تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عمر رضي الله عنه مقرري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 29, 2023
  0

ژباړه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

د حضرت عمر رضي الله عنه مقرري 

 

حضرت عمر رضي الله عنه د بنو اسد قبيلې يو کس د حاکم په توګه مقرر کړ، په دغه وخت کي د حضرت عمر رضي الله عنه يو کوچنى بچى راغلى، حضرت عمر رضي الله عنه هغه مچ کړ.


نوي مقرر سوي کس حضرت عمر رضي الله عنه ته وويل، اميرالمومنينه ته کوچنيان ښکلوې، پداسي حال کي چي زما دي د الله په ذات قسم وي خپل بچيان مي ندي ښکل کړي؟!


حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: په الله قسم، چي ته په خلکو کي بيرحمه انسان يې، زموږ د دندي هغه ليک بيرته راکړه، په ژوند به دي پر هيڅ کار ونه ګمارم، هغه عهده ئې ځني واخسته.


او ورته وې ويل:  ته چي پر خپلو اولادونو رحم نلرې، نو پر اولس به څه رحم وکړې.


کنزالعمال، جلد ۵، صفحه ۷۶۷، رقم ۱۴۳۲۶


 المنهج السلوک في سياسة الملوک ص ۳۰۲  الوصف الثامن الرافة. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته