تازه سرليکونه
د (نوي مسلمانان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نړی نوی مسلمان سوی ورزشکاران
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 7, 2015
  0
 
لیکنه: علي الله متوکل الرحمن
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
داچي هر کال، هره میاشت او هره ورځ د اسلام و مبارک دین ته له یوه نه یوه دین نه خلک و اسلام ته په ډیره بیړه سره را درومي نو اسلام د ۲۰ میلادي پېړۍ را په دې خوا د نړی تر ټولو زیات پرمختګ کونکی دین دی. هره ورځ زیاته اندازه خلک په اسلام قبلولو سره د حقیقي خالق د هدایت لاره مومي. دلته به موږ هغه مسلمانان معرفي کړو چي د ورزش د ډګر پیاوړي اتلان دي. دا هغه کسان دي چي خپل ورزش مشهور کړه خو اسلام بختور کړه. اسلام ورته په خپل مټ سعدة الدارین نصیب کړ.
 
۱. محمد علي Mohammad Ali : محمد علی امریکایي سوق وهونکی دی. کله چي موږ د هغه مشهورو کسانو په هکله فکر کوو چي اسلام یي قبول کړی نو لمړی به مو د محمد علي نوم و ذهن ته راسي. محمد علی هغه کس دی چي د سوق وهني هر میدان یي په خپله بریا زرغون کړی، و حریف ته یي سخته ماته ورکړي او هر ځل یي هغه پر ګونډو کړی. محمد علي په کال ۱۹۶۵ میلادي کي د اسلام په مبارک دین مشرفه سو. محمد علي وایي: "هیڅ خوشحالي مي دومره زیاته نه ده احساس کړي لکه د حج په دوران کي د عرفات پر غونډی د دریدو خوشحالي، ځکه دا هغه ورځ ده چي خان، غریب، عالم، باچا او واکدار ټول په دوو سپینو ټوکرانو کي د خپل لایزال رب جل جلاله په وړاندي دریږي او د مغفرت دوعاګاني ځني غواړي،  او ددې خوشحالۍ خوند به راسره تل پیاد وي."
 
۲. مایک ټایسن Mike Tyson: مایک ټایسن امریکایي د سوق وهني د نړی بل لوی اتل او ماته نه منونکی ستوری دی چي په خپله ریشته کي خاص نوم لري او د اوسپنیز ټایسن په نوم هم مشهوره دی، نوموړي هغه وخت اسلام راوړی چي په ۱۹۹۲ میلادي کي يي د بند ترخي شپې او ورځي سبا کولې. د الله تعالی د لاري هدایت یي نصیب سو او د هري لاري مشعل یي و ځلیدی. د ۲۰۱۰ د جولای په میاشت کي چي تازه د عمري د ادایني راغلی ؤ وویل: " زه دې لنډ وخت کي له مکي راغلم، پر ما ډیر د الله جل جلاله رحم سوی دی او په دي امید یم چي الله تعالی به مي همداسي پر خپله اسلامي عقیده ساتي. ان شاءلله "
 
پاته دي نه وي چي د سوق وهني د نړی دواړه امریکایي اتلان محمد علي او مایک ټایسن په مختلفو ځایونو کي لیدل کیږي چي یو ځای د قران کریم تلاوت کوي. 
 
۳. کریم عبدالجبار Kareem Abdul Jabbar: کریم عبدالجبار د امریکا د باسکیټ بال یو نه حیریدونکی او نادره لوبغاړی دی چي د اسلام د حقانیت تر تآثیر لاندي راغلی او د ټولو په وړاندی یي اسلام قبول کړی. او کریم عبدالجبار د باسکیټ بال هغه لوبغاړی دی چي په دې لوبه کي یي ریکارډ تر اوسه نه دی مات سوی. تر اسلام وړاندي یي نوم آلسینډر ؤ خو اسلام ته په راتلو سره یي نوم لومړی په عبدالکریم خو وروسته په کریم عبدالجبار بدل کړی. او د مسلمانيدو سره سم یي و لیبیا او سعودي عربستان ته سفر وکړ تو څو عربي زده کړي. د یو حنفي مسلمان په حیث ډیره کلکه وعده کوي چي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم به د اخیرني رسول او قرآن به د اخرني کتاب په توګه منم.
 
۴. فرنک ریبريFranck Ribery : د فرانسي هیواد وتلی او نامتو فوټبالر دی کوم چي په ۲۰۰۹ میلادي کال کي يي د لوبډلي لپاره د رانیولو قیمت ۲۰۰ میلیونه ډالره ؤ، فرنک ریبري وکولای سوای چي د الله جل جلاله دا قیمتي لار په دیره اسانی سره پیدا کړي او خپل ګامونه د کامیابی پر لور اوچت کړي. فرنک ریبري وایي: اسلام یو ډول قوت او مقاومت ماته را وبخښی کوم چي ما یي مخکي احساس لا نه کوی. فرنک ریبري اوس د جرمني هیواد د بایرن مونیخ لوبډلي لپاره لوبیږي او تر دي وړاندي په بریسټ، میټز، ګلتسرای، او مارسیلي کي لوبیدلی او عمر یي ۳۳ کاله دی.
 
۵. ډیني بلم Danny Blum:ډیني بلم ۲۴ کلن جرمنی فوټبالر  په ۲۰۱۵ کال کي هغه وخت اسلام ومنی کله چي یو مسجد ته ولاړی، دده په وینا مسجد راباندي دومره اغیزه وکړه چي زړه مي راته بل ډول سو او غیري عادي حالت مي احساسوی نو مي هغه دم له ځانه سره دا فیصله وکړه چي زه به ددې دین په هکله نور معلومات راټولوم. چي په نتیجه کي مي دا دی د اسلام مبارک دین ومنی. او د شهادت د کلیمي په ویلو سره یي د الله عزوجل و هغه ټولو اوامرو ته غاړه کښیښوده کوم چي پخوا به یوازي ده لیدل. ډیني بلم دا مهال د جرمني هیواد د نورانبرګ په لوبډله کي لوبیږي. 
 
۶. سني بیل ویلیمز Sonny Bill Williams: د نیوزیلنډ هیواد تکړه بوکس وهونکی  او د راګبای د لوبي مخکښ اتل دی چي په دې ورستیو کي يي د اسلام مبارک دین قبول کړ. ده په ۲۰۰۴ میلادي کال کي د نوی نړیوال لوبغاړي جایزه، د World XIII جایزه او د سامون Samoan جایزه اخیستي، په ۲۰۰۵ میلادي کال کي د استرالیا د نیکلودین جایزه، په ۲۰۱۲ کي د ښه لوبغاړي جایزه او په همدي کال د نیوزیلنډ د سوق وهني د اتحادیي جایزه تر لاسه کړي، او په ۲۰۱۳ کال کي يي د سوق وهني د نړیوال ګټونکي جایزه، د جک ګیبسن جایزه او د RLIF نړیواله جایزه تر لاسه کړې. دی هغه وخت مسلمان سو چي کله یي د یوي غریبي مسلماني کورنۍ صبر، زغم، د ژوند طریقه، یو د بل سره میني، شرف او عزت، د مشرانو احترام او خوشحالی ته متوجه سو کوم چي په جنوبي فرانسه کي يي ژوند کوی.
 
او دا ډول نوي ورزشکاره مسلمانان نور هم سته لکه شکیل اونیل، ډیف چاپیل او داسي نور....
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د نوي مسلمانانو جالبي قصې دلته لوستلای سی: اسلام ته راغلي مسلمانان New Muslims 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته