقال له النبي صلى الله عليه وسلم: ما هذا؟ قال: هذا ديننا، قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لكن في ديننا أن نحفي الشوارب وأن نعفي اللحية».

امام ابن ابي شیبه په خپل کتاب کي یو روایت رانقل کړی، چي د مجوسانو څخه دوه نفره و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسي حال کښي راغلل چي ږیره يې خریلي وې او بریتونه يې غټ کړي وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: چي دا څه دي؟ نو هغو وویل: چي دا زموږ دین دی، نو رسو الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: مګر زموږ د دین حکم دا دی؛ چي بریتونه کم کړو او ږیره پریږدو.
۲- وروى ابن جرير، عن زيد بن حبيب قصة رسولي كسرى قال: «ودخلا على رسول الله صلى الله عليه وسلم، وقد حلقا لحاهما وأعفيا شواربهما، فكره النظر إليهما، وقال: ويلكما من أمركما بهذا؟ قالا: أمرنا ربنا، يعنيان: كسرى، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ولكن ربي أمرني بإعفاء لحيتي وقص شاربي».

همدا ډول ابن جریر طبري د زید بن حبیب څخه د کسرا د دوو استازو قصه رانقل کړې ده، چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسي حال کښي راغلل چي ږیرې یې خرولي وې او بریتونه يې پرېښي وه، نو رسو الله صلی الله علیه وسلم په بد نظر ورته وکتل، او ورته وې ویل: هلاک سئ چا ددې امر درته کړی ؤ؟ نو دوی ورته وویل: زموږ مشر (کسرا ) ددې امر راته کړی دی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: مګر زما رب د ږیرې په پرېښولو او د بریت په کمولو راته امر کړی دی.

۳- وأخرج الحارث بن أبي أسامة، عن يحيى بن كثير قال: «أتى رجل من العجم المسجد، وقد وفر شاربه وجز لحيته، فقال له رسول الله صلى الله عليه وسلم: ما حملك على هذا؟ فقال: إن ربي أمرني بهذا، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إن الله أمرني أن أوفر لحيتي وأحفي شاربي».

همدارنګه حارث ابن ابي اسامه په خپل کتاب کښي د یحیی بن کثیر څخه روایت کوي، چي یو عجمي سړی و مسجد نبوي ته په داسي حال کښي راغلی چي بریتونه يې غټ کړي وه، او ږیره يې خرولې وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: دا چا درښولي دي؟ نو هغه وویل چي زما رب یعني (زما مشر) ماته ددې امر کړی دی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چي زما رب ماته د ږیري په پریښولو او د بریت په کمولو امر کړی دی.
د ږیري په اړه نور معلومات
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته