تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمان ټول ژوند خیر دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 14, 2023
  0

ليكنه: محمد نبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

د مسلمان ټول ژوند خیر دئ

 

مسلمانه وروره! په هر ډول حالاتو کي له صبر او زغم څخه کار واخله، په خوښۍ او خفګان کي د الله جل جلاله حکم ته غاړه کښېږده، په تنګۍ او پراخۍ کي، سختۍ او نرمۍ، فقر او شتمنۍ کي پر الله جل جلاله ټینګ ایمان ولره او ورڅخه راضي اوسه؛ ځکه الله جل جأاله چي په تقدیر کي څه درته لیکلي وي هغه نه پر بله کيږي، ستا پر دغه تقدیر ایمان ستا د فلاح او بریا، د سمون او اصلاح، د دنیا او اخرت د کامیابۍ راز دئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: 


وَعَنْ أبي يَحْيَى صُهَيْبِ بْنِ سِنَانٍ  قَالَ: قَالَ رَسُولُ الله ﷺ: عَجَباً لأمْرِ الْمُؤْمِنِ إِنَّ أَمْرَهُ كُلَّهُ لَهُ خَيْرٌ، وَلَيْسَ ذَلِكَ لأِحَدٍ إِلاَّ للْمُؤْمِن: إِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ فَكَانَ خَيْراً لَهُ، وَإِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ صَبَرَ فَكَانَ خيْراً لَهُ. (رواه مسلم)


ژباړه: د مسلمان حالت د تعجب دئ، د هغه ټول ژوند خیر دئ، او دا فضیلت یوازي مسلمان ته ورکول سوی، که خوښي يې په نصیب سي شکر پرې وباسي او دا يې په خیر ده او که په مصیبت اخته سي صبر پرې کوي او دا يې هم په خیر ده. 
  

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته