تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غندل سوي انسانان: (۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 12, 2021
  0

غندل سوي انسانان:(دویمه برخه)


لیکنه :مولوي نورالحق مظهري /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


بل حديث کي خپل امت ته د قرآن د لوستلو توصيه کوي او فرمايي: إقرأو القرآن فإنه يأتي يوم القيامة  شفيعا لأصحابه.


يعني د قرآن تلاوت وکړئ ځکه چي قرآن د قيامت په ورځ د خپلو اصحابو او هغه چا چي په دنياکي يې ورسره اړيکه درلودل شفاعت کوي.
مسلمان ددې پرځای چي د بېکارۍ په وخت کي موسيقي واوري بايد قرآن واوري، موسيقي سره ددې چي قطعي حرامه او اورېدل يې ګناه ده، انسان ته ډېر تاوانونه لري، په خاصه توګه هغه انسانانو ته چي د هغې اورېدل يې د ژوند يوه برخه ګرځولې وي او يايې د خپل دېغيت او نا آرامۍ د ورکولو لپاره يواځنۍ وسيله جوړه کړېوي ‌لکه ځيني هغه خلګ چي موسيقي د انسان د روح غذا بولي پداسي حال کي چي موسيقي غذا نه بلکي  د روح لپاره زهر قاتل دي.


په موسيقۍ باندي د انسان زړه کلکيږي او توريږي او دا هم په صحيح حديث کي راغلي دي چي د الله پاک د رحمت څخه تر ټولو ليري زړه هغه دی چي تور اوکلک وي.


او دا معلومه خبره ده چي هيڅ مسلمان دا نه غواړي چي دده زړه دي د الله پاک د رحمت څخه ليري وسي ځکه د الله پاک د رحمت څخه ليري کېدل د مسلمان لپاره تباهي او بربادي ده په دنياکي ورته ناآرامي او رسوايي ده او په آخرت کي ورته عذاب او د الله پاک قهر دی.


په موسيقۍ باندي د انسان په عصبي سيستم کي د پام وړ ستونزي پيدا کيږي چي تر ټولو لويې ستونزي يې : د حافظې دلاسه ورکول، د نا آرامۍ او حقارت احساس کول، په عصبي سيستم کي د ويني جريان دخپل طبيعي اوعادي حالت څخه وتل چي د سرخوږۍ او تندخويۍ غوندي خطرناکي ناروغۍ ورڅخه پيدا کيږي يادولای سو. 


نو موږ بايد خپل روح په قرآن باندي مړه کړو نه په موسيقۍ او عبثو کارونو باندي.


دويم: مسلمان بايد پدې هڅه کي وسي چي قرآن په صحيح او درسته طريقه سره زده کړي، د قرآن سمه زدکړه هغه وخت شونې ده چي انسان د قرآن اړوند علوم زده کړي لکه تجويد او نور عربي علوم.


د قرآن د سمي زدکړي سره به زموږ لمونځونه هم صحيح سي او تلاوت به مو هم جوړسي.


دوام لري....... 


ماخذ : اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته