تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا دا قسم دی(والله که دي پرېږدم)؟
 
  June 15, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : ( ٨۵۰)

نوم: مسعود
                                                        
سوال : یوڅو ورځی مخکی ما د یوه ملګری سره لفظی جنجال وسوو. او پدې جریان کی زه ډیر په قهر وم او ما داسی یوه جمله وویله . والله که دي پریږدم ،بیا یو انډیوال راته وویل څه یې کوې څه مه ورته وایه مابیا همدا جمله تکرار کړه خو وروسته د یو څو ورځو اوس ور سره خبرې کوم سوال دادی آیا زه اوس ګنهګار یم اوکه څنګه ځکه چی ما قسم اخستی وو . اوس زه باید څه وکړم  ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په ذکر سوي صورت کي تاسو د خبرو منع کولو څخه قسم نه دى خوړلى، نو دخبرو کولو په صورت کي نه ګناه سته او نه د قسم فديه په تاسو لازمه ده، البته تاسو دا ويلي دي چي ( والله کي دي پريږدم) په عرف کي ددې معنى په نفسي وهلو کي راځي(٢).

که دي وواهه نو د قسمه څخه بري او خلاص سولې او نه وهل تر هغه وخت دي چي يا ته د دنيا څخه ولاړ سې نو حانث ئې اويا هغه کس چي تا د هغه د وهلو قسم خوړلى هغه له دنيا څخه ولاړ سي نو بياهم ته حانث ئې (قسم در باندي واوښتی).
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وإن حلف ليفعلن كذا ففعله مرة واحدة بر في يمينه لأن الملتزم فعل واحد غير عين إذ المقام مقام الإثبات فيبر بأي فعل فعله وإنما يحنث بوقوع اليأس عنه وذلك بموته أو بفوت محل الفعل. (اى المحلوف عليه). الهدايه: ج٢، ص٢٠٠.
(٢):قال الحنفية: الأيمان مبنية على العرف والعادة لا على المقاصد والنيات. الفقه الاسلامي: ج٣، ص٣٩٨.

جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته