تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تیـرېــږې قافلـــــې
 
  January 2, 2012
  0

رالېږونکی: سلطاني

سمیع الدین افغاني

عزت یې سي نصیب چي ربـه ستا پـه لاره سـم  دي
ذلــت پــــر هـغـه چا چي د ریا په لاره سم  دي

تیـرېــږې قافلـــــې د زمـانــــې نـــــن او ســـبـا کـــــي
سر لوړي به وي څـــوک چي د الله پــه لاره سم دي

ذاهـد پـــــه عـــبادت رسـي د ذهـــــد مرتبې تـــــه
سجـــدې یې سي پخې چي د رضا په لاره سم دي

سخي پـــه سخاوت بانــــدي حاصل د زړو رضا کړي
منــلی بـــــه وي څوک چي د سخا پـــــه لاره  سم دي

ژونــدون هسې عبـــث چې تیروي متاع یــــې څـــــه ده
پیـــــرو د سمې لار د مصطفــی پـــــه لاره ســــم دي

درګـا تـــــــــه دي الله زه افـغانــــــي لاس پــــــه دعا یــــم
مطلب ته رســـي څوک چي  د دعا پــــه لاره سم دي

************

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته