تازه سرليکونه
د (نوي مسلمانان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سني بیل: د یوې غریبي کورنۍ لیدلو مسلمان کړم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 25, 2021
  0

ژباړه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سني بیل ویلیمز Sonny Bill Williams د نیوزیلنډ هیواد تکړه بوکس وهونکی  او د رګبي د لوبي مخکښ اتل دی چي په دې ورستیو کي ئې د اسلام مبارک دین قبول کړ.


کله چي سني بیل ویلیمز د تاولان ټیم لپاره په فرانسه کي لوبیدی د اسلام د مبارک دین څرک یي وموند او د اسلام په مبارک دین مشرف سو. 


CNN د ۲۰۱۳ میلادي کال د نومبر په میاشت کي د سني بیل د اسلام په هکله داسي وايي: "هغه کس چي د نیوزیلنډ لپاره تحفه بلل کیږي، د بوکس او رګبي اتل دی او اوس ئې په جدي توګه سره اسلام قبول کړ، د سني بیل د اسلام راوړلو سبب یوه کورنۍ سول کوم چي په جنوبي فرانسه کي ژوند کوي. ددې کورنۍ والدین او پنځه ماشومان په یوه خونه کي اوسیدل." 

 


 

خپله سني بیل د دوی په هکله داسي وایي: "زه و دوی ته ډیر نژدې او ګران وم، دوی په خپل ژوند کي ډیر خوشحاله او ارامه وه، د دوی د ژوند کولو طریقه ساده او بسیطه وه. "


د یوې غریبي مسلماني کورنۍ لیدنه او د هغو صبر، زغم، د ژوند طریقې، یو د بل سره مینه، شرف او عزت، د مشرانو احترام او خوشحالۍ ته متوجه کیدل، ددې لامل سول چي د سني بیل دا کلک زړه د اسلام په رڼا ور ځلانده او ښکلی کړي. او سني بیل و دې ته و هڅوي چي د اسلام په دا عظیم نظام کي خپل قدمونه کښېږدي او د یو حقیقي خالق پر را لیږل سوي کتاب عمل وکړي او ځان د هغه کتاب په ګاڼه سمبال کړي. او هغه هدایت چي الله رب العزت ورته په تقدیر کي لیکلی حاصل کړي.


سني بیل تر اسلام راوړلو مخکي عیسوي وو. او د اسلام منلو وروسته داسي وايي: " زه یو حقیقي مسلمان سوم، اسلام و ماته خوشحالي راکوي، زه یې دې ته و هڅولم چي یو سالم انسان سم، او له ما څخه ئې په حقیقت کي هغه څوک جوړ کړی کوم چي زه نن یم".


سني بیل د مسلمانیدو سره سمدستي د حلالو غذا وو خورک شروع کړ او نور ئې هغه څه پر مخ بند کړه چي په اسلام کي ناروا وه.


د نیوزیلنډ هیواد د مسلمانانو د اتحادیې مشر جاوید خان وایي: "سني بیل مسلمان سوی او اوس په ډیره کلکه توګه پر دې لار روان دی. دده د اسلام راوړل د نورو نوي ځوانانو لپاره یو ښه مثال، د لاري خلاصون او د ستونزي د نه را منځ ته کیدو یو دلیل سو."


په خپله شا او خوا کي یوازي سني بیل نه دی مسلمان بلکي د سني بیل مشر قدیر ناصر او د لیګ غوره ستوری او سوک وهونکی انتوني منډاین هم مسلمان دی. د ای ټی ایم ATM د لوبو جام کي یې د لوبي څخه مخکي پر لمانځه کولو لیدل کیږي. دده ملګری ټایریک سمیت وایي: "سني بیل په منظم ډول سره لمونځ کوي او د لوبو مخکي او وروسته خپل لمونځ ادا کوي. او اسلام یې د سډني ښار د رجینټ په مسجد کي قبول کړی، او کلیمه د شهادت أَشْـهَدُ أَنْ لا إِلـهَ إِلاّ الله ، وَأَشْـهَدُ أَنَّ مُحَمّـداً عَبْـدُهُ وَرَسـولُه یې وویل."

 

نوموړي په ۲۰۱۸ کال کي عمره هم اداء کړه.


آل بلکس کوم چي د نیوزیلنډ هیواد ملي لوبډله ده او سني بیل پکښي لوبیدی د دوی مشر ډارین شاند وایي: "سني بیل و موږ ته د خپل خورک په هکله وویل چي نور دی یوازي حلال شیان خوري، نو موږ هم ورته حلالي د غوایي غوښي برابري کړې، موږ د لوبغاړو په مذهب کار نه لرو ځکه دا د دوی شخصي ژوند دی. دوی چي هر تصمیم نیسي هغه د دوی کار دی، ځکه موږ دین او مذهب له لوبي بهر ساتلی دی."


او ډارین شاند دده په هکله داسي وایي: " سني بیل ویلیمز په هر ورزش کي ښه دی او ډیر اعلی دی."


اسلام د ۲۰۰۷ میلادي کال را په دې خوا د نړۍ تر ټولو ډیر خپرېدونکی دین دی هغه دین چي هره ورځ ورته نوي مسلمانان په خوښۍ داخلیږي. 


سني بیل یوازنی ورزشکار نه دی بلکي دده په څیر نور مشهور او نوموتي ورزشکاران هم د اسلام په مبارک دین مشرفه سوي دي چي یو څو بیلګي یې دلته لوستلای سی.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته