تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بربنډو فلمو کتلو ګناه او علاج
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 13, 2019
  0

لیکنه: جمعه ګل همدرد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دا به سخته وي چي موږ،  په ځانګړې توګه ځوانان ځانونه په داسي حالاتو کي کنټرول کړای سو چي کله  یوازي د خپلي مطالعې یا د خپل ایمېل د کتولو د پاره انټرنیټ ته ور ننوزو نو مخي ته مو کوم نیمه بربڼد عکس یا هم لږ تر لږه فحشا ته هڅوونکي توکي راځي چي شیطان مو ورسره همهاله پخپل ټول توان هڅوي تر څو یې وګورو. د دغه ډول مرداریو څخه ستاسو د پاکو او سپېڅلو وجدانونو د ژغورولو د پاره مو لاندي څو ټکو ته متوجه کول غواړم.   


 دا زده کړئ چي څه حرام او څه حلال دي.  


د اسلام د دین ټول علماء په دې متفق دي چي بربنډ (لوڅ) فلمونه، ويډیوګاني او عکسونه کتل حرام دي او یوه ښکاره ګناه ده.


 نیمه بربنډ نارینه او ښځو ته د شهوت په نظر کتل او په بېلابېلو فحش پروګرامونو او شهواني ټوکو ټکالو ځان بوخت ساتل د قبول وړ نه دي. 


إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَيَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ ۚ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ. (سورة النحل: ۹۰)
الله د عدل، ښیګڼي او خپلوۍ پالني حکم کوي او له فحشاء، بدۍ او ظلم څخه څخه منع کوي. هغه تاسي ته نصیحت کوي ترڅو درس (پند) واخلئ. 

 

 الله تعالی چي په پورته ذکر سوي ایت کي کوم دري شیان (فحشاء، بدي او ظلم) منعه کړي دي، دا ټول په دي کي موندل کېږي. 
 

 وَ لاتَقْرَبُوا الْفَواحِشَ ما ظَهَرَ مِنْها وَ ما بَطَنَ. (سورة الانعام:۱۵۱)
ژباړه:  او فواحشو ته مه نژدې کیږئ، هغه چي ښکاره وي له دې (فواحشو) او هغه چي پټ وي.

 

الله جل جلاله فحشا (یعني هر حرام شهواني عمل) د شرک او قتل سره یو ځاي یاد کړی دی چي دا ښکاره کوي چي فحش یعني لوڅ فلمونه، ویډیوګاني او ورته کړني په سترو ګناهونو کي راځي. 

 

الله جل جلاله ډېر ښه پوهیږي، الله جل جلاله خپل مخلوق پېژني، الله تعالی پوهیږي چي موږ کمزوري یو، ځکه خو الله تعالی خوښوي چي موږ له شرم ډکو اعمالو لیري وګرځو. 

 

ډاکټر مزمل صدیقي وايي: د بربنډو فلمونو کتل، د فحش سندرو اورېدل یا ویل، لاسونه او یا پښې د فحش د پاره کارول لکه اتڼ، نڅا او داسي نورو کي ټول زنا ته لاره هواروي او پایله هم زنا را وځي. 

 

په انټرنیټ کي د فحشا خپرونکو سايټونو کي ګرځېدل او یا ور ننوتل د مسلمان د پاره منع دي ځکه چي مسلمان ته امر دی چي تل خپل نظر لاندي وساتي. الله جل جلاله دي موږ ټول د داسي کړونو څخه لیري وساتي هم په جسمي لحاظ هم په روحي. 

 

  انټرنیټ هغه وخت وګورئ چي نور څوک درسره وي
د کمپوټر د پاره د اوسېدو او مطالعې خوني غوره ځایونه دي ځکه کله چي نور څوک موجود وي تاسو نه غواړی فحش شیان وګوری او دا ښه نظریه ده چي د خوب په خونه کي مو کمپوټر او تلوېزون نه وي. 


یاد ولره چي الله تعالی دي ویني

کله چي هیڅوک مو نه ویني خو الله عزوجل مو ویني، هغه البصیر دی هر ځاي مو ویني. الله جل جلاله هغه ذات دی چي موږ ته یې ژوند راکړی دی او ښه او بد یې راته ښودلي دي او بیا یې موږ ته یو ډول اختیار را کړی دی. الله تعالی موږ په امتحان کي اچولي یو او زښت زیات خوشاليږي چي موږ کامیابیږو. 


پر ګناه سمدستي بخښنه وغواړئ او پر بیا کولو یې ټینګار مه کوئ
ښه خلک هغه دي چي کله کوم د فحشا عمل وکړي او خپل ځانونه متضرر کړي نو الله جل جلاله یادوي او د خپلو ګناهونو بخښنه غواړي، له چاه څخه؟ د الله تعالی څخه! یوازي الله جل جلاله دی چي ګناهونه بخښي. 

 
راولاړ سئ او هغه ځای پرېږدئ
که تاسو د کومي مجلې یا کوم تصویري او ویډیويي پردې کتلو ډېر جلب کړي یاست نو د مهربانۍ له مخي هغه کار پرېږدئ او د هغه ځاي څخه ووځئ.


د قیامت ورځ  را یاده کړئ.
لمانځه ته ولاړ سئ.
 اسلام کي د حیا او شرم په اړه زده کړه وکړئ.
هغو خلکو سره اړیکه پرېکړئ چي د فحش فلمونو په کتولو روږدي دي
د هغو شیانو څخه مخ واړوئ چي ګناه ته مو وړي.
خپل کاري مهالوېش مو د سره جوړ کړئ.
آیا تاسو هم په مرداري کي موښتي یاست؟
الله جل جلاله یاد کړئ                                                          
لږ انټرنیټ کتل غوره دی 
شیطان دښمن دی، الله جل جلاله ته پنا یوسئ.
 دا درپیاد کړئ چي نور خلک به تاسو تعقیب کړي. 
 په بدیل بوختوونکي کار مو ځانونه بوخت کړئ. 
د فحش نشروونکو ګروپونو څخه ځانونه وباسئ
هر شی چي پلټۍ (سرچ کوی) فکر وکړئ چي پلټل یې حتمي دي؟!
خپل ځانونه مو د قرآن په دايره کي راولئ 
 خپلي میندي او خویندي مو در پیاد کړئ 
 فکر وکړئ چي تاسو در څار لاندي یاست   
 روژه نیول مرسته کوي 
 بیله دې هم ژوند د خوندونو ډک دی 
 واده وکړئ 
که ستاسو موخه ګناه نه وه نو ګنا نه ده، یعني په ناپامي کي سترګي لګېدل او بیا سترګي اړول ګناه نه ده بلکي ثواب مو ترلاسه کړئ

 توبه وباسئ او الله تعالی ته را وګرځئ
 بیا توبه وباسئ او خپل ځانونه مو جریمه کړئ     
 دعا وکړئ، دعا وکړئ، دعا وکړئ
تر بدۍ وروسته یوه نیک او د ثواب عمل حتماً وکړئ


هیڅکله د دعا قوت کمزوری مه ګڼئ، دعا د عبادت مغز ده، تاسو د الله جل جلاله سره د دعا په وسیله نیژدې کیږی. خبري ورسره وکړئ هغه یې اوري. 


د بربنډو فلمونو په ضد مبارزه وکړئ
د فحش او لوڅو فلمونو، ویډیوګانو او عکسونو پر ضد په مبارزه کولو سره به تاسو ته ثوابونه هرو مرو در کول سي ځکه دا یوازي ستاسو ستونزه نه ده. دا ستونزي ډېرو خلکو ته زیانونه اړولي دي. 


الله تعالی دي د ټولو سره احسان وکړي. 

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

په اسلام کي دحرام او فحشا څخه دپرهيزګټي
د خپل ځان اصلاح پکار ده، خو څنګه؟!
د نفس د اصلاح څو لاري
د فحشاء د ډېرېدو یوه وجه
رسنۍ - د فحشاء سرچینه!
وینا- بې حیایي پر زرق او عبادت اغېز لري
وینا: د توبې ساتلو او اصلاح طریقه
بیان- د حیا پیژندنه، ګټي او اړتیا
بیان- د فحشا او بې حیایی ځایونه او ځان ساتنه
مرکه- د فحشاء زیانونه او لاملونه
راپور- د فحشاء رسنۍ

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته