تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- په لمانځه کي موبايل بندول
 
  December 26, 2011
  0

پوښتنه:  يو څوک، چي پر لمانځه ولاړ وي او زنګ ورته راشي ، دى د موبايل د بند ولو لپاره د لمانځه څخه سلام وګرځوي او وروسته  لمونځ د سره شروع کړي او که په لمانځه کي ولاړ وي په لمانځه کي دننه موبایل بند کړي ؟ که په لمانځه کي څوک موبایل بند کړي نو لمونځ خو به یې نه په فاسدېږي ؟

 د سوال کوونکي نوم: نصيب الله

جواب: نن ورځ موبایل تقریبا د هر چا سره وي نو هر مسلمان ته پکار ده، چي خپل عادت دا ډول جوړ کړي چي هر مهال مسجد ته ننوځي یو ځل خپل موبایل وګوري که بند نه ؤ بند یې کړي یا یې صامت یعني آواز یې ور بند کړي او بل داچي موبایل ته دا ډول زنګونه ور واچوي، چي د هغه اورېدل مشروعیت ولري او هغه هم پداسي کچه وږغیږي، چي تنها دی و تلیفوني راغلي اړیکي ته متوجه کړي ، د امام د پاره هم دا لازمه ده، چي کله ناکله مقتدیان د موبایل و بندولو ته متوجه کړي، خو پر دې سربېره که کله د یو چا هېر شي موبایل بند نه کړي، پر لمانځه ولاړ وي او زنګ ورته راشي نو بیا دی کولای شي، چي په یوه لاس موبایل بند کړي، د موبایل د بندولو لپاره دي په سلام ګرځولو لمونځ نه باطلوي او نه دې همداسي پرېږدي، چي دی پر لمانځه ولاړ وي او موبایل یې زنګ وهي .

په یوه لاس د موبایل په بندولو لمونځ نه فاسد ېږی، ځکه دا ډول کار په عمل قلیل کي راځي او بل داچي د موبایل په زنګ نه یوازي د سړي خپل لمونځ اخلال او خرابېږي بلکي د نورو لمونځ کونکو لمونځونه هم په اخلالېږي او د ټولو اورېدونکو پام او توجه د لمانځه څخه اړوي، د خپل لمانځه او د نورو د لمونځونو د اخلال مخه نیول د لمانځه په اصلاح کي راځي، د لمانځه اصلاح هم باید په عمل قلیل وشي خو بیا هم د لمانځه د اصلاح ځیني دا ډول جزيي هم رانقل شوي دي، چي د لمانځه د اصلاح لپاره د عمل کثیر یعني ډېر کار کول هم جایز ګڼل شوي دي ، د مسئلې د ښه روښانتیا  لپاره به مسئله نوره هم تشریح کړو په الدر المختار کي وایي : ( وَ ) يُفْسِدُهَا ( كُلُّ عَمَلٍ كَثِيرٍ ) لَيْسَ مِنْ أَعْمَالِهَا وَلَا لِإِصْلَاحِهَا ، وَفِيهِ أَقْوَالٌ خَمْسَةٌ أَصَحُّهَا ( مَا لَا يَشُكُّ ) بِسَبَبِهِ ( النَّاظِرُ ) مِنْ بَعِيدٍ ( فِي فَاعِلِهِ أَنَّهُ لَيْسَ فِيهَا ) وَإِنْ شَكَّ أَنَّهُ فِيهَا أَمْ لَا فَقَلِيلٌ .

ژباړه : عمل کثیر لمونځ فاسدوي خو داسي عمل کثیر، چی د لمانځه د کارونو څخه نه وی او نه د لمانځه د اصلاح لپاره وي د عمل کثیر په پېژندنه کي پنځه ویناوي دي تر ټولو ډېره صحیح وینا دا ده چي د لیري ځای څخه لیدونکي یې د همدې کار لکبله د لمانځه په نه کولو کي شک و نه لري یعني په لمانځه کي که څوک عمل کثير يعني ډېر کار وکړي او دا عمل نه د لمانځه د کارونو  څخه وي او نه  د لمانځه د اصلاح لپاره وي نو په هغه لمونځ فاسدېږي او که دا عمل کثير يعني ډېر کار د لمانځه د کارونو څخه وي مثلاً زایده رکوع، سجده یا پوره رکعت وکړي نو بیا یې لمونځ نه فاسدېږي، همدا راز که دا ډېر کار د لمانځه د اصلاح د پاره وي نو په هغه هم لمونځ نه فاسدېږي مثلاً سړى په لمانځه کي ولاړ وي بې اودسه شي نو دی کولای شي چي لمونځ پر همدې ځای پرېږدي، ولاړ شي اودس تازه کړي او تر کومه ځایه، چي یې لمونځ کړی ؤ د هغه ځای څخه لمونځ پسي پوره کړي ، دا د مسجد څخه دباندي راوتل تګ او راتګ کول د ضرورت په وخت کي اوبه راکښل په ښکاره ډول عمل کثیر دی خو داچي د لمانځه د اصلاح لپاره دي نو لمونځ نه په فاسديږي خو د اصلاحي عمل څخه ماسېوا که بل ډېر کار وکړي بیا یې لمونځ فاسديږي .

      د عمل کثیر او عمل قلیل د پېژندي مشهوري درې ویناوي دي چي یوه مخته ذکر شول، بل داچي که په دوو لاسونو کول کېدی نوهغه عمل کثیر دي او که په یوه لاس کېدی نو هغه عمل قلیل دی ، او دریمه مشهوره وینا داده، کوم کس چي ددې مسئلې سره مخ دی د هغه خپل نظر معتبر دی که هغه عمل کثیر باله لمونځ یې په فاسدیږي او که هغه لږ عمل باله لمونځ یې نه په فاسدېږي . په مبسوط کي وایي: ( وَقَتْلُ الْحَيَّةَ وَالْعَقْرَبِ فِي الصَّلَاةِ لَا يُفْسِدُهَا ) لِقَوْلِهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ : { اُقْتُلُوا الْأَسْوَدَيْنِ ، وَلَوْ كُنْتُمْ فِي الصَّلَاةِ } { وَلَدَغَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَقْرَبٌ فِي صَلَاتِهِ فَوَضَعَ عَلَيْهِ نَعْلَهُ وَغَمَزَهُ حَتَّى قَتَلَهُ ، فَلَمَّا فَرَغَ قَالَ : لَعَنَ اللَّهُ الْعَقْرَبَ لَا تُبَالِي نَبِيًّا وَلَا غَيْرَهُ ، أَوْ قَالَ مُصَلِّيًا وَلَا غَيْرَهُ }

 ژباړه : په لمانځه کي د مار او لړم په وژلو لمونځ نه فاسديږي، ځکه رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي : تاسو مار او لړم ووژنئ که څه هم په لمانځه کي یاست، رسول الله صلی الله علیه وسلم   په لمانځه کي ؤ لړم وخوړی، پر هغه یې څپلۍ کښېښول او پر کښې یې کښل ترڅولړم یې ووژی، د لمانځه څخه چي فارغه شو وې ویل: الله   جل جلاله دي پر لړم لعنت وکړي ځکه لړم د نبي او بل چا پروا نه کوي او یا یې داسي وویل، چي لړم د لمونځ کونکی او نه لمونخ کونکی پروا نه کوي وَلِأَنَّهُ رَخَّصَ لِلْمُصَلِّي أَنْ يَدْرَأَ عَنْ نَفْسِهِ مَا يَشْغَلُهُ عَنْ صَلَاتِهِ ، وَهَذَا مِنْ جُمْلَةِ ذَاكَ د مار او لړم د وژلو بل دلیل دادی، چي لمونځ کونکي ته اجازه ورکول شوې ده، چي هر شئ چي دی د لمانځه څخه مشغولوي هغه د ځان څخه دفع کړي او د مار او لړم وژل هم د همدې جملې څخه دي.  وَقِيلَ : هَذَا إذَا أَمْكَنَهُ قَتْلُ الْحَيَّةِ بِضَرْبَةٍ وَاحِدَةٍ كَمَا فَعَلَهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي الْعَقْرَبِ ، فَأَمَّا إذَا احْتَاجَ إلَى مُعَالَجَةٍ وَضَرَبَاتٍ فَلْيَسْتَقْبِلْ الصَّلَاةَ كَمَا لَوْ قَاتَلَ إنْسَانًا فِي صَلَاتِهِ ؛ لِأَنَّ هَذَا عَمَلٌ كَثِيرٌ ، او داسي هم ویل شوي دي، چي د مار او لړم وژل هلته جواز لري، چي په یو ځلي وهلو یې ووژني لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم   چي د لړم په وژلو کي وکړه خو که وژل یې و ډېر کار او څو ځلو وهلو ته اړتیا پیدا کړي نو لمونځ دي د سر څخه راوګرځوي لکه څه ډول چي په لمانځه کي د یو انسان سره په جنګ کولو لمونځ د سر څخه راګرځول کېږي ، ځکه دا ډېر عمل دی .

وَالْأَظْهَرُ أَنَّ الْكُلَّ سَوَاءٌ فِيهِ ؛ لِأَنَّ هَذَا عَمَلٌ رُخِّصَ فِيهِ لِلْمُصَلِّي فَهُوَ كَالْمَشْيِ بَعْدَ الْحَدَثِ وَالِاسْتِقَاءِ مِنْ الْبِئْرِ وَالتَّوَضُّؤِ .
 او د نبي عليه السلام د وینا له مخي تر ټولو ښکاره خبره دا ده، چی د مار او لړم په وژلو کي د لږ او ډېر کار حکم برابر او یو شان دی یعني لمونځ نه په فاسديږي .
نو د همدې دلایلو پر بنسټ، چي څوک پر لمانځه ولاړ وي او زنګ ورته راشي په همدې لمانځه کي د موبایل بندول په یوه لاس البته دا هم د احتیاطي قول پر بنسټ جواز لري .

د تعلیم الاسلام مجلې ۵ ګڼه، د دارالافتاء څانګه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته