تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلامي اداب: نرمي کول او سلام ویل (۲)
  تعلیم الاسلام
  May 4, 2017
  0

 

 

یو څو اهم اسلامي آداب (۱ - ۲)

 

اول او دوهم ادب: دکور نه په نرمي سره د وتلو او ورته د راتللو ادب

 
لیکنه: عبد الفتاح ابو غده 
ژباړه: مفتي احسان اللّه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
۱: ادب: دکور نه په نرمي سره دوتلو او را تللو ادب
 
کله چې کور ته ننوزې، او یا له کوره را وزې، نو دروازه په زوره مه بنده وه، او مه یې هم دغه سي خلاصه پرېژده، چې په خپله په زور سره بنده شي، ځکه دا حرکت دهغه اسلامي تعلیم د نرم مزاجي خلاف دی، کوم ته چې ستا نسبت کیږي، بلکي مناسب دا دی، چې په ډیره نرمي سره دروازه بنده کړي.
 
کيدای شي چې تا به دعائشي رضي اللّه عنها هغه روایت اوريدلی وي، په کوم کې چې دا د رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم قول نقل کوي، چې هغه صلی اللّه علیه وسلم وفرمایل:
 
إن الرفق لا يكون في شئ إلا زانه ولا يُنزع من شئ إلا شانه. [صحیح مسلم]
ژباړه: نرمي چې په کوم شي کي هم پیدا شي، هغه ته ښایست وبخښي، او نرمي چې له کوم شي نه لیري شي، هغه شی بیا بد نما ښکاري.
 
۲: ادب: کور ته د راتلو او وتو په وخت کې په اسلام علیکم سره د تحيې ویلو ادب
کله چې ته کور ته ننوزي او یا له کوره دباندي راوزې، نو په کور کې چې څوک موجود وي، هغه که نر وي او که ښځي، د مسلمانانو په تحیې چې عنوان يې دی: السلام علیکم ورحمة اللّه وبرکاته، سره سلام ورباندي کوه.
 
ددین اسلام سلام پرېښودل، کوم چې د اسلام شعار او د مسلمانانو علامه ده، د نورو قومو سلام لکه صباح الخیر (ګډ مارننګ) یا ښه راغلاست او یا هلو او داسي نورو باندي سلام کول، دا د دین اسلام د سلام د ختمولو سره مترادف دی.
 
حال دا چې دا هغه سلام دی، د کوم چې نبي کریم صلی اللّه علیه وسلم په خپل قول او عمل سره تعلیم امت ته ورکړی دی، او هغه سلام دی، چې ده صلی اللّه علیه وسلم خپل جلیل القدر خادم انس رضي اللّه عنه ته ور ښودلی و.
انس رضي اللّه عنه وویل: چې ما ته رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم وفرمایل:
 
يا بُنيّ إذا دخلت على أهلك فسلّم يكون بركة عليك وعلى أهلك. [صحیح مسلم]
ژباړه: زوی کیه! کله چې کور ته داخلیږي، نو پر کور والو سلام کوه، دا سلام ستا او ستا د کوروالو لپاره برکت دی.
 
قتاده رحمه اللّه چې د جلیل القدر تابعینو نه دی وایي:
إذا دخلت بيتك فسلّم على أهلك فهم أحق من سلمت عليهم.
 
ژباړه: کله چې ته خپل کور ته ننوزي، نو پر خپل کوروالو باندي سلام کوه، ځکه دوی ستا د سلام تر ټولو زیات حقداره دي.
 
او ابو هریره رضي اللّه عنه وايې، چې رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم وفرمایل:
إذا انتهى أحدكم إلى مجلس فليسلّم….. ثم إذا قام فليسلّم، فليست الأولى بأحق من الأخرة. [الترمذي]
ژباړه: کله چې یو له تاسو نه ومجلس ته ور ځی، نو سلام کوئ، او کله چې له مجلس نه د تللو اراده وکړئ، نو سلام کوئ، ځکه دا اول سلام تر دوهم سلام زیاده اهمیت والا نه دی.
 
یو څو اسلامي اداب - لومړی برخه
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته