تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د طلاق په اړه د امام ابوحنیفه رح عجیبه حل لاره
 
  October 20, 2016
  0
د تعلیم الاسلام ویب پاڼي لخوا

له یوه کوره غلا وشوه او غله هم د هغه کلي و. کور والا یې ونیوی او په زوره یې ترې قسم واخیستی چي که موږ دي چاته وښودلو، نو ستا ښځه دي طلاقه وي. هغه غریب له مجبورۍ څخه همدغسي قسم وخوړی او غلو ترې ټول سامان یو وړ.

سړی غریب پریشانه و، که د غلو نومونه اخلم، نو مال خو به راته ورسیږي خو ښځه به مي له لاسه ووځي او که غلی پاته شم، نو ښځه به می وي، خو ټول کور مي خالي کیږي. فکر یې کاوه چي څه وکړم، چا ته یې حال هم نه شو ویلای، ځکه چي قسم یې کړې وه. آخر دا چي د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه مجلس ته ولاړی، هلته ډیر خفه او بد حاله کېښناستی امام صاحب ترې پوښتنه وکړه چی نن خو ډير خفه یې څه شی شوي دي؟ هغه وویل چی صاحبه زه حال هم نه شم ویلای، ویې فرمایل چي څه خو ووایه، هغه وویل چي که حال وایم نو نه راته معلومیږي، چي څه به وشي امام صاحب ورته وفرمایل چي څه خو ووایه هغه پیچده خبره خوو کړه، نو هغه وویل چي صاحبه غلا راڅخه شوې ده او ما دا قسم کړي دی چي که د غلو نومونه مي چاته وښودل، نو ښځه مي طلاقیږي ماته معلوم دي چي غله ددې کلي دي خو که د هغوی نومونه اخلم نو ښځه مي له لاسه وځي حضرت امام اعظم رحمة الله علیه ورته وفرمایل چي غم مه کوه ښځه به دي هم له لاسه نه وځي او مال به دي هم درته ورسیږي او هغه غله به هم ته وښیې.

په کوفه کي بیا شور جوړ شو چي دا امام صاحب څه کوي دا خو یوه وعده ده که چیري پوره نه شي نو طلاق به واقع شي. امام صاحب څنګه دا وایې چي نه به ښځه طلاقیږي او نه به مال ځي. علماء او فقهاء فکرمند شول.

امام صاحب وفرمایل چي سبا د ماپښین د لمانځه له پاره به زه ستاسو د کلي جومات ته درځم سبا چي امام صاحب د ماپښین لمونځ هلته ادا کړ نو اعلان یې وکړ ، چي د جومات دروازې دي بندي شي او یو کس دي هم دباندي نه وځي. غله هم په جومات کي موجود وو بیا د جومات یوه دروازه خلاصه شوه یوې خواته امام صاحب  او بلي خوا ته هغه کس کښیناستی چي غلا ور څخه شوې وه.   امام صاحب دغه نفر ته وویل چي یو یو کس له جومات څخه دباندي وځي کوم چي غل نه وي د هغه په هکله وایه چي دا غل نه دی او کله چي غل ووځي نو بیا چپ اوسه نو کوم چي غل نه و د هغوی په هکله به هغه سړي ویل چي دا غل نه دی دا هم غل نه دی او کله چي به غل تیریدی نو سړی به چپ پاته شو، په دې ډول هغه له ویلو پرته ټول غله په نښه کړل او ټول ونیول شول.

مال هم لاس ته راغی او ښځه هم پرې طلاقه نه سوه دا د تدبیرخبره وه.

(مجالس حکیم السلام ص۲۶۱، پاشلي ملغلري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه)
 
-----------------------------------------
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته