تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د میرمني سره د اختلاف لکبله محبس خوښول!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 15, 2018
  0

ژباړه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د امریکا په کینسس ایالت کي یوه ۷۰ کلن سپین ږیری بانک ته ورغلی، یو کاغذ یې د بانک کارمند ته ورکړی چي پر لیکلي وه: زما سره توپنچه ده، پیسې ژر راکړه!

 

کارمندي هم سمدستي د بانک څخه ۳۰۰۰ ډالره ورکړې.

 

وروسته دا سپین ږیری د وتلو څخه مخکي په بانک کي پر یوه چوکۍ کښېنستی او انتظار کوي. په دغه جریان کي پولیس راغلل، سپین ږیري ورته وویل چي زه هم هغه غل یم، ستاسو د راتګ په انتظار ناست یم.

 

پولیسو نوموړی ونیوی، قاضي ته یې وړاندي کړی. قاضي پوښتنه ور څخه وکړه چي ولي دي یو ځل غلا وکړه او بیا د تښتي پر ځای هلته په انتظار کښېنستې؟!

 

سپین ږیري ورته وویل: 


دا مي خوښه ده چي په محبس کي وخت تیر کړم، خو دا مي نه ده خوښه چي یوه ورځ لا هم د خپلي میرمني سره تیره کړم!

 

دا د پرمختللي نړۍ د ورځني ژوند حالات دي، چیري چي د اسلام دین نه وي، هلته سکون، اطمنان او خوشحالي په پیسو او ټیکنالوجي نه پیدا کیږي.

موږ مسلمانان باید پر خپل اسلام شکر وکړو او تر نورو مسلمانانو او نړیوالو یې ورسوو!

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته