تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
صدقه د مسلمان لپاره د قيامت ورځ کي سايه ده ​
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 9, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

صدقه د مسلمان لپاره د قيامت ورځ کي سايه ده 


نْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ الْجُهَنِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ظِلُّ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ صَدَقَتُهُ. [شرح مشکل الآثار للطحاوي۳۸۳۶]


ژباړه: عقبه بن عامر جهني وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:د مسلمان لپاره سايه د قيامت په ورځ کي دده صدقه ده.


توضيح: يعني څوک چي په دنيا کي صدقه ورکړي او د خلګو سره احسان وکړي نو د قيامت په ورځ کي به دغه دده صدقه دده لپاره سايه سي په داسي حال کي چي په دې ورځ کي انسان سايې ته ډېره اړتيا لري ځکه په دې ورځ کي ډېره سخته ګرمي وي. 


دا چي صدقه به يې څنګه سايه وي؟ په دې هکله ملا علي قاري رحمه الله په خپل کتاب "مرقات" کي :ليکلي: الله پاک به يې د صدقې ثواب ورته سايه کړي او يا به يې صدقه خپله سايه کړي، او کله کله ورڅخه مراد هغه صدقه کيږي چي په دنيا کي حقيقي سايه ولري لکه خيمه او داسي نور...

 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته