تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره. (۷)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 26, 2023
  0

لیکوال : مولانا محمد عبدالقوي صاحب
ژباړن: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره
( اوهمه برخه) 

د ناحقه وژني، فتنې او د فساد د مشر عذاب


عن ابن سعید الخدری رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ان الله جز النار سبعین جزء تسعة و ستون للآمر وجزء للقاتل وحسبه (رواه الطبرانی مجمع ازوائد: جلد ۷)


ژباړه: د حضرت ابن سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بېشکه الله جل شانه اور اویا (۷۰) برخي کړی دئ، نهه شپېته (۶۹) برخي د آمر لپاره او یوه برخه د قاتل لپاره او دا یوه برخه دده لپاره بس ده. 


دا حدیث د هغو خلکو په هکله دئ، چي د خپلو شخصي اهدافو لپاره په مسلمانانو ویني تویوي یا د وژنو سبب ګرځي. د حشر په ورځ به تر قتل کوونکي د هغه چا عذاب ‌ډېر وي، چي نور خلک و قتل کولو او ویني تویولو ته هڅوي. 


د مقتول (وژل سوی) لپاره انصاف 


 قَالَ جُنْدَبٌ رضي الله عنه: حَدَّثَنِي فُلانٌ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: يَجِيءُ الْمَقْتُولُ بِقَاتِلِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَيَقُولُ يَا رَبِّ سَلْ هَذَا فِيمَ قَتَلَنِي 


ژباړه: د رسول صلی الله علیه وسلم څخه روایت دئ: د قیامت په ورځ به مقتول د قاتل سره راسي، مقتول به ووایي: ای ربه! دغه قاتل وپوښته ولي ئې زه ووژلم؟


یعني د قیامت په ورځ به د مقتول لاس او د قاتل ګرېوان وي (د محشر په ورځ به قاتل د مقتول د وژلو جواب ورکوي. د کوم مال، سلطنت او دولت لپاره، چي قاتل وژنه ئې کړې وه، هغه به ئې هیڅ هم په درد و نه خوري، نه به هغه مال ګټه ور ورسوي، نه سلطنت او نه هم دولت، بلکي هغه څه چي ئې په ناحقه لاس ته راوړي وي، هغه به ئې د ځان په تاوان سي.)


ویني تویول (وژنه) کفر دئ


أَنَّ النَّبِيّ صلى الله عليه وسلم قَال سِبَابُ الْمُسْلِم فُسُوقٌ وَقِتالُهُ كُفْرٌ. متفق عليه


ژباړه: نبي کریم صل الله علیه وسلم فرمایي: و مسلمان ته ښکنځل کول فسق دئ او (ناحقه) وژل ئې کفر دئ. 


مطلب داچي، مسلمان دومره معظم او محترم دئ، چي ناحقه ښکنځل ورته کول ئې فسق او فجور دئ اووژنه ئې کفر دئ. د جاهلیت په زمانه کي د انسان قدر او اهمیت نه وو، نو ځکه به ئې یو او بل ته ناحقه ښکنځل کول او یو او بل به ئې وژل. کله چي د اسلام مبارک دین راغلی، نو دا هرڅه له منځه ولاړل، ځکه رسول الله فرمایي: چي په ناحقه وژنه او ښکنځل مه کوئ، ترڅو یو ځل بیا د جاهلیت و زمانې ته ور و نه ګرځئ.


که چیري مسلمانان د کفارو اعمال شروع کړي، نو لوی تاوان به ئې کړی وي. 


ویني تویول کفر دئ


عن ابن عمر رضی الله عنه انه سمیع النبي صل الله علیه وسلم یقول: لاَ تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ ( بخاری و ترمذی)


ژباړه: د ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: تر ما وروسته د یو او بل په وژلو سره و کفر ته بېرته مه ګرځئ.


یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کي د مسلمانانو په خپل منځ کي د ویني تویول کفر بللی دئ. ویني تویونکي، په هغه کي ونډه اخیستونکي او د هغه تائیدکوونکي او ملاتړ کوونکي باید خپل د پایلي په هکله فکر وکړي.


د فتنو څخه هوښیار اوسیدل


عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ: بَادِرُوا بِالأَعْمَالِ فِتَنا كَقِطَعِ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ. يُصْبِحُ الرَّجُلُ فِيْهَا مُؤْمِناً وَيُمْسِي كَافِراً. أَوْ يُمْسِي مُؤْمِناً وَيُصْبِحُ كَافِراً. يَبِيعُ دِينَهُ بِعَرَضٍ مِنَ الدُّنْيَا


ژباړه: د ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول صلی الله علیه وسلم و فرمایل: د فتنو تر را ښکاره کېدو مخکي په نیکو اعمالو کي تلوار وکړی، دغه فتنې به د توري تیارې د ټوټو په شکل را ښکاره سي (دې وخت کي به د ایمان خطره وي)، یو سړی به سهار مؤمن وي، خو ماښام کي به کافر وي، یو سړی به ماښام مؤمن وي، خو سهار به کافر وي، خپل دین به د دنیا په یو معمولي سامان خرڅوي.


معنی داچي، په نیک او ښه کار کي باید ټینګار وسي، څومره چي ئې په توان پوره وي هغه وکړي، ځکه دا چاته معلومه نه ده، چي فتنې کله را څرګندي سي او دا هم نه ده معلومه چي د فتنو په وخت کي به د صالح عمل وخت پیدا سي او که نه؟


تر ټولو لویه فتنه خو داده، چي د انسان دین برباد سي او دا تر ټولو خطرناکه فتنه ده. نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: 


اللَّهُمَّ اَتَجْعَلْ مُصِيبَتَنَا فِي دِينِنَا


یا الله موږ په دیني فتنه مه اخته کوه، ځکه که دین ته تاوان ورسيږي، نو اخرت هم خرابیږي


د ویني تویولو (وژنو) وړاندوینه


عنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ ، لَا تَذْهَبُ الدُّنْيَا حَتَّى يَأْتِيَ عَلَى النَّاسِ يَوْمٌ لَا يَدْرِي الْقَاتِلُ فِيمَ قَتَلَ ، وَلَا الْمَقْتُولُ فِيمَ قُتِلَ ، فَقِيلَ : كَيْفَ يَكُونُ ذَلِكَ ؟ قَالَ : الْهَرْجُ ، الْقَاتِلُ وَالْمَقْتُولُ فِي النَّارِ (رواه مسلم)


ژباړه: د حضرت ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په هغه ذات دي قسم وي، د چا په واک کي چي زما روح دئ، دنیا به تر هغو فنا نه سي، ترڅو داسي وخت را نه سي، چي په هغه کي به قاتل ته دا نه وي معلومه چي هغه مقتول ولي قتل کړ او مقتول ته به دا نه وي معلومه چي قاتل ولي قتل کړم. یو چا پوښتنه وکړه چي داسي به څنګه وي؟ رسول صلی الله علیه وسلم و فرمایل: هرج (یعني د فتني په سبب) به دواړه قاتل او مقتول و دوږخ ته ځي. 


مطلب، وایي فتنې به دومره عامي سي، چي خلک به د حق او باطل ترمنځ توپیر نه سي کولای او د زړه او دماغ څخه به د انسان د وژلو حرمت ووځي، ضعف به دومره عام سي، چي مقتول به مظلوم معلوميږي خو هغه به هم په دې خپل ځان کي لوی ظالم وي، ځکه چي مقتول هم د قاتل وژل غوښت. قاتل او مقتول به دواړه دوږخ ته ځي.


عن عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: إِنَّهَا سَتَكُونُ فِتْنَةٌ تَسْتَنْظِفُ الْعَرَبَ قَتْلاَهَا فِى النَّارِ اللِّسَانُ فِيهَا أَشَدُّ مِنْ وَقْعِ السَّيْفِ. رواه الترمذي (۲۱۷۸) وأبو داود (۴۲۶۵ ) وابن ماجه ( ۳۹۶۷ )


ژباړه: عبدالله بن عمرو رضی الله عنه فرمایي: چي رسول صلی الله علیه وسلم و فرمایل: چي ژر به فتنه، عرب داسي را ګیر کړي، چي مقتول به دوږخ ته ځي او په دغه فتنه کي د زبان درازۍ فتنه (بد رد ویل، عیب ویل او عیب لګول) تر توري چلولو سخته وي.


یعني، په عربو کي به فتنه دومره عامه سي، چي بغیر له کوم دیني مقصد څخه به، یوازي د اقتدار، دولت او سلطنت لپاره یو د بل په وړاندي په لیکه کي ودرېږي. د شخصي او ذاتي غرضونو، خواهشاتو او غوښتنو به ړانده کړي وي. یو او بل ته به ځاني او مالي تاوانونه رسوي، وینه به ئې تویوي او وژني به ئې. په دې هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم په واضح ډول فرمایلي: چي هغه به دوږخ ته ځي، نو احتیاط کول پکار دئ، په خاص ډول ئې د ژبي د ساتني حکم کړی دئ. ځکه له ژبي څخه معمولي خبري وځي، خلک و هغو خبرو ته هوا ورکوي او په یو لوی جنګ پای ته رسيږي. 


د داسي فتنو په وخت کي که یو څوک ونډه نه اخلي او بل څوک ئې مړ کړي، نو بیا شهید دئ.


نوربیا... 


مأخذ: د "بې امنیتي او وژني"  کتاب څخه

 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته