تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ویټامین B6 ګټي او منابع
 
  July 23, 2017
  0

ترتیب کوونکی: اکرام الله درانی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ویټامینB6  يا پريدوکسين (pyridoxine ): 

ویټامین B6 د درې مرکباتو څخه جوړه شوي دي چې عبارت دي له:

۱ .pyridoxamin     
۲.pyridoxine  
۳: Phrodoxal 

يا ددې درې واړو مجموعې ته ويل کېږي.

ویټامین B6 په اوبو کې منحل او د حرارت په مقابل کې مقاوم يا (Heat Stable) او بې رنگه کرستلونه لري پريدوکسين شنه نباتات او زياتې بکترياوي ترکېبوي او د امينو اسيدونو په مقابل کې ستر رول لري.

بايد يادونه وکړو چې و يټامين B6 د کاربن هايدروجن او اکسجن څخه جوړشوي دي د رڼا په مقابل کې مقاومت نه لري او خرابيږي په اوبو او الکول کې حل کېږي.

و يټامين B6 د امينو اسيدونو او شحمياتو( غوړيو ) د ميتابوليزم لپاره ضروري څيز دی. ويټامين B6 د ښځو د حمل په موده کې د زړه بدوالي او استفراق د مخنیوي په خاطر مفيد دي .

ويټامين B6 د ترپتوفان څخه د نياسين په ترکېب کې د کوانزايم په حيث کار کوي .

د ويټامينB6  (Pyridoxine) الديهايدي شکل يې Pyridoxal او امينو شکل يې Pyridox amine په نوم ياديږي فارمول يې په لاندې ډول دی:

C8 F12 O8 N8
(Vitamine B6)   

د ويټامينB6  منابع:

لکه څرنگه چې ويټامين B6 په کلمو کې د بکتريا په واسط جوړيږي په کمه اندازه اړتيا ورته موجوده ده خو ځيني خواړه غني  منابع دي چي عبارت دې له:

خميرمايه ، ځيکر ، ډوډي ، حبوبات، شيدې، کب ، رومی ، زيړ جوار ، پالک ، خوسکې غوښه ، څارويو زړه ، گازري  او سابه.
دا د ويټامين B6 ښې منابع دي.
 

د ويټامين B6 کمښت ستونزې :

څرنگه چې ويټامين B6 تقريبا په ٤٩ انزايمي تعاملاتو کې د کو انزايم په شکل ګډون کوي ددې ويټامين د فقدان له کبله د ترپتوفان استقلاب د ستونزو سره مخامخ کېږي په نتيجه کې kynurenine ،Hydroxy  ،xan Thurenic په تشو ميتازو کې اطراح کېږي په نتيجه  کې ويټامين B6 په نيستمنو غذاگانو باندي تغذيه کوي د ويټامين B کمپلکس د کورني اختلافات او په Hypo chromic ،Macrocytic انيما باندې اخته کېږي برسيره پردي د بدن د عضلاتو ضعيف والي ، جلدي امراض او نور عصبي اختلالات (گډوډي ) پيداکوي .

بدن ته د ويټامين B6 د ورځني اړتيا وړ اندازه دوه ملي گرامه (mg٢) تثبيت شويده.

د ويټامين B6 د کمبود اثرات: 

ويټامين B6 د کمبود اثرات په نارينوو کې له ډېر اوږد محلي کمبود څخه ظاهريږي او عموما د ويټامين B6  د کمبود اثرات په حامله ښځو کې او تي رودونکو نوو تولد شوو ماشومانو کې لېدل کېږي .
 
د ويني د سروکروياتو توليد (Erythro poiesis) پوستکي او عصبي سيستم ډېر بد متاثره کېږي . ناروغ ته Hypochromicاو Microcytic وينې کموالي پيداکېږي . د لمفوسايتونو کموالي موجود وي په مخ يې جلدي افات ظاهريږي او ناروغ د پوزې او شونډو څخه د Sebum زيات افراز لري ،د ژبې التهاب موجود وي ، نوي زيږيدلې ماشومان د هاضمي سسيستم مشکلات او اختلاجات لري ، اختلاجات ممکن د ګلوتاميک اسيد څخه د ګاماامينوپيوتريک اسيد چې يو انحطاطي (غورځيدلې ) نيورو ترانسميټر نه تولېدېدل دي ، همدارنګه ويټامين B6  کمبود د يو تعداد نورو ترانسميټرونو کمبود لکه نورادرينالين (Noradrenaline)  او سيروتونين(Serotonin) هم منځته راوړي . د محيطي اعصابو افت په متناظر ډول د حرکې او حسي اعصابو بي نظمي خصوصا په صفيلي نهايتو کې لېدل کېږي.

هغه فکتورونه چې د ويټامين B6 ضرورت زياتوي: 

١ – د پروتينو په زيات مقدار اخستل ځکه د پروټنو او امينو اسيدو په ميتابوليزم کې vit.B6  د کوانزايم په حيث عمده رول لري .

٢ – ځيني تي رودنکې ماشومان (Infants)

3 - هفه ښځي چې د خولي له لاري د حمل ضد دوا خوري.

٤ – دواگانې يا Drugs  

څرنگه چې INH  چې د TB ضد دوا او دغه دوا د pyridoxalkinase انزايم په نښې کوي په نتيجه کې pyridoxal phosphate نه جوړيږي .نو ځکه هغه ناروغان چې د TB  ضد دوا خوري د ويټامين B6  زيات مقدار ته ضرورت لري اما دا تاثير په ټولو ناروغانو کې نه ليدل کېږي ځيني نوري دواګاني لکه Pencillinamine ،Cycloserine اوHydralazine هم  د ويټامين B6 ضد تاثير لري. کله چې دغه  دواگاني استعماليږي بايد ناروغان ته د ويټامين B6 لوړ دوز ورکړل شي.
 
نور ویټامینونه 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته