تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مناسب معاش د کارکوونکو او کارفرما دواړو په خیر دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 27, 2023
  0

لیکنه: بریالی فیضي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


مناسب معاش د کارکوونکو او کارفرما دواړو په خیر دئ 


که کارکوونکو ته مناسب او د ده د ضرورتونو مطابق معاش ورکړل سي، خیر ئې دواړو ته رسیږي، یو خو به د کارکوونکي اقتصادي ستونزي تر ډېره حده هواري سوي وي او کارکوونکی به د زړه له اخلاصه دنده اجرا کوي، بېله دې چي د خپلي کورنۍ د نفقې په اړه ذهنا نا ارامه وي. بله ګټه ئې د کارفرما یا هغه ارګان ده، چي نوموړی کارکوونکی ئې په کار ګمارلی، دا ځکه چي دغه کارکوونکی په پوره اخلاص دندي ته ژمنتیا ښيي او د اقتصادي ستونزو له امله رشوت او دوکې کولو ته نه اړ کیږي. 


د حضرت عمر رضی الله عنه په حکومت کي د مسؤلینو د دیانت دارۍ او ریښتینولۍ د قایم پاته کېدو لپاره ډېر غوره اصول دا اختیار کړای سوي وه چي تنخواه ګاني به ډیري زیاتي مقرري وې. اروپا ډېره موده وروسته له تجربې دا اصول زده کړي دي. لکن آسیایي سلطنتونه تراوسه پوري په دې راز نه دي پوهېدلي. له همدې امله رشوت او دوکه د آسیایي سلطنتونو ځانګړتیا ګرځېدلې ده.


د حضرت عمر رضی الله عنه په زمانه کي سره له دې چي ژوند ډېر اسانه او روپۍ ډېري قیمته وې، خو بیا هم تنخواه ګاني ډیري زیاتي وې. د والیانو تنخواه ګاني به تر پنځو زرو پوري وې او د غنیمت له تقسیم څخه چي به څه ورکول کېده هغه د دې څخه جلا وه. د امیر معاویه رضی الله عنه میاشتنی معاش زر دیناره یعني پنځه زره روپۍ و.


هو! د یوه کارمند له پاره تر ټولو اړینه خبره دا ده، چي باید اخلاصمند او تقواداره وي، بېله دې چي شخصي نفع په نظر کي ونیسي باید د ادارې په ګټه کار وکړي، خو دا چي اقتصادي اړتیا يې په نظر کي ونیول سي، دا بیا د همدې ادارې مسئولیت دئ، چي باید توجه ورته وکړي. 


که چیري یوه اداره کارکوونکي ته د ژوند د ضرورتونو مطابق معاش ورنه کړي، ډېر منفي عواقب درلوای سي، مثلا کارکوونکی ښايي د اقتصادي ستونزو په خاطر وظیفه ترک کړي، چي په دې سره به یادي ادارې یو تکړه او مسلکي کارمند له لاسه ورکړی وي، یا ممکن کارمند د دې له پاره چي اقتصادي ستونزي يې حل سوي وي، اختلاس، رشوت، دوکې او یا داسي نورو ناوړه چارو ته لاس کړي، چي په دې سره هم د ادارې حیثیت تر سوال لاندي راتلای سي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته