تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هر څومره راغلی چي اغیار مضبوط
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 4, 2023
  0

هر څومره راغلی چي اغیار مضبوط

 

جبیر احمد مشهود/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

هر څومره راغلی چي اغیار مضبوط
هغه سي ور کړی مو ګوزار مضبوط

 

چاچي زموږ وژلو ته اشر کړی
کړی مو پر هغو باندي وار مضبوط

 

دلته هر فرعون سر خوړلی دی 
نه دی پاته سوی پر قرار مضبوط

 

دوی را پیش عصري ټيکنالوجي کړله
موږ ورباندي کړی انفجار مضبوط

 

څومره چي راغلي مُجهز تر موږ 
موږ ورته سنګر کړ کلی - ښار مضبوط

 

خود به یې بچیان په تیښته سر درومي
وار چې یې خوړلی دلته پلار مضبوط

 

دا هیواد مشهوده لکه ځان مو دی
ځان به ورته سوځو په انګار مضبوط


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته