تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قرآن او مسلمان
 
  November 1, 2012
  0
رالېږونکی: اسد الله بری

هــغه قــرآن چې ذولجلال دى رالـــيږلى مونږ ته
د گــمراه  فـــكر سمبالښت لـره راغلى  مونږ  ته
چې جبرائيل د رب لــه لـوري رسولـى مـونږ ته
په محمــد رســول الله (ص)  يې استولــى مـونږ ته

هـــغـه قــرآن چې خـــداى پـخپلــه هـــدايت بللى
چې هــم يې ذكر هــم  رڼا هــم يې حــكمت بللى
هــغه قــرآن چې دسمالــونـو كې تــړلــى مونږه
د تبـرك پـــه نــوم كـورونــو كې ساتلــى مـونږه
د دروازو په سرمـو پاس پـه ډېرعزت ايښى دى
چې مياشتې پس مو ورنه گرد قدر څنډلى مونږه
هغـه قرآن چې محمد(ص) لـه پاك سبحان راوړى
او د نــــړۍ مسلمــــانانــــو پرې ايمـان راوړى

مــونږ د قـــرآن په معنـــا بـاندې پوهـيدلي نه يو
چې قرآن څه غواړي پـه دې راز رسيدلي نه يو
ځــــان مـو پبوه كـړى د قرآن پـه آياتونو نه دى
چې راغــواړي يــې پــه هـــغـه لاره تللي نه يو
قــرآن لـه مـونږ ځنې صحيـح اسلاميت غواړي
لــه عيــادتــه سره يــو ځــاى اخــوت غــواړي

همـــدا قـــرآن وايــي چـې ظلـــم پـــه انسان مه كوه
تــېرى پــه حــــق د ټـــول بشر او مسلـمـان مه كوه
زړه سوى په كاردى د انسـان د زړه ارزو مه وژنه
د انســـان زويــــه تـــگ پـه لاره د شيطـان مه كوه
په خــداى چې آه د مظلومانـو پورته عرش لړزوي
زمـونږ تـر څنگ د بشرپالـو زړونـو فرش لړزوي
همدا قــرآن وايــــي حـــقـوق د انسانانـو مه خوره
بشــري حــق د دغـــو خوارو مظلومانو مه خوره
چې د سـر سيـورى د جگـړو لمبــو اخيستى ورنه
مــال د غريبـو، كـونـډو رنـډو، يتيمانــو مه خوره
مـــه شټـــوه د وينـــو رود كـــې انسان مـــه شټوه
پـــه خپـلــو وينـــو كـې مــــومن مسلمان مه شټوه

***

ته خـــو انسان يې رب انسان ته كرامت وركړى
د كــــرامت تـاج الـــهي په ډېر عزت وركــــړى
زړه كـــړه راپــورتــه د انسان د عمـل قدر وكړه
ځكــــه يې نـــوم د ترحـــم، مينې، الفت وركـړى
مــه ورانـــوه دغـــه د مينــې مـحبت دېــره گــۍ
دغــــه د رحـــم، عـاطفــې او لطافت دېـره گــۍ

خـــدای په قــرآن کــې بشــر واړه محتــــرم بللــــی
بنــــي آدم یــــــې پـــه مـخلــوق کـــې مـــکرم بللی
د نـاس خـــطاب قـــرآن کــې وروره مکرر راغلی
انســانیت ځــکـــه مـــــولا دى مــعـــظـــم بـلـــلــی

د قــــدر وړ دی بشر واړه، ســړتیـــوب مـــه وژنه
رب بــه دی خونه کړی ویجاړه، سړتیوب مه وژنه

***
دا چې اولاد یې خپلـــې مــور نه بابا جـان غـــواړي
چې په سلگو سلگو کې  سترگې خپـل بچیان غواړي
چـــې هــــر طرف تـــه اړوي دغــــه بېــــوسـه نظر
د احتضار حـــالت کــې خـــدایږ و مهـربان غواړي

څنگـــه انســان یـــې د انســــان د بــچي وینه وژنې
چـې ماشومان پـرې ښکلــوي د زړونــو مینه وژنې
رحـــم پـــه کــاردى د مـظلــــــوم بشــریت قاتلــــه
ليرې کـــړه گــوتـــه لـــه ماشــې د مــحبت قاتلــــه
غېږه کړه خلاصه هر کلی د بېـــوزلانـــو وکــــړه
د رحـــم وړ دي انســانـان د شــــرافــت قاتلـــــــــه
د جنـــگ بچیـــه د قتیل د شعـر جهان مه وژنه
چې بشـــر ستایي دا غــــزل دغـه داستان مه وژنه

عبدالروف قتيل خوږياڼى
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته