تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا د دولسمي په ورځ خیرات حرام دی؟
 
  June 26, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۸٧۵)

نوم: خالد آغا مجددي
                                                           
سوال : آیا د دولسمي په نيت خیرات کول حرام دي؟ او څه حکم لري او  که حرام دئ نو دا په حدیث یا آیت کي ثابته سوې ده او یا که اشاره ورته سوې وي.

 جواب : 

حامداً و مصلياً

محترمه وروره! خیرات کول ورځ، شپه، ساعت او وخت نه غواړي او په هیڅ وخت کي خیرات کول حرام نه دی بلکه هر وخت خیرات کولای سي البته دومره خبره ده چي په دولسمه کي خیرات پر ځان باندي لازم بلل او پرېښودل یې عیب او ملامتیا بلل دغه کار په شریعت کي جواز نه لري نو خیرات په هیڅ ورځ باندي حرام نه دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): کما فی الایة: الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَموَالَهُم بِاللَّيلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلَانِيَةً فَلَهُم أَجرُهُم عِندَ رَبِّهِم وَلَا خَوفٌ عَلَيهِم وَلَا هُم يَحزَنُونَ. البقرة: ۲۷۴.

(٢): وفی الاعتصام للشاطبی: ومن ذلك تخصيص الأيام الفاضلة بأنواع من العبادات التي لم تشرع لها تخصيصا كتخصيص اليوم الفلانى بكذا وكذا من الركعات أو بصدقة كذا وكذا أو الليلة الفلانية بقيام كذا وكذا ركعة أو بختم القرآن فيها أو ما اشبه ذلك فإن ذلك التخصيص والعمل به إذا لم يكن بحكم الوفاق أو بقصد يقصد مثله أهل العقل والفراغ والنشاط كان تشريعا زائدا. الاعتصام للشاطبى: ص۲۳۶. مکتبه معروفیه کوئټه.

(٣): التزام سے مراد مطلق التزام نہیں بلکہ وه مراد ہے جس کی ترک کو عیب اور موجب ملامت ولعن طعن سمجها جاۓ اور اس کا حد شرعی سے تجاوز ہونا ظاهر ہے اور اس تجاوز کا منهی عنہ ہونا (لا تعتدوا) میں منصوص ہے. امدادالفتاوی: ج٢، ص١٨٥، للعلامة الشیخ اشرف علي التهانوي رحمة الله علیه. مکتبه دارالاشاعت کراچی.

جواب: مولوي عتيق الله 
الجواب صحيح: مولوي سردار محمد و مولوي شاه ولى الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته