تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بني اسرائلو د درو کسانو څخه ازموينه
 
  March 17, 2012
  0
رالېږونکی: ادريس- کندهار
 
رسول لله صلى الله عليه وسلم يو وار وفرمائيل  چي په بني اسرائيلوو کي درې کسان وه يو ابرص (پيس نيولى)، دوهم په سر پک، دريم ړوند وو نو الله پاک وغوښته  چي د دوى امتحان واخلى نو ودوى ته ئې يوه فرشته (ملکه) د پاره د امتحان ورولېږل:

۱: اول وهغه پيس وهلي سړي ته راغله پو ښتنه ئې ځني وکړه  چي ستا څه شي خوښ دی؟ ده په جواب کي ورته وويل ښه رنگ او ښه پوست  چي راکړل سي او دغه بلا را څخه ليري سي چي ددغه مرض او بلا په وجه ما خلک د ځانه سره نه کښينوي او د خلکو نفرت او بد را څخه کيږي دغي فرشتې (ملکې) خپل لاس دده پر بدن تېرکړی بس په دغه وخت کي ښه او د پيس څخه خلاص سو ښه پوست او ښه رنگ يې سو. بيا يې پوښتنه ځني وکړه  چي ستا د کوم قسم مال سره ښه مينه او محبت دى؟ ده وويل  چي د اوښانو سره بس يوه برالبه (حامله) اوښه يې و ده ته ورکړه اوداسي يې ورته وويل  چي الله تعالی دي په دغه کي برکت درکړي.

۲: بيا وپک ته راغله اوپوښتنه يې ځني وکړه  چي ستا کوم شى خوښ دى هغه ورته وويل  چي پر سرمي وېښتان راسي دغه پکوالى راڅخه ليري سي چي ددغه پکوالي په سبب سره د خلکو زما څخه نفرت کيږي. ملائکي خپل مبارک ﻻس دده پر سر تېر کړی سمدستي يې پکوالى ورک سو اوپر سريې وېښتان راغله. او بيا يې پوښتنه ځني وکړه  چي ستا کوم مال خوښ دی هغه وويل  چي غواوي. بس نو ده ته يې يوه برالبه (حامله) غوا ورکړه او دعا يې ورته وکړه  چي الله جل جلاله دى برکت پکښي واچوي.

۳: بيا و ړانده ته راغله او پوښتنه يې ځني وکړه  چي ستا څه شى خوښ دى؟ ده ورته وويل  چي الله تعالى دغه زما سترگى را جوړى کړي  چي ټول خلک ووينم دغې ملائکي د ړانده پر سترگو لاس ورتېر کړى الله پاک دده سترگي ورجوړي کړې بيا يې پوښتنه ځني وکړه چي ستا کوم مال خوښ دى ده ورته وويل چي پسونه. نو ده ته يې يوه برالبه بزه (وزه) وړکړه. 

بيا اوښه، غوا او بزه لنگې سوې په لږ وورځو کي د يوه د اوښانو څخه ځنگل ډک سو او د بل د غواوو څخه او د بل د بزو څخه ځنگل ډک سو.

بل وار بيا هغه فرشته (ملکه) په اول صورت کښي و هغه پيس وهلي سړي ته په حکم سره د الله تعالى راغله ورته وې ويل چي زه يو مسکين سړى يم زما د سفر ټول سامان ختم سو نن زما درسېدو هيڅ ذريعه نسته ماسوا د الله او بيا زه د هغه خداى پر نامه چي تا ته يې ښه رنگ او پوست درکړى دى ستا څخه يو اوښ غواړم  چي پر سپور سم او خپل کورته ورسېږم . ده ورته وويل ځه ولاړسه زما پر ذمه نور ډېرحقوق اداکول په کار دى او تاته د دغه  مال څخه د شې ورکولو هيڅ توان نسته. (فرشتى) ملائکي ورته وويل چي شايد تا به زه پېژنم، ايا ته د پيس په مرض نه وې مبتلا او اخته چي خلکو ستا څخه نفرت کاوی، ايا ته مفلس نه وې بيا الله تعالى تا ته دومره مال درکړى . ده ورته وويل واه واه څنگه ښه وايې دا مال خو زما د ډېرو پشتو د پلار و نيکه د وخته څخه را پا ته سوی دى- فرشتى (ملائکى) ورته وويل که ته درواغجن يې نو تا دې الله جل جلاله داسې کړې لکه چي پخوا وې.

بيا وپک ته په هغه پخواني صورت کي راغله او دغه رنگه يې دده څخه هم سوال وکړی او ده هم دغسي جواب ورکړې لکه هغه بل  چي ورکړی وو- نو ده ته هم فرشتې (ملکې) وويل چي که به چيرى ته درواغجن يې نو بيا دې خداې تا داغسى کړې لکه  چي پخوا وې.

بيا و ړانده ته راغله په هغه اول صورت او شکل کې او ورته وې ويل چي زه مسافر يم بې سامانه او بې ماله سوی يم نن زما ماسوى د خداې جل جلاله او ستا څخه بله هيڅ وسيله نسته زه د هغه الله پر نامه چي تا ته يې دوهم وار د سترگو ديد درکړی ستا څخه يوه بزه غواړم چي د خپل سفر سامان په برابر کړم او خپل سفر وپاى ته په ورسوم. ده وويل بېشکه زه ړوندوم الله پاک خالص د خپل رحمت په وجه وما ته د سترگو ديد راکړی هر څومره بزې (وزې) چي ستا زړه غواړي درسره بويې زه اوهر څونه چي ستا زړه غواړي راپرېږده. په الله پاک دي زما قسم وې هيڅ شی زه له تا څخه نه منع کوم. فرشتې (ملکې) ورته وويل چي ته خپل مال درسره وساته زما هيڅ شی هم نه دی په کار یواځي ستا سو درو (کسانو) امتحان او ازمايښت مې کاوی هغه مې وکړی الله تعالى ستا څخه راضې او د هغو نورو دوو څخه ناراضه دۍ.
 
(متفق عليه مشکوْة شريف ص ١٦٦)
 

فائده: فکر کول په کار دی چي دغو دوو ته د ناشکرى نتيجه ورکړه سوه چي ټول نعمتونه يې  ځني واخسيتل سوه اوهر قسم چي وه هغسي سوه او الله پاک د دوی څخه نارضه سو په دنيا اوآخرت دواړو کښې ناکامه سوه او دغه بل سړي ته د شکر په بدل کښې څنگه ښه بدله ورکړه سوه؟ چي نعمت مال او دولت يې پر خپل حال پا ته سوه، الله تعالى جل جلاله دده څخه خوشحاله سو او دی هم په دنيا او آخرت کي خوشحاله او کامياب سو.


 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته