تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د جمعې د لمانځه د پرېښودلو عذاب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 16, 2023
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د جمعې د لمانځه د پرېښودلو عذاب


ابْنُ عَبَّاسٍ، وَابْنُ عُمَرَ, أَنَّهُمَا سَمِعَا النَّبِيَّ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ يَقُولُ عَلَى أَعْوَادِهِ: لَيَنْتَهِيَنَّ أَقْوَامٌ عَنْ وَدْعِهِمُ الْجَمَاعَاتِ، أَوْ لَيَخْتِمَنَّ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ، ثُمَّ لَيَكُونُنَّ مِنَ الْغَافِلِينَ.[سنن ابن ماجه۷۹۴]


ژباړه: عبدالله ابن عباس او عبدالله ابن عمر رضي الله عنهما فرمايي: موږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چي د منبر پر زينو يې ويل: يا به خلګ د جمعې د لمانځه پرېښودل پريږدي او يا به يې الله تعالی پر زړونو پرده لګوي چي بيا به دوی ارومرو د غافلينو څخه جوړيږي.
علماء کرامو ددې حديث په تشريح کي ليکلي دي چي پدې حديث کي د عذاب ذکر کېدل د جمعې د لمانځه ارزښت او لزوم په ډاګه کوي ځکه چي پر زړونو باندي پرده او غفلت پيدا کېدل د ګناه په سبب کيږي.


پر زړونو باندي د پردې د غوړېدلو او غفلت پيدا کېدلو هدف دا دی چي ددغه انسان زړه به نور د ښو کارونو د درک څخه محروم سي او پر سمه لار د روانېدلو څخه به بې برخي سي ځکه به نو په عمل کي د ښه او بد توپير نه کوي او نيکۍ کولو ته به هيڅ لېوالتيا نلري.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته