تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ای خوري!
 
  February 20, 2012
  0

 اې خوري !  نن که د چا لور ، خور اوترور يې خو سبابه ان شآء الله د يوچا مور يې خو دا يوڅو ضروري او لازمي خبري مي په هوښ او جوش واوره ، ځيرسه د عقل او حکمت په ترازو يې وتله  دفکر او سوچ په رڼاکې ترې پند او عبرت واخله او د يقين په روښنايي کې دګمان توري پردې ترې لري کړه .


اې خوري ! ته پوهېږې او ځان پېژنې چي ته  څوک يې د څه لپاره پيدا سوی او څنګه ژوند بايد وکړی د الله جل جلاله  او ځان پېژندني په چاپېرلاې کې سترګي و غړوه د يقين په آینه کې خپل سيرت او صورت ته ځير اوپام وکه ښه اوبد، روا  او نا روا ، ظلم  او تجاوز ، عدل او انصاف ، دوست او دښمن، نېک او بد،  ښه و پېژنه په رڼو اوله  عبرته په ډکوسترګو وګوره چي ستا د حيا او ناموس دوستان ډېر دي که  دښمنان  ستا خوا خوږي ډېر دي که بد خواهان .

اې خوري!  کفري نړۍ زيار باسي چي ستا له سره د حياپوړنی لري کړي او پرځای يې د خپلی شرمېدلي ديموکراسی تاج کښېږدي چي ستاهرڅه په کې ليلام اوبې ارزښته سي ستا بدن لوڅ  او بربنډکړي ستا ستر مات کړي اوستا اواز  د خلکوترغوږونو  ورسوي. 

اې خوري !  پام کوه ستا د سر ټکری ستا لپاره سکندري ديوال دی باخبره او هوښياره اوسه که دا ديوال دى  الله جل جلاله  مه کړه که ونړاوه نو ستا ټول ژوند او ځواک به ولوټول سي دا دېوال خوستا د حرم  او حيا ساتونکی  ستا د عفت  نګهبان او ستا د ناموس  محافظ دی .

دا ستالپاره هم په ظاهري او هم په باطني ډول د ډېرقيمت او ارزښت لرونکی دی دې ته په سپک اوټيت نظر  و نه ګورې ځکه چي دا ستا د همت  تاج  د عزت  نښه  او د اسلامې کلتور نه  ماتېدونکی برج دی .
اې خوري!  پام کوه ديوې با ارزښته مرغلرې حيثيت لرې الله  جل جلاله  مه کړه که ستا حياء او ناموس په قصدي او لاشعوري ډول له لاسه ووځې بيا به ستا قيمت او ارزښت  د دښتي او بيابان له کاڼوڅخه هم کم او ټيټ وي بيابه ټول عمر د يو صافي حيثيت لرې چي څوک به لوښي درباندې صفاکوي. 

 اې خوري !  دا حجاب او په هغه پورې اړوند آداب ستا د حرم ساتونکي د حيا او ناموس محافظ او ستا د عزت  او  سرلوړی ضامن دي دا هغه لوی او نه ماتېدونکی حصار دی چي ستا د ژوندهرڅه پکي خوندي اوساتلي دي ، تاله هر مضر انسان نه ساتي ستا د نن او سبا ډېر رازونه  او عذرونه يې پټ  او محفوظ ساتلي ته يې د غيرت  او شرافت په معنادارو لفظونو کې پوښلې يې . دښمنان غواړي ستا د حرم کلۍ له همدې لاری لاس ته راوړي.  د عزت دښمنان اول ستاله سره دحيا پوړنی لري کوي او بيا ستا ښکلا او حيا ليلاموي دا وحشيان ستا سباته نه ګوري د دوی ستا د نن سره کار دی فقط ديوه ګړۍ لذت اوخوشحالۍ لپاره ستا ټول ژوند برباد وي او ستا د يوی خولې خندا لپاره تاته ټول عمر  وېر ، ژړا  اوفرياد  درکوي .
 

 
اې خوري !  دا هغه شرمېدلي مکاران دي چي د ميني د شربت په نامه تاته د ابدي نيستی او ذلت زهر درکوي د دوی په کتاب کي د رحم اوکرم ټکی نسته دوی د عزتونو لوټماران دي ستا مظلوميت او محروميت ته نه ګوري فقط ديوې لحظې لذت مزې اوخوشحالۍ لپاره ستا له ژوند او بقاء سره لوبي کوي دا شرمښان ستالپاره بار اچوي چي بيايې ته تنها وګرځوی دتندي تور اونه پاکېدونکی داغ درته پاتي سي د پېغورونو دکتاب لړی شروع سي ته هر چيري خواره ، ذليله ، دحسرت  او  نا امېدی تر  او ښکو لاندې د پټو فريادونو په اور  وسوځي .
 

 

اې خوري !  داخلک د یوه انسان د حیاء قاتلان نه دی بلکه دا د يوه پاخه امت او سرلوړی ملت لوڼي بې عفته کوي د شهوت  او فحشآ اډې جوړوي بې غيرتي رواجوي او  د انسان کرامت  او بشرې نزاکت له بېخه باسي دا ځنګلي ژوندکوي او د هر چا لپاره د ځنګل قانون خوښوي دوی د هر معنادار لفظ څخه يو بې معنالفظ جوړوي لکه څنګه چي د انسانانو د حيا او آبرو غله دی همداسې با ايمانه  او غيرتي قومونه د نيستی  او بربادی  ابدي کندې ته  غورځوي .

 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۶ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته