تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روح ارامي
 
  November 6, 2015
  0

احسان ربي انفال

د مرغانو په څېر والوتل د کبانو په څېر يې په اوبو کي تگ او راتگ وکړ د کال کاريې په مياشت کي د مياشتي کاريې په اونۍ کي او د اونۍ کاريې په ورځ کي وکړ، د ژوند هر راز اسانتياوي يي برابري کړې، انسان ته يې نوى ژوند ورکړ او دانسان وېر جن ژوند ته يې د پاى ټکى کښېـښود او د هغو دژوند لپاره يې ډول ډول وسايل جوړ کړل خو زړه يې پر قرارنه سو او نه يې د روح ارامي تر لاسه کړه.

هغه وګړي چي نه په هوا ولاړل،  او نه د اوبو تل ته، نه يې د انسان د ژوند د اخيستلو طمع وکړه او نه يې د نړۍ پر وسايلو عقيده وکړه بلکي يوازي يې پر خپل خالق ايمان درلود او هر خير وشر يې د هغه د لوري باله او دهغه د رضا لپاره يې هلي ځلي کولې او هر ډول ستونزي او زحمتونه يې ګالل ، خود زړه سکون او د روح ارامي يې ترلاسه کړل ، هو دا د يوه مسلمان ژوند دى .

تعلیم الاسلام مجله، ۶ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته