تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي په زهرو لړل سوى پُسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 7, 2021
  0


سیرت نبوي (۲۲۹برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په زهرو لړل سوى پُسه

 

اوس د خيبر جنګ خلاص سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خيبر پر شا وخوا خېمې درولي دي چي د يهودو څخه يوه ښځه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله چي نوم يې زينب بنت الحارث ؤ او د سلام بن مشکم ښځه وه، هغه سلام چي د  صعب بن زبير په قلا کي و وژل سو او دغه زينب د مرحب پهلوان ورېره وه، دغه ښځه راغله ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  تا کولاى سواى چي د هغه عهد او اتفاق په اساس (چي که سره يا سپين زر پيدا سوه بيا نو ټول يهود وژل کيږي) موږ ټول يهود و وژنې ځکه موږ خيانت کړى ؤ خو تا موږ ته عفوه وکړه، نو ما تا ته يوه مېلمستيا جوړه کړې ده چي دا د هغه شکر دى چي تا موږ نه و وژلو، نو يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته خواړه راوړل چي هغه کباب سوى پُسه ؤ او په زهرو لړل سوى ؤ، ښځي د مخه پوښتنه کړې وه.

 

چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په پُسه کي د کوم ځای غوښي خوښي دي؟ په جواب کي ورته ويل سوي وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اوږې غوښي خوښي دي (چي موږ وزر  ورته وايو) نو دې د دغه پُسه په وزرکي ډير زهر اچولي وه دغه په زهرو لړل سوى پُسه يې ورته را وړى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  او اصحاب کرام کښېنستل چي دغه پُسه و خوري، رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه ګوله يا لقمه واخستل په خوله کي يې کښېښوول چي وې خوري صحابۀ کرامو هم په خوړلو شروع وکړه، اول نفر چي ګوله يا لقمه يې تېره کړه هغه بِشر بن البراء بن معرور رضی الله عنه  ؤ، هغه دغه ګوله تېره کړل مګر نورو اصحاب کرامو هغه اوله ګوله چي يې په خوله کي وه هغه یې ژوول، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ږغ پر وکړی: خوړل بس کړی! رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه خپله ژوولې ګوله تو کړه، البته ډيره لږ ټوټه تېره سوې وه، نو ويل: خورک پرېږدى او د خولې خواړه مو تو کړی، صحابۀ کرامو و ويل: يا رسولَ الله! څه پېښه ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دغه پُسه را ته وايي: ښه متوجه سی (حلال سوى او کباب سوى پُسه خبري کوي) ويل: دغه پُسه را ته وايي: ما  مه خوره زه په  زهرو لړل سوى يم.


 دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  معجزه وه حلال سوى او کباب سوى پُسه خبري ورته کوي او په حال يې خبروي چي ما مه خوره زه په زهرو لړل سوى يم، بيا يې هغه ښځه را وغوښتل ويل: ولي دي دا کار وکړی؟ هغې ويل: ما د ځان سره و ويل: که دغه سړئ پاچا ؤ خو موږ به ځني فارغه سو او که نبي ؤ الله جل جلاله  به يې په حال خبرکړي، په اول کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دغي ښځي ته عفوه وکړه، خو بِشر رضی الله عنه  د دغو زهرو د خوړلو په سبب په اول کي شَل سو او بيا څه موده وروسته وفات سو، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه ښځه د بِشر رضی الله عنه  په قصاص کي و وژل او په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم  پاته ټول عمر د دغو زهرو څخه تکليف ليدى، همېشه به څه موده ترمنځ د دغه زهرو په سبب درد ورته پېښېدى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  به ويل: » مَازِلتُ اَجِدُ مِنَ الأکلِ التي أکَلتُ مِنَ الشّاةِ يَومَ خيبر« يعني: همېشه د هغه پُسه د خوړلو څخه چي ما د خيبر په ورځ و خوړى درد حسوم،او بل هغه حديث شريف چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د رحلت په مريضي کي و فرمايل:«فَهذا اْوَانُ اِنقِطاعِ الأبهَرِ مِني»

 

يعني: دا هغه وخت دى چي زما اَبهر قطعه کيږي، اَبهر هغه رګ  يا شريان دى چي د زړه وينه پکښي تېريږي، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د رحلت په وخت کي د زړه رګ د هغو زهرو د خوړلو په سبب پرې يا قطعه سو چي  په خيبرکي يې خوړلي وه.


ډير علماء کرام وايي: دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  شهادت دى، دئ صلی الله علیه وسلم  دغه د خيبر د زهرو په واسطه شهيد وفات سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  لره ټول صفتونه پوره وه حتّْی شهيد هم دى. 


اوس نو د خيبر جنګ او غزاء په پوره ډول د هره اړخه پاى ته ورسېدل. 
په خيبرکي د مسلمانانو د شهيدانو شمېر (16) نفره دى، رضى الله تعالْى عنهم اجمعين او د يهودو د وژل سوو کسانو شمېر (93) نفره دى. 
کوم وخت چي د خيبر ټول جنګ خلاص سو که ګوري د سپرو يوه ډله را رهي ده چي دا د مسلمانانو هغه مهاجرين وه چي حبشې ته تللي وه او اوس بيرته راغله ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  عمرو بن اُميه الضُمري رضی الله عنه  ور لېږلى ؤ چي بيرته راسى، دوى هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د امره سره سم د حبشې څخه را رهي سوه او مدينې منورې ته ورسېدل، هلته يې و ليدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مدينې منورې څخه د خيبر د فتحه کولو دپاره تللى دى نو دوى هم پسي ور رهي سوه چي د خيبر په فتحه کولو کي ګډون وکړي،  مګر خيبر ته په داسي وخت كي ور ورسېدل چي خيبر فتحه سوى ؤ او اوس چي يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره وليدل هغه صلی الله علیه وسلم  ډير په خوشاله سو او وې فرمايل: «واللهِ مَا اَدري بِاَيِّهما اَسَر، بِفَتحِ خيبر اَم بِقُدومِ جعفر»

 

يعني: والله نه پوهېږم چي په کوم شي خوشالي وکم؟ آيا د خيبر په فتحه سره خوشاله سم که د جعفر رضی الله عنه  په را تګ سره؟ او تاسي ته معلومه ده چي د حبشې د مهاجرو مشر جعفر بن ابي طالب رضی الله عنه  د حضرت علي رضی الله عنه  ورور او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اکا زوى ؤ، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي د غنيمتو څخه دي د حبشې و مهاجرو ته هم حصه ورکول سي، ځکه دوى په دغه نيت  خيبر ته راغله چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره په جهاد کي حصه واخلي خو دوى په داسي وخت کي خيبر ته ور ورسېدل چي خيبر فتحه سوى ؤ. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته