تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
چاپلوسي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 20, 2023
  0

لیکنه:  مولوي خان محمد مذهب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


چاپلوسي

 

چاپلوسي يا تملق يو داسي خصلت دی چي په ذريعه سره یې يو کس د بل کس د زر، زور، صلاحيت او يا هم نفوذ څخه د خپلو شخصي، لساني سمتي او یا هم نور موخو لپاره د اسلامي، انساني، عاطفي اخلاقي او ديانتي اصولو، نورمونو، معيارونو او پرنسيپونو خلاف د استفادې هڅه کوي.


 په نننۍ نړۍ کي د اداري، تعليمي، تحصيلي، فرهنګي او فاميلي محيطونو په شمول د ژوندانه په ډېرو برخو کي چاپلوسان يا متملقين لګيا دي او په عاميانه اصطلاح بوټپاکي کوي. 


د چاپلوسانو ځينې علايم 


الف: چاپلوس کس د مقابل اړخ هر نظر او لیدلوری سل سلنه تائيدوي آن که د ديني، کلتوري، مذهبي او اخلاقي اصولو خلاف هم وي.


ب: چاپلوس کس هڅه کوي چي د مورد نظر کس سره ځان بالکل همفکره او همنظره وښيي.


ج: چاپلوس کس هڅه کوي چي د مقابل کس يو مخالف د مخالینو څخه په نښه کړي او د مقابل کس د خوشحاله کولو لپاره يې وغندي، غيبت يې وکړي، بُهتان پرې ووايي او آن ځان يې فکري مخالف وښيي.


د: چاپلوس کس د مقابل کس لپاره يو قسم بې اجرې جاسوس بلل کيږي پدې معنی: چاپلوس هڅه کوي چي د مورد نظر کس د يو مخالف يو د مخالفت هڅه پيدا کړي او چي څومره ژر کيدای سي و مورد نظر کس ته يې د کمي او زيادت سره ورسوي.


ه: چاپلوس انسان د مقابل کس په وړاندي داسي حرکات او سکنات له ځانه ښيي چي چاپلوس نه بلکي مقابل اړخ يو اندازه خجالت پرې احساس کوي د مثال په ډول: صاحبه! زه دي داسې په خدمت کي یم لکه ستا غلام، يا هم داسي ورته وايي: لکه ستا زوی، مزدور او...


و: چاپلوس شخص و مقابل اړخ ته د مقابل اړخ له شرعي حيثيت څخه خورا زيات کاذب حيثيت ورکوي. د مثال په توګه شرعاً به مقابل اړخ د راتلو په وخت کي د ولاړېدو په استقبال نه ارزي اما متملق کس ورته ولاړېږي، مقابل اړخ به د يوې موضوع په اړه ناسم دريځ نیولی وي خو چاپلوس به يې تائيد کوي.


ز: چاپلوس شخص د مورد علاقه کس د اولادونو سره د نورو ماشومانو په نسبت په زياته اندازه  په لوبو، مسخرو، خندولو او... کي ځان مصروف ساتي او همدارنګه يې د نورو قريبانو سره د خورا ميني، صمينيت، اخلاص او خواخوږۍ کاذب تمثیل کوي.


د چاپلوس کس شرعي حيثيت په لنډ ډول په لاندي څو کرښو کي وړاندي کيږي: 


جناب نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمایلي دي: لَيْسَ مِنْ خُلُقِ الْمُؤْمِنِ اَلْتُّمَلق. رواه البيهقي.


ژباړه: چاپلوسي د مؤمن له اخلاقو څخه نده. 


همدارنګه شمس الدین القرطبي رحمه الله فرمایلي دي: رجل ملق یعطي بلسانه ما ليس في قلبه.


ژباړه: چاپلوس کس په ژبه هغه څه وايي چي په زړه کي يې نسته.( تفسير قرطبي: جـــ ۷ صـــ۱۳۲. مأخذ: چاپلوسي صــــ: ۲۵.) 

 

و چاپلوسۍ ته د کس ځينې هڅونکي لاملونه او علتونه په لاندي ډول دي: 


اول: پر ځان باندې بې اعتمادي او د ځان د کمترۍ احساس.


دوهم: وروسته پاته والی.


درېیم: ناسالمه فامیلي تربيه.  


څلورم: عدم اهليت د کار لپاره د مختلفو عواملو له خاطره لکه د ظرفيت نلرل، د کافي مهارت نلرل، د ملاتړ کونکو نلرل، د نافذه اصول په اساس د ځان واجد شرائط نه بلل او داسې نور.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته