تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عمل د قبلېدو مدار
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 27, 2019
  0

د عمل د قبلېدو دار او مدار پر اخلاص او پر تقوی باندی دی

رالېږونکی: انور شاه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د معارف القران تفسیر څخه


کله چي د ادم علیه السلام زوی قابیل خپل وروره ته داسي وویل: لَأَقْتُلَنَّكَ ۖ. یعني زه به تا مړ کړم.


هابیل په دغه وخت کي د غصې پر ځای په سړه سینه یوه اصولي خبره وکړه چې دده سره همدردي او خیرخواهي هم پکښې وه، چي:
إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ. (المائده)
یعني د الله تعالی قانون دا دی چي هغه د پرهیزګارانو عمل قبلوي.


 دلته د هابیل او قابیل د یو بل سره په خبرو اترو کي یوه داسي جمله راغله چي د یوه خاص اُصول حیثیت لري، چي د عملونو او عبادتونو قبلیدل په تقوی او د خدای جل جلاله څخه په بیره ساتلو سره دي. په چا کي چي تقوی نه وه دده عمل مقبول نه دی. په دې وجه پخواني علماء فرمايي چي دا آیت د عبادت کوونکو لپاره یوه تنبیه ده. همدغه وجه وه چي حضرت عامر بن عبدالله د خپل وفات په وخت کي ژړل، خلګو عرض ورته وکوی چي ته خو ټول عمر په نیکو عملونو او عبادتونو کی مشغول وې، بیا ستا د ژړا څه وجه ده؟ وې فرمایل چي تاسي دا وایاست خو زما په غوږونو کي د الله جل جلاله دا ارشاد ږغیږي: إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ. الایة
ما ته څه معلومه ده چي زما یو څه عبادت به قبول سوی هم وي او که نه.


حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه فرمایي چي که زما یقین راسي چي زما یو عمل الله جل جلاله قبول کړی، نو دا هغه نعمت دی چي که ټوله مځکه د سرو زرو څخه ډکه سي او زما په قبضه کي راسي نو هم به یې ددې په مقابله کي هیڅ وګڼم.


دغه ډول حضرت ابو دردا‌ء رضی الله عنه فرمایي چي که دا خبره په یقیني ډول سره معلومه سي چي زما یو لمونځ د الله جل جلاله په نزد قبول سوی دی نو زما د پاره داغه تر ټولي دنیا او د هغې تر نعمتونو زیات دي.


حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمة الله علیه یوه سړي ته په خط کي دا نصیحتونه ولیکل چي: 
(
زه تا ته د تقوی تاکید کوم ځکه چي ددې څخه پرته هیڅ عمل نسي قبلیدلای او د تقوی دارو څخه ماسېوا پر بل هیچا رحم نه کول کیږي او ددې څخه پرته پر بل هیڅ شی ثواب نه پیدا کیږي. ددې خبری کوونکي خو ډیر دي لیکن عمل کوونکي یې ډیر کم دي).


او حضرت علی مرتضی رضی الله عنه فرمایي چي د تقوی سره کوچنی عمل هم کوچنی نه دی او کوم عمل چی مقبول سي هغه ته بیا کوچنی څنګه ویل کیدای سي.(ابن کثیر) 

__________
ماخذ: معارف القران: ج۲، ص۱۳۳، پښتو ژباړه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته