تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انبیاوو علیهم السلام دندي
  تعلیم الاسلام
  November 2, 2015
  0

لومړۍ : د واحد او قهار ذات وبندګۍ ته د خلګو بلنه چي د ا انبيآؤ عليهم السلام د دندو څخه بنسټيزه او اساسي دنده بلکي همدغه ستره دنده وه چي الله جل جلاله پيغمبران عليهم السلام انسانانوته ولېږل همدا دنده د څښتن تعالى جل جلاله پېژنده ، د الله جل جلاله پر يووالي باندي او دده جل جلاله يوازي عبادت په بر کي نيسي لکه چي الله جل جلاله فرمايي :
 
وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ (سورة الانبياء الاية ٢٥)
 
ژباړه : موږ تر تا وړاندي هيڅ رسول نه دئ لېږلى مګر وحي مو ورته کړي چي بېشکه شان دادئ زما پرته بل لائق د عبادت نسته نو زماعبادت وکړئ.
 
په بل ځاى کي الله جل جلاله فرمايي :
 
وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ .... (سورة النحل الاية ٣٦)
 
ژباړه : بېشکه موږ په هر امت کي رسول لېږلى دئ ددې لپاره چي دوى د الله جل جلاله عبادت وکړي او د شيطان څخه ځانونه وژغوري. 
 
دوهمه : د انبياؤ عليهم السلام دوهمه دنده داده چي خلګو ته هغه کړني ورزده کړي چي الله جل جلاله يې امر کړى وي او هغه کړني ور زده کړي چي الله جل جلاله يې منعه کړې وي يعني الهي اوامر او نواهي وروښيي.....
انبياؤ عليهم السلام همدغه دنده په پوره توګه سرته رسولې ده ، په دعوت اوتبليغ کي يې هيڅ ډول کوتاهي نه ده کړې ځکه الله جل جلاله د دوى په اړه فرمايي :
 
الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا (سورة الاحزاب الاية ٣٩)
 
ژباړه : هغه کسان چي دالله جل جلاله پيغام تر نورو پوري رسوي دالله جل جلاله څخه بېرېږي او د الله جل جلاله پرته د بل هيچا څخه نه بېرېږي او الله جل جلاله په ښه حساب کونکي سره بس دئ.
 
الله جل جلاله د رسول نښه دا شى ښودلې ده چي نورو ته به تبليغ رسوي لکه چي الله جل جلاله وبهترين پيغمبر حضرت محمد صل الله عليه السلم ته خطاب کړى دئ او فرمايي :
 
يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ (سورة المائدة الاية ٦٧)
 
ژباړه : اې رسوله ! کوم څه چي ستا رب پرتا نازل کړي دي هغه تر نورو پوري ورسوه که دي دا کار ونه کړ خپل رسالت به دي بشپړ کړى نه وي او الله جل جلاله تا د خلګو څخه ساتي ، الله جل جلاله وظالم قوم ته هدايت نه کوي.
 
دريمه : د انبياؤ عليهم السلام دريمه دنده دا ده چي خلګ به د صراط المستقيم (سيده لاري) ولوري ته رهنمايي کوي او دا دهر رسول دنده ده لکه چي الله جل جلاله د موسى عليه السلام په اړه فرمايي :
 
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَذَكِّرْهُمْ بِأَيَّامِ اللَّهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ (: سورة ابراهيم الاية ٥)  
ژباړه : بېشکه موږ موسى عليه السلام د خپلو نښو سره لېږلى و  ،څو خپل قوم د تياريکيو څخه د روښنايۍ لوري ته را وباسي او دوى ته د الله جل جلاله په ورځو سره پند ورکړي ، بېشکه په دې کي هر صابر او شکر کښونکي ته دلائل دي.
 
همدا ډول الله جل جلاله د سپېڅلي او وروستي پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اړه فرمايي :
 
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا  وَدَاعِيًا إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُنِيرًا (سورة احزاب الاية ٤٥)
 
ژباړه : اې نبي! بېشکه موږ لېږلى يې شاهد ، زېرى ورکونکى او وېرونکى. او د الله جل جلاله په امر سره د الله جل جلاله لوري ته بلونکى او ځلېدونکى څراغ.
 
څلورمه : د پيغمبرانو عليهم السلام څلورمه دنده دا ده چي پيغمبران عليهم السلام  بايد د انسانانو لپاره د سپېڅلتيا ستوري او يوه نېکه تګ لاره وي د همدې خبري پربنسټ باندي انبياء عليهم السلام همداسي وه او الله جل جلاله موږ ته امر کړى دئ چي د دوى پيروي وکړو او لاره يې تعقيب کړو ځکه انبياء عليهم السلام د کمال ، فضيلت او شرافت نمونې پاته سوي دي او انبياء عليهم السلام د پوهي ، عقل ، مرتبې او ښه سلوک له مخي کاملترين انسانان وه ځکه الله جل جلاله فرمايي:
 
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا (سورة احزاب الاية ٢١)
 
ژباړه :بېشکه ستاسو لپاره دالله جل جلاله په رسول پسي نېکه پيروي ده ، د هغه چا لپاره چي الله جل جلاله او قيامت ورځي ته اميد لري او دالله جل جلاله ذکر ډېر کوي.
 
همدا ډول الله جل جلاله فرمايي:
 
أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَى لِلْعَالَمِينَ ( سورة انعام الاية ٩٠)
 
ژباړه : دغه انبياء عليهم السلام هغه کسان دي چي الله جل جلاله هدايت ورته کړى دئ نو تاسو د دوى په هدايت سره پيروي وکړئ.
 
 
پنځمه : د پيغمبرانو عليهم السلام پنځمه دنده داده چي خلګ په دې پوه کړي چي تر مړيني وروسته بيا ژوندي کېدل سته او په هغه سختيو او تکليفونو باندي خلګ خبر کړي چي تر مړيني وروسته راځي او په دې لاره کي دعوت وچلوي څو خلګو ته بيا دليل پاته نسي لکه چي الله جل جلاله فرمايي:
 
يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِنْكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي وَيُنْذِرُونَكُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَذَا قَالُوا شَهِدْنَا عَلَى أَنْفُسِنَا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَشَهِدُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا كَافِرِينَ  ذَلِكَ أَنْ لَمْ يَكُنْ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا غَافِلُونَ (سورة انعام الايتان ١٣٠ ، ١٣١)
 
ژباړه : (کله چي د قيامت ورځ راسي دالله جل جلاله د لوري څخه به ګناهګاره انسانانو اوپېرانانو ته وويل سي:) اې دانسانانو او پېرانانو ډلي ! ايا تاسو ته رسولان نه  وه راغلي چي تاسو ته يې زما آياتونه بيانولاى، تاسو يې ددې ورځ د ملاقات څخه بېرولاى ؟ دوى به ووايي چي موږ پر خپلو ځانونو باندي شاهدان يو موږ د دنيا ژوند دوکه کړي وو او دوى به پرځانو باندي شاهدان سي چي موږ کافران وو. د پيغمبران دغه لېږد ددې لپاره دئ چي ستا رب دکلو هلاکونکى په ظلم سره نه دئ مګر چي دغه کليوال دالله جل جلاله څخه غافلان جوړ سي.
 
شپږمه : د انبياؤ عليهم السلام شپږمه دنده داده چي خلګ ددې فاني نړۍ څخه لاس پر سر کړي او د آخرت تل پاتي ژوند ته يې متوجه کړي لکه چي الله جل جلاله فرمايي :
 
وَمَا هَذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا لَهْوٌ وَلَعِبٌ وَإِنَّ الدَّارَ الْآخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (سورة عنکبوت الاية ٦٤)
ژباړه : نه دئ ژوند ددنيا مګر بازۍ او بې ګټي شى دئ او بېشکه د آخرت ژوند اصلي ژوند دئ که تاسو پوهيږئ.
 
په بل ځاى کي الله جل جلاله فرمايي:
 
اِعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ (سورة حديد الاية ٢٠)
 
ژباړه : پوه سئ ! بېشکه د دنيا ژوند بې ګټي او بازۍ دي ، ښکلا او يو د بله فخر دئ ، ډېرښت د مالو او اولادو دئ.
 
اومه : د انبياؤ عليهم السلام اومه دنده داده چي د الله جل جلاله پيغام خلګو ته ورسوي او خلګو ته بيا بهانه پاته نسي چي موږ خبر نه وو ځکه الله جل جلاله فرمايي:
 
رُسُلًا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا (سورة النسآء الاية ١٦٥) 
 
ژباړه : (خلګو ته مي ) بېرونکي او زېري ورکونکي رسولان عليهم السلام (لېږلي دي) تر څو خلګ پر الله جل جلاله باندي د رسولانو تر لېږد وروسته الزام ونه لګوي او الله جل جلاله زيات غالب او د حکمت څښتن دئ.
 
پورته چي بيان سوې د انبياؤ عليهم السلام هغه مهمي دندي وې چي په خلاصه ډول مي بيان کړې.
 
وصلي الله تعالي علي خيرخلقه محمد وآله وصحبه وعلي جميع الانبياء والمرسلين افضل الصلوات والتسليم .
 
ماخذ: د نبوت او انبیاوو علیهم السلام تاریخ
 
-----------------------------------
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته