تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نن سبا د ښوونځیو د امتحانونو د پیل ورځي دي
  تعلم الاسلام ویب پاڼه
  May 24, 2023
  0

لیکنه: محمد ریحان محمدي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

نن سبا د ښوونځیو د امتحانونو د پیل ورځي دي

 

 په دې اړه څو سپارښتني د ګرانو زده کوونکو او محترمو ښوونکو سره شریکوم.

 

ګرانو زده کوونکو!


د امتحانونو په شپو ورځو کي د موبایل د استعمال، مېلو، بانډاروو او وخت عبث تېرولو څخه ځانونه وساتئ. (البته دا کړني په نورو وختونو کي هم تاواني دي).

 

د امتحانونو په شپو ورځو کي کافي اندازه خوب وکړئ او د بدخابۍ څخه ځانونه وساتئ ځکه د بدخابۍ ناوړه اثرات ستاسو پر جسم او روان اغېزه کوي او خدای مه کړه د ناروغیو سره مو مخ کوي چي پایله کي ستاسو د حافظې د ښه فعالیت نه کولو او کسالت پدیده رامنځته کیږي.

 

خپل هغه ملګري چي ستاسو او ستاسو د درسونو او مطالعې ترمنځ خنډ دي، له پامه وغورځوئ او خپله اینده د نورو د نه خوابدتیا له امله مه خرابوئ.

 

د امتحان صحنې ته تر داخلېدو نیم ساعت مخکي خپله مطالعه بس کړئ.

 

د امتحان صحنې ته پر لاره او یا د امتحان پارچو ته د انتظار پر مهال ذهن کي د یاداښتونو د راسپړلو څخه ځان وساتئ.

 

د نقل کولو څخه جدا لیري اوسئ! ځکه یو خو د امتحان په صحنه کي نقل کول حرام دي او بل دا چي دا ناوړه کار د ځان، کورنۍ، ښوونځۍ، ټولني او هیواد سره خیانت هم دی.

 

هیڅ یو امتحان ته مه وارخطا کيږئ او په اطمنان سره د امتحان صحنې ته داخل سئ.

 

کله چي مو د ورکړي امتحان نمرې راووتې ښه خبره داده چي ملګري مو نمرې یاداښت کړي او د ټولو امتحانانو وروسته یې ستاسو سره شریک کړي دا کار به ځکه ښه وي چي کمي نمرې وړل به ستاسو د اضطراب لامل نه ګرځي، خو که چیري مو بیا هم نمرې کتلې نو د کمو نمرو وړلو په صورت کي د ناهیلۍ احساس مه کوئ د کمو نمرو وړل دې ستاسو و نورو امتحانونو ته د نه اماده ګۍ او نا امیدۍ سبب نه جوړیږي؛ بلکي پر ځای یې د اړونده استاد یا ادارې سره خبره شریکه کړئ.


 یو یا دوه مضامینو کي ستاسو پاته کيدل دي تاسو د منفي احساس پر ځای د مثبت احساس درکولو جوګه وګرځوي. (خپله ناکامي مو د بریا لومړۍ زینه وګڼئ او عملا لاس په کار سئ).


محترمو ښوونکو!


لایزال رب دې ستاسو کړي خدمتونه په خپل عظیم دربار کي قبول کړي، همدا تاسو یاست چي ټولني ته نېکمرغي راوړئ او د خپل لاس روزلي مشالونه د ټولني د رڼایي په پار ټولني او هیواد ته عرضه کوئ.


زه ځان ددې جوګه نه بولم چي تاسو ته څه ولیکم/ووایم خو د (الدین النصیحة او المؤمن مرأة المؤمن) نبوي ارشاداتو او اسلامي شریعت له مخي غواړم څو خبري درسره شریکي کړم.


محترمو او د قدر وړ ښوونکو!


ټول زده کوونکي خپلو ګرانو ښوونکو ته د معنوي اولادونو حیثیت لري په کار ده چي روزنه، تربیه، امتحان او نمرې ورکول یې هم د معنوي مربي په حیث وي.


 ښوونکی ته اسلام د هغه د ځینو خاصو ځانګړنو له وجي بل شان مقام ورکړئ، صبر، تحمل، همدردي، حلم، عفوه اخلاص او.... د ښوونکي ځانګړي صفات دي د همدې صفاتو پر بناء ښوونکي ته لازمه ده چي له خپلو زده کوونکو سره د حسد، بغض، عقدې او انتقام اخیستلو له رویې څخه ځانونه وساتئ.


ښوونه او روزنه او ددې دندې مسؤلیت په غاړه اخیستل زما په اند تر ټولو ستر مسؤلیت دئ، که څوک دا دنده او مسؤلیت مني په کار ده چي ځان خپل رب، د ښوونځۍ ادارې، زده کوونکو، د زده کوونکو والدینو، ټولني او هیواد ته مسؤل وګڼې. د تدریس، امتحان، نمرو ورکولو او نتایجو رسولو پر مهال خپل مسؤلیت او کارکرده ګۍ ته دقیقه توجه وکړي.


 زده کوونکو ته مثبته روحیه ورکول او له درس سره د هغوی د علاقې په زیات والي کي مهم رول لوبول د ښوونکي لویه دنده ده. ځیني وختونه زده کوونکي د امتحان پارچیو کي د کمو نمرو وړلو له وجي له درسونو ناهیلي کیږي، که ښوونکی له داسي حالاتو سره مخ کیږي په کار ده چي حالات په ښه ډول مدیریت کړي ترڅو د زده کوونکو مایوسي له منځه یووړل سي.


د ښوونکو حقوقو ته په پام سره د زده کوونکو پر حقوقو هم سترګي پټول لویه جفاء ده چي پایله یې د دنیوي او اخروي ژوند د خسران سبب جوړیږي. د زده کوونکو پارچه په دقت کتل، په اړه یې منصفانه فیصله کول، مناسب او د اصولو مطابق سوالونه جوړول د زده کوونکو د نورو حقوقو ترڅنګ یو لړ حقوق دي.

 

که دا څو سپارښتنې مو خوښي سوي وي، نو له خپلو ملګرو سره یې هم شریکي کړئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته