تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لوی اختر د مبارکۍ پیغام
  تعلیم الاسلام
  August 8, 2018
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

لوی اختر

 
د تعلیم الاسلام راډیو مشرتابه او ټول كارمندان د نړۍ مسلمانانو ته د نیکمرغه لوی اختر تبریکي وړاندي کوي.
 
رب العزت  جل جلاله  دي د ټولو مسلمانانو لمونځونه، صدقې، عبادتونه او د ټولو حاجيانو عمرې، حجونه او د مسلمانانوپه حق کي دعاوي او  نور عبادات قبول کړي او الله جل جلاله دي د لا زیاتو عباداتو او نیکو اعمالو توفیق ورکړي.
 
مسلمانانو وروڼو او خویندو!  د لوی اختر د ورځي خوښي یوه د هغو دوو ورځو له خوښیو څخه ده، چي د نړۍ ټول مسلمانان یې هر کال د الهي حکم په اساس لمانځي.
 
د قدر وړ مسلمانانو! د انسانيت په تاريخ کي لوی اختر هغه عظيمه ورځ ده چي الله جل جلاله  په دغه ورځ خپل دوه جليل القدره دوستان لکه حضرت ابراهيم عليه السلام او دهغه مبارک زوی حضرت اسماعيل عليه السلام وازمويل او هغوی هم پدې ستر امتحان کي کامياب سول او د دوی دغه ستره کارنامه د مسلمانانو لپاره د قربانۍ درس دی.
 
د لوی اختر په ورځو کي له يوې خوا د نړۍ ځيني مسلمانان د حج د مقدسي فريضې د ادا کولو لپاره بيت الله شريفي ته تللي دي او نور مسلمانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کي دغه سپیڅلي ورځي په خوښۍ او محبت سره لمانځي، مسلمانان د الله  جل جلاله  داوامرو، د نبي صلی الله علیه وسلم  د ارشاداتو او  اسلامي  شعايرو ته د احترام په اساس د اختر لمونځونه کوي او د اختر تر لمانځه وروسته شتمن مسلمانان د الله جل جلاله  د رضا او د ابراهيم عليه السلام  د سنت او نبي کريم صلی الله علیه وسلم  د متابعت او هداياتو مطابق قربانۍ کوي، نو پکار ده، چي د اختر ورځي په اسلامي طریقه ولمانځل سي. د کفارو د دودونو او کلتورونو څخه دي ډډه وسي. د قمار ، فسق او اسراف څخه په کلکه ځانونه او اولادونه وساتل سي. خپل ماشومان او کشران هم متوجه کړو، چي د مسلمانانو د ځورولو او هر ډول بد اخلاقیو څخه ځانونه وژغوري. 
 
مسلمانان دي یو د بل په وړاندي د محبت او ورورګلوۍ غیږه خلاصه کړي، مرور دي سره پخلا کړه سي، هر څوک دي د خپلوانو او ګاونډيانو د حال پوښتنه وکړي او له هغوسره دي خوا خوږي وکړي او هر مؤمن بايد د مشرانو عزت او پر کشرانو شفقت وکړي.
 
هر مسلمان دي په خاص ډول د کونډیانو او یتیمانو سره د خواخوږۍ او مهربانۍ معامله وکړي؛ څو کونډیاني او یتیمان د بې کسۍ احساس ونکړي او د هغو پر څېرو هم بايد د نورو ښځو او ماشومانو په څېر د موسکا او خوښۍ اثار ښکاره سي.
 
د يادوني وړ ده، چي ښځي ته د خپل میړه د وفات څخه پرته د بل دوست پر مړينه باندي د درو ورځو څخه زیات ماتم کول نه دي روا؛ ځکه نو غم ځپلي کورنۍ باید د اختر د خوشالۍ ورځي په غیر اسلامي ماتم بدلي نکړي بلکي د نورو کورنیو په شان دي اختر په اسلامي ډول په ښو جامو او د خوښۍ په فضا کي ولمانځي.
 
د کفري نړۍ لخوا د مسلمانانو ډول- ډول زجرونو، ويني تويوني، شرارت او نورو فسادونو دا ښه څرګنده کړه، چي کفار د اسلام او مسلمانانو نه پوخلاکېدونکي دښمنان دي. په ګران وطن افغانستان، برما، فلسطين، مصر، سوريه، عراق او نورو اسلامي هيوادونو کي د مسلمانانو حالت په کلي ډول د اندېښنې وړ دی. د کفارو دغه غير انساني عملونه په هيڅ صورت د توجيه وړ نه دي.
 
په چين کي خو په دې وروستيو وختونو کي د اسلام سره دښمني اوج ته رسېدلي ده، چي حتی مسلمانان د خپلو ديني شعائرو تعظيم ته نه پرېښوول کيږي او حجاب نسي مراعاتولای.
 
پدې وروستيو وختونو کي د اسلامي هيوادونو څخه د مسلمانانو هجرت هم د اسلام د دښمنانود دسيسو نتيجه ده، چي اسلامي امت ته د خطر زنګ بلل کيدلای سي. 
 
هغو مسلمانانو ته ډاډګيرنه  او تسليت وړاندي کوو، چي په تېرو وختونو کي يې دردوونکي پيښي زغملي وي يا اوس هم د غم پر ټغر ناست وي، خصوصاً هغو کونډيانو اويتيمانو ته  د پاک رب  جل جلاله  له سپېڅلي درباره په دنیا او آخرت کي د اجرغوښتنه کوو او د الله  جل جلاله  څخه ورته جزيل اجر او جميل صبر غواړو، چي سهار او ماښام  خپله ډوډۍ  د اوښکو سره خوري.
 
الله جل جلاله دي مسافر او مظلوم بندیان په عافیت او خوشالۍ سره ژر تر ژره خپلو کورونو ته راستانه کړي او د الله  جل جلاله  څخه اُميد لرو، چي پر مسلمانانو ټول ژوند او خصوصاً د اخترمبارکي ورځي  په خوښۍ ، روغتیا  اومحبت کي تېري کړي. 
 
يو ځل بيا غم ځپلو کورنیو ته د عظیم اجر او جمیل صبر غوښتونکي یو او الله جل جلاله  دي د هغوی پر مړو و رحمیږي.
 
په اخیر کي دعا کوو: الله جل جلاله دي افغانستان د اسلامي نظام رښتينی مصداق، د امن ټاټوبی، د حریت او استقلال کور، د علم ډیوه، د ورورګلوۍ د اقتداء وړ نمونه، د غیرت ځاله، د یرغل ګرو نسکور ځای او د هر افغان د خوښۍ او سوکالۍ هستوګنځی وګرځوي.
 
 الله  جل جلاله  دي دغه اختر د ټولو مسلمانانو لپاره د ورورولۍ، یووالي، امن  او د تل پاته ارامۍ پيلامه وګرځوي.
 
د الله جل جلاله  څخه هیله لرو، چي پر اسلامي اُمت به اسلامي نظام حاکم کيږي، باطل  قوتونه  به د اسلام د پيل په څېر له منځه  ځي .  
 
يو ځل بيا د تعلیم الاسلام راډیو مشرتابه او کارمندان د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د لوی اخترمبارکي تقديموو او پدې هيله يو، چي د داخلي او خارجي دښمنانو په وړاندي ويښ واوسي! 
 
 تقبل الله منا و منکم صالح الاعمال کل عام و انتم بخیر.
 
 والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
 
 
--------------------------------------------------------------
اختریزه ترانه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته