تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علمانیت د خپراوي وسائل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 28, 2019
  0

ژباړه او ټولونه: اسد الله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۱-۷: د صحيح اسلامي فکر غيابت
د علمانيت د انتشار يو عمده عامل د ساحې څخه د صحيح اسلامي فکر غيابت وو، قرآن کريم او احاديث موجود وه، خو د مسلمانانو انحطاط او د هغو حقاني علماوو کموالی چي د رسالت وظيفه ورسپارل سوې وه ددې سبب سول، چي د سیکولريستانو لخوا پر اسلام د اعتراضاتو په کولو او مادي تفوق په درلودلو سره د علمانيت لمنه پراخه او اسلامي نړۍ ته وغځيږي. د حق اواز د مختلفو اسبابو له امله ضعيف کړل سو، د ډېرو سيکولر کتابونو لخوا پر اسلام باندي زهرجن انتقادات وسول، او هغه ئې د پرمختګ او... مخه نيوونکی وباله. 

 

۲- اسلامي نړۍ ته د علمانيت د انتقال اسباب او عوامل
که څه هم د حق او باطل تر منځ کشمکش د آدم عليه السلام او شيطان عليه اللعنه د دښمنۍ څخه راپيل سوی دی او تر ټولو لوی عامل ئې په نړۍ او خاصتا اسلامي ممالکو کښي د آدم عليه السلام د اولادې سره د شيطان دښمني ده، خو دا ويلای سو، چي په منظم ډول د اسلامي نړۍ سره د علمانيت شخړه په وروستيو دوو پېړيو کي خپل اوج ته ورسېدله، په اول کي له ډېرو کوښښونو سره سره د شيطان د پيروان هڅي ناکامه وې، خو د شلمې ميلادي پېړي په اوايلو کي پر دې بريالي سول، چي د خلافت په سقوط سره دا شومه پديده اسلامي نړۍ ته را انتقال کړي.

 

په اسلامي نړۍ کي د علمانيت د انتقال او خپراوي وسائل ډېر زيات دي، چي مهم ئې په لاندي ډول بيانولای سو:

 

د علمانیت د خپراوي وسائل

 

۲-۱: د مسلمانانو انحراف
له صحيحي او مستقمي عقېدې څخه چي له کلام الله او سنت رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ئې سرچينه اخيستل مسلمانان منحرف سول، په ديني امورو ناپوهۍ، بدعاتو، خرافاتو او د نفس او هوا تابعدارۍ دې عقيدوي انحراف ته لا ښه لاره هواره کړل.

 

۲-۲: غربي استعمار
د تاريخ په جريان کي د کفارو له خوا په وار- وار په خپل ټول توان سره هڅه سوېده، چي پر مسلمانانو باندي د نظامي تفوق له لاري خپل شيطاني او طاغوتي برلاسي راولي، خو هغه مهال چي، مسلمانانو پر خپل دين منګولي ښخي کړي وې، د جهاد سپېڅلې لار او د اعلاء کلمة الله سپيڅلی هدف ئې تعقيب کړی وو، د دوی د غه ټولي دسيسې او حملات ئې نه يوازي دا چي شنډ کړي وه، بلکي د نوک جواب ئې په سوک ورکړی وو، او د اسلام ټول دښمنان ئې په غارونو ننه ايستلې وه.

 

څه مهال چي مسلمانانو له خپل اصلي هدفه مخ واړاوه، دنيا ته ئې پر دين تر جيح ورکړل، بدعات خرافات، بې اتفاقۍ او نور مهلک امراض پکښي پيدا سول، جهاد، چي د مسلمانانو عزت بلل کېده پرېښودل سو نو د دوی هغه اصلي دښمنان نه يوازي دا چي دلاوره سول، بلکي په عملي توګه ئې پر مسلمانانو له هر لوري هجوم وروړ او د دوو نړيوالو جګړو په جريان کي چي غرب ئې رهبري په غاړه درلوده، د مسلمانانو څخه د کلونو- کلونو انتقام واخيست او اسلامي نړۍ د استعمار په منګولو کي د مختلفو طاغوتانو له خوا په خپل منځ کي سره ووېشل سول.

 

د غربي استعمار لخوا هغه مهم وسائل چي د مسلمانانو د محاربې لپاره په کار واچول سول په لاندي ډول دي:

 

غربي ثقافت په پراخه کچه خپرول، او د اسلامي کلتور او تمدن سپکول.
د تبشير عيسوي روزنځايونه هڅول او داسي تګلاري وضع کول، چي د مسلمانانو اولاد او نوی نسل له اسلامي مدارسو څخه مخ توري سي، چي په دې کي کاميابه هم سول.

 

منحرفي طائفې هڅول، چي د اسلام په نوم داسي تحريفي عقايد خپاره کړي، چي اساس ئې کفر او الحاد وي، تر څو وروسته په اسانۍ ورباندي خپله مفکوره وتپي او مسلمانان په داخل کي سره ووهي. دا هغه خطرناکه اسلحه ده، چي د اسلام پر ضد باندي د غربي استعمار لخوا استعمال کړل سول.

 

په اکثره عربي او اسلامي هيوادونو کی د قرآني او عربي ژبي پرځای انګريزي ژبي رسمي ژبه ګرځول، ترڅو ځوانان په داسي ژبه باندي خپل وخت مصرف کړي، چي د دوی د دښمن او استعمار ژبه ده، او د خپل ژبي د له منځه وړلو او هیرولو په قيمت ورته تمامېږي، ددې سلاح او وسيلې په استعمال سره مسلمانان له اسلامي تاريخ، تمدن او پراخو علمي ذخايرو څخه محروم وګرځېدل، د قرآن او حدیث د محبت پر ځای ئې د هغه سره واټن پيدا سو، په مقابل کي ئې فکري او سيکولري منابعو ته، چي په انګريزي ژبو دي لاس رسی پيدا سو او د هغو د خپراوي او منلو په هڅه کی سوه.(۷: ص:۱:۴۱)

 

غرب چي له کومي ورځي پر اسلامی خاوره خپل قدمونه ايښي دی، له هماغه راهيسې ئې له مختلفو لارو د علمانيت او په مسلمانانو کي د بې دينی د خپرولو لپاره کار اخيستی دی، چي ځيني مهم وسائيل او د نشر ډګرونه ئې په لاندي ډول دي:

 

۲-۲-۱: تعليم او تربيه
لكه څرنګه چى د ټولني د شاتګ او ماتي لامل د تعليم او تربيې پريښودل دي همداسي د هري ټولني د هيلو پوره كيدو يواځنۍ لاره تعليم او تربيه ده.

 

تعليم د يوه ملت د شخصيت معيار دى، تربيه د ټولني د ميړنيو او زړورو مفكرينو د سرتاج دى. همدا لامل دى چى په نړۍ كي سيكلوريزم خپل ټول تاكتيكونه و تعليم او تربيې ته بيل كړي دي تر څو په پوره زور سره يې د مسخر كولو په موخه د نړۍ د تعليم او تربيې ملتونه په خپل لاس كي واخلي او ددې پروسې د لاري وكولاى سي د راتلونكي نسل تربيه وكړي له بده مرغه په نړۍ كي په ډيرو اسلامى هيوادونو كى دا كار سوى دى او په ډول، ډول رنګونو او بڼو پلى سوى دى. په دې ځاى كي ئي څو شكلونه په لنډ ډول بيانوم:

 

(۱): د دیني اصولو او احکامو خلاف زده کړو ته خلګ تشويقول. 
(۲): دديني زدکړو په طالبانو پسخند وهل او په ټولنه كي یې رول را كمول. 
(۳) د هلکانو او نجونو ګډ تعليم. 
(۴) پر ديني مدارسو باندي تنګي جوړول. 
(۵) د سيكولريزم د نظرياتو مطابق د ترقۍ او ودي په نامه يو مضمون په تعليمي نصاب كي زياتول. 
(۶) د خارجي مكاتبو او پوهنځيو جوړول او تعلیمي نظام ټول د دوی تر ولکې لاندي چلول.
(۷) د پر مختګ په بهانه د اسلامي نصاب تغير.
(۸) پر ديني زده کړو مادي او معنوي انحصار راوستل.
(۹) مسلماناني ښځي د بورسونو په پلمه په غير اسلامي هيوادونو کي د زده کړو د حاصلولو لپاره هڅول.
(۱۰) په تعلیمي ماحول کي متعلمینو ته د خپل هیواد د علماؤ په اړه مخالف ذهنیت ورکول (ترڅو پدې سره همیشه د هیواد متعلمین او علماء کرام په تضاد کي اوسي او غرب اوبه خړي او خپل ماهیان ونیسي.)


ماخذ: علمانیت یا سیکولرزم

ــــــــــــــــــــــــــــــ

(۷) رحيلي، دکتور.حمود بن أحمد، العلمانية وموقف الاسلام منها، المکتبة الشامله، درېيم اصدار

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته