تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلامي اداب: دروازې ټکولو سره نوم یادول (۶)
  تعلیم الاسلام
  August 5, 2017
  0

  شپږم ادب: دروازه ټکونکي لپاره د نوم ورښودلو ادب

 
لیکنه: عبد الفتاح ابو غده
ژباړه: مفتي احسان اللّه / تعليم الاسلام ويب پاڼه
 
۶ -  دروازه ټکونکي لپاره سنت دا دی چې خپل پوره نوم ورته وښيې
 
کله چې ته د یو چا دروازه ور وټکوې، او له دننه درته اواز وشي: چې څوک يې؟ نو ته خپل هغه نوم ورته وښیه په کوم نامه چې ته یاديږي، داسي: چې زه فلانی یم، لهذا داسي مه وایه: یو څوک یم! یا: زه یم! یا: یو شخص یم! ځکه دننه والا په دغه الفاظو سره څوک نه پیږني، او ستا دا خیال دي هم صحیح نه دی، چې د کور خاوند به ما له اواز نه پيږني.
 
ځکه د یو چا اواز له بل اواز سره کله کله ډیر برابر وي، او د اواز انداز هم یو د بل سره مشابه وي، لهذا دا لازمي نه ده، چې د کور خاوند ستا اواز وپيږني، یا دي له نورو نه ستا اواز جلا کړي.
 
ځکه غوږونه هم د اواز په پيږندلو کې غلطیږي، او نبي کریم علیه السلام په جواب کې د (زه) ویلو والا ندی خوښ کړی، ځکه له دې نه په صحیح طریقې سره څوک نه پېژندل کیږي.
 
امام بخاري او امام مسلم له حضرت جابر بن عبد اللّه رضي اللّه عنه څخه راوایت کوي، چې هغه فرمايې:
 
زه د نبي کریم صلی اللّه علیه وسلم په حضور کې حاضر شوم، ما چې دروازه ور وټکوله، نو ده صلی اللّه علیه وسلم وفرمایل: څوک؟ ما په جواب کې ورته وویل: زه، نو ده صلی اللّه علیه وسلم د ناخوښۍ د څرګندولو په ډول داسي وفرمایل: زه، زه! ګواکي ده صلی اللّه علیه وسلم ته زما (زه) ویل خوښ نه وو.
 
دا لامل و چې کله به صحابه کرام رضي اللّه عنهم ته وویل شول چې:
څوک؟ نو هغه به خپل پوره نوم ورته یادا وی.
 
له ابو ذر غفاري رضي اللّه عنه څخه بخاري او مسلم راویت کوي، چې هغه فرمایل: یوه شپه زه له کوره ووتلم، که ګورم رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم تنها روان دی، زه د سپږمۍ په سیوري کې په سي روان شوم، ده صلی اللّه علیه وسلم د شا خوا ته را وکتل او زه يې ولیدلم ويې فرمایل: دا څوک يې؟ ما ورته وویل: ابو ذر!
 
همداسي امام بخاري او امام مسلم د حضرت علي رضي اللّه عنه له خور او د ده صلی اللّه علیه وسلم د کاکا له لور ام هاني څخه روایت نقل کړی دی، چې زه د نبي کریم صلی اللّه علیه وسلم په حضور کې حاضره شوم، ده صلی اللّه علیه وسلم غسل کاوه، او د ده صلی اللّه علیه وسلم لور فاطمې رضي اللّه عنها پرده ورته نيولې وه، ده صلی اللّه علیه وسلم وفرمایل: دا څوک يې؟ نو ما ورته وویل: زه ام هاني یم.
-----------------------
 
یو څو اهم اسلامي آداب پنځمه برخه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته