تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غربي نړۍ ورځنی انځور !
  غرب
  July 26, 2017
  0

 لیکنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

کفري نړۍ لکه څوني چي يې په مادي لحاظ پرمختګ کړی دی او د حقیقي دین د لارښوونو څخه يې ځان لیري کړی دی په هغه اندازه یې ټولنیز حالات مخ په خرابیدو دي.

که موږ د انټرنیټ پر مخه نړیوالي رسنۍ د یوې اونۍ لپاره تعقیب کړو نو به راته معلومه سي چي کفري نړۍ په خپل داخلي ټولنیز ژوند کي د څومره وحشت سره مخ کي دي.

را به څو د یوې میاشتي په جریان کي به ترسره سوي جرایم او وحشتونه واور:

- په امریکا کي یوې مور خپل ۴ ماشومان او خپل خاوند قتل کړی او د محکمې په وړاندي یې د خوشحالۍ اظهار هم وکړی. (۲۰۱۷/جولای/۶)

 
- په امریکا کي یوې ښځي ۱۶ کلن ځوان د اسلحې په زور اختطاف کړی. (۲۰۱۷/جولای/۷)
 
د امریکا په شیکاګو ایالت کي یو ۶ یا ۸ کلن هلک په سپینه ورځ د مسلحانه غلا وکړل. (۲۱۷/جولای/۹)
 
 
- په ایل سلوادور هیواد کي یوه ۱۹ کلنه انجلۍ چي جنسي تیری ورباندي سوی وو، د ماشوم د نقصانولو په وجه په ۳۰ کاله بند محکومه سول. (۲۱۷/جولای/۹)
 
 
- په امریکا کي یوې ۱۵ کلني انجلۍ خپله مور په توپنچه قتل کړل او بیا يې پر فیسبوک لیکلي وه چي (ته زما نژدې ملګرې یې) او بیا یې خپل کور ته اور هم اچولی وو څو دا قتل پټ کړي. (۲۱۷/جون/۱۳)
 
- په امریکا کي یوه ۷۲ کلن سپین ږیري خپله ۲۸ کلنه میرمن په توپنچه ووژل (۲۰۱۷/جولای/۲۸ ډېلي مېل)
 
غربي ټولنه د وحشت څخه کړیږي او دا يې د ژوند ورځنی انځور دی. 
 
دا فقط یو څو مختصر واقعات وه چي زما تر نظر تیر سوه ، که نه د دوی په قول تر دې زیات واقعات رامنځ ته کیږي خو د پولیسو څخه پټ پاته وي. دا ډول نور جرایم هم وه خو هغه دومره د وحشته ډک وه چي نشرول يې مناسب نه وه، 
 
مسلمانان باید پر خپل اسلام او ایمان لرلو شکر وکړي، هیڅکله د کفارو څخه متاثره نه سي، د اسلام د زده کولو او عملي کولو کلک هوډ پیدا کړي، او همدغه مبارک دین تر نړیوالو ورسوي ځکه که چیري موږ دا مبارک دین تر نورو ونه رسوو نو بیا به هغوی خپل کفر او کفري تهذیب تر موږ پوري رارسوي چي بیا به يې علاج کول مشکل وي.
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته