تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرب سروې ګاني او احصائې
  غرب
  April 11, 2017
  0
لیکنه: محمد امين سائح
 
 ايا د غرب احصائې صحيح دي؟ 
 
چا چي په غربي چاپيريال کي ژوند کړی دی هغو ته معلوميږي چي هلته څومره نفسا نفسي ده چي حتی د مور او پلار د پاره لا نه وخت او نه پيسه سته، د والدینو د پاره (Old age house) يا زوړنتون دی چي د اولاد د خدمت او ميني څخه محرومه ساتل کيږي. دا هرڅه د غربي نړۍ د ژوند د جوړښت غوښتنه ده که څوک يې وغواړي هم يې پر مخالف سمت نه سي تلای.
 
په غرب کي تقريبا د معمولي مزدور ساعتانه معاش لس ډالره دی او د متخصص تنخوا تر زرو پوري رسيږي ، نو چي په غرب کي خپل مور او پلار ته څوک وخت نه لري او بيا هر ساعت لږ تر لږه لس ډالره عاید ولري او ايماني عقيده هم نه وي چي مفت او وړیا کار د الله تعالی د پاره وکړي او بيا د هغي ټولني يو شخص راځي د اسلامي نړۍ په يو غريب کلي کي د يو داسي شي احصائيه کوي چي په ظاهره هيڅ ګټه نه لري دا به کوم عقل ومني چي يو خارجي راځي او ټول مصرفونه پر ځان وړي او وړیا احصائيه او راپور جوړوي او هلته د خپل پلار په قصه کي نه وي؟ دلته د يو خوار کلي په قصه کي وي؟
 
 
 نو دلته عقل متوجه کيږي چي خبره بله ده ! دا احصائيه کونکي د يو لوی پلان يوه مهره ده چي دا احصائيه هغه پلان ته وجه جوړوي . د غرب احصائي د حقيقت څخه بيخي ليري دي او د غرب و استراتيجۍ ته کار کوي او د هغې خوا تمويليږي او تر چتر لاندي يې خپل اهداف مخ ته بيول کيږي. پر کوم ځای چي دوی کوم پلان لري دا احصائيه ورته کاروي او سند يې ګرځوي او ډير وخت دا احصائيه کونکي حتي د ميدان څخه بيخي خبر هم نه وي ډونر يا تمويلونکي چي کوم کار مخ ته وړل غواړي د هغه د پاره مخکي دا احصائي کمپنۍ هلته امنيت هغه ډول ښيي يا حالات هغه ډول ښيي چي پلان ته لار هواره سي. 
 
احصائيه او رسنۍ که د غرب څخه ايسته سي نور يې اقتصاد پر مځکه پروت دی بس رسنۍ او دغه احصائيو دوی نيولي دي او مسلمانان حتی په نړي کي د مسلمانانو د نفوس شمير هم د غرب پر احصائيو ګوري چي ډير د عبرت ځای دی.
 بايد مسلمان خپلي احصائې او خپل هرڅه ولري نور مو خوب بسته بايد راکښينو.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته