تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سترګي رغړي د طاقت لړۍ سي ختمه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 3, 2023
  0

سترګي رغړي د طاقت لړۍ سي ختمه


نوراحمد قران مل 

 

سترګي رغړي د طاقت لړۍ سي ختمه
د اضعف د توان قدرت لړۍ سي ختمه


زمزمې وي هنګامې واړي خاموشي 
د تحقیق او واقعیت لړۍ سي ختمه


زړونه راسي زړونه ورک پسي نیستي سي
د ادراک او بصارت لړۍ سي ختمه


معلی عرش هم د عجز سړ کي کښته
د تنویر او کدورت لړۍ سي ختمه


د فضا په توره غیږه کي سپین ستوري
د دوران د مسیرت لړۍ سي ختمه


ټول فان سي که بقا وي که فنا وي
بېله تا د ټول خلقت لړۍ سي ختمه


د لمن الیوم درم پرهرڅه خپور سي
هم د ناز او نزاکت لړۍ سي ختمه


درته خم سي چي خدایي یې وي کرلې
د ابلیس د شیطانت لړۍ سي ختمه


تک تنها دي پر هرڅه حکمراني وي
ستا په وړاندي بغاوت لړۍ سي ختمه


د توحید وحدت شهود ثبات ناره کړي
د توحید وجودیت لړۍ سي ختمه


باري ربه همدا اوس لا ترې راتیر سه
د قران مل د حیثیت لړۍ سي ختمه


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته