تازه سرليکونه
د (نوي مسلمانان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دیوامریکایي ځوان دمسلمانیدوکیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 25, 2021
  0

 دیوامریکایي ځوان دمسلمانیدوکیسه


رالیږونکي :محمدشفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ثنا او صفت هغه خدای ته چې زه يې حمد وايم او له هغه بخښنه غواړم او په سمه لاره ترې د پایداری او استقامت غوښتونکی یم، پناه وړم الله(جل جلاله) ته له شره د نفس او ګناهونو خپلو هغه ذات ته چې که چاته لارښوونه وکړي نو د هغه ګمراه کوونکی نه يي او که يې ګمراه کړي نو د لارښوونې څوک ورته بلنه وي او ګواهي ورکوم پدې چې الله(جل جلاله) يو دی او محمد د هغه رسول او استول شوی پیغمبر دی.


هغه وخت چې زه اتلس کلن وم ماته مې يو ملګري یو کتاب راکړ تر څو يې ولولم، مانوموړی کتاب تر اتو کلونو له ځانه سره وساته، کله مې چې د کتاب لومړی پاڼه واړوله پکې لیکلي ول . دا کتاب رالېږل شوی او پکښې حقیقتونه بیان شوی دي، دا کتاب د کومې يوې ډلې او يوې طبقې لپاره نه ده لیږل شوی بلکه دا د الله (جل جلاله)له لور ټولو خلكو ته استول شوی کتاب دی، کله زما د اسلام په اړه ماڅخه خلک پوښتي نو زه ورته وایم چې يواځې يوه رڼا وه جوړه شوه او زه مسلمان شوم کوم بل ځانګړی شرح ورته نه لرم.


د بېلګې په توګه: کله چې تاسې د کمپیوټر اړوند کومې ستونزې سره مخ کېږی نو خپل داسې يو ملګري سره په اړیکه کې کېږی چې د هغه د کمپیوټرپه اړه پوره معلومات ولري کله چې نوموړی شخص تاسې ته د ستونزې د حل لارې په هکله څو ټکي وايي نو سمدلاسه متوجه کېږی چې ستونزه چېرته ده او یا که غواړی چېرته ولاړ شی او له چا د یاد ځای پته اخلی نو د لږې پتې ورکولو وروسته تاسې متوجه کېږي او خپل هدف مو پیدا کولای شي، انسان هم همداسې حالت لري چې تل په لوبېدلو کې وي خو کله چې ورته لږه اشاره وسي نو بیا د لارښوونې ښکار کېدای شي.


زه تاسې ته خپله کیسه کوم،کومه چي ما، يو عربې انجلۍ سره ولیدل او بیا مو وروسته ورسره واده واده وکړی. اوس يوه لور هم لرم چې مریم نومیږي او له يوه پارک سره مو نژدې يو انجمن جوړ کړی ده، نوموړي انجمن ته مختلف دینونو والا کسان راځي لکه مسیحیان، مسلمانان او نور، هلته مونږه ځيني پوسترونه هم چاپ کړي چې پرې لیکلي دي نشته خدای پرته له الله (جل جلاله)څخه او په بله خوا لیکل شوی دي: چې الله(جل جلاله) د ازل په ورځ له خپلو بندګانو پوښتنه آیا زه ستاسې پروردګار نه يم؟ 


ټولو په يو ځل ويلي چې يې. پدې د مونږه په هرڅه ایمان لرو او د قيامت په ورځې هم ایمان لرو چې د بندګانو سره به د رب د حساب ورځ وي.


دویم مسلمان: زه غواړم تاسې سره خبرې وکړم ځکه چې ستاسې بحث د نویو مسلمانانو په هکله ده زه هم نوی مسلمان یم، ښايي تاسې باور ونه کړي چې زه مسلمان يم.


ځکه چې د زیاتو خلکو پر ما باور نه راځي هغوی وايي چې ستا څېره د مسلمانانو له څېرې څخه توپیر لري خو زه وایم چې په اسلام کې دا خبرې نشته، هلته رنګ او قوم هېڅ کوم امتیاز نه لري، دا ددې لپاره چې ټولو خلکو ته د یو خدای وحدانیت ورپه ګوته کړو، زما د مسلمانېدو لامل يواځې د قرآنکریم لوستل وه چې د یو دوست لخوا راته راکړل شوی وه، مخکې تر دې مې هېڅ کومه اړیکه له اسلام سره نه لرله خو زما خپل دین زما ټولې غوښتنی نشوای پوره کولی.


دریم مسلمان: ما د پوهنتون په جریان کې ځيني ديني کتابونه لوستل او ملګرو به هم راته بېلابېل کتابونه راکول خو يوه ورځ مې يوه ملګري قرآنکریم راکړ ما چې نوموړی کتاب ولوست ټول څیزونه مې ډېر شفاف بیاموندل يعنې :څوارلس سوه کاله مخکې ویل شوي ول خواوس سم دي، ما خپل اسلام پوره په منطقي توګه منلې دي او هېڅ ستونزه پکې نه لرم، د يو څه مودې لپاره مې مور او پلار همداسې پاتې ول خو پایله کې هغوی هم قانع شول او هوډ يې وکړ چې مسلمانان شي.


ماخذ: ولي مو اسلام ومانه ؟ 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته