تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
صحابه کرام ټول جنتیان دي !
 
  August 20, 2016
  0

 رالېږونکی: مطیع الله عابد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


اصحاب کرام ټول په جمع بې د استثناء اود الله جل جلاله په رضا سره مشرف دي

د محمد بن کعب قرظي رحمه الله څخه چا پوښتنه وکړه، چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو په باره کي تاسي څه فرمایاست؟ دوې وویل چي صحابه کرام ټول په جمع جنتیان دي، که څه هم هغه خلګ وي د کومو څخه چي په دنیا کي غلطي او ګناه هم سوې وي.

دې سړي پوښتنه وکړه چي دا خبره ته د کوم ځای څخه وایې ( ددې دلیل څه دی؟)؟

ده وفرمایل چي د قرآن کریم دا ایت ووایه:

( وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ.) (سورة توبه: ۱۰۰)

په دې کي د ټولو صحابه کرامو اړوند بېله څه شرط څخه ( رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ) ارشاد فرمایلي دی. البته د تابعینو په معامله کي د (اِتْباع بِاِحْسَان) شرط یې لګولی دی (چي په احسان سره يې د سابقینو متابعت کړی دی).

ددې څخه معلومه سوه چي صحابه کرام رضی الله عنهم بېله څه قید او شرط څخه ټول په جمعه بېله استثناء څخه په رضوان الهي سره سرفرازه دي.
 
په تفسیر مظهري کي ددې قول د نقل کولو څخه وروسته فرمایې چي زما په نزد د ټولو صحابه کرامو په جنتي کیدو ددې څخه هم زیات واضح دلیل په دې آیت کي دي:

 (... لَا يَسْتَوِي مِنْكُمْ مَنْ أَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُولَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِنَ الَّذِينَ أَنْفَقُوا مِنْ بَعْدُ وَقَاتَلُوا وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ. ) سورة الحدید: ۱۰)

 په دې آیت کي په پوره صراحت سره دا بیان سوی دی چي صحابه کرام رضی الله عنهم آولین وي که اخرین د ټولو سره الله جل جلاله د حسنی یعني د جنت وعده فرمایلې ده.

او په حدیث کي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ارشاد دی، چي د جهنم اور هغه مسلمان نه سي مسح کولای چي زه یې لیدلی یم یا زما لیدونکی یې لیدلی وي. (ترمذی عن جابر رضی الله عنه) 

خبرداري: کوم خلګ چي د صحابه کرامو رضی الله عنهم په مینځ کي د پورته سوو اختلافونو او په دوی کي د پیښو واقعاتو پر بنا د ځینو صحابه کرامو رضی الله عنهم متعلق داسي تنقیدات کوي چي په ویلو سره د خلګو په زړونو کي د دوی په اړه بد ګماني پیدا کیږي دوی خپل ځانونه پر یوه خطرناکه لاره باندي روانوي. نعوذ بالله منه

ماخذ: معارف القرآن، علامه مفتي محمد شفیع عثماني رحمه الله 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته