تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شعر: هر څه بدلوه خو ګوره...!
  تعلیم الاسلام
  October 1, 2015
  0

 شعر

هر څه بدلوه خو ګوره دین در نه بدل نه سي

یاره شـکاکي! چېرته یقین در نه بدل نه سي
 
ته چي د ایزمونو د بازار ځان مشتري بولې
خیال دي پر لال ساته ، په سرګین در نه بدل نه سي
 
پوست که نوی-نوی بدلوې دومره کیسه نه ده
خدای دي پردې وکړه، مغز دېــرین در نه بدل نه سي
 
هر څه چي ځان بولې خو پام نه سې د بیزو بچی
دا د انســـــــــانیت تاریخ زرین در نه بدل نه سي
 
وار دی د صلیب او زنارونه په سینو زانګي
پــــام ساته د غاړي لونګین در نه بدل نه سي
 
دور د تزویر دی، خوند یې ګوره بیا سودا کوه
چېرته په سُـــــــــــــرکه باندې ګبین درنه بدل نه سي
 
دا جهان که ورکړې په هغه جهان پروا نسته
پام دي وي سعــیده آن په این درنه بدل نه سي
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته