تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د مېرمنی د اصلاح لپاره یوه دعا
 
  October 8, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۹۹۹)


نوم: نوراحمد

د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان)

سوال : کيدای سي اوریدلي مو وي چي زموږ په ټولنه کي داسي ښځي هم  سته چي د بستر په جلا کيدو او  وهلو د اصلاح وړ نه دي او طلاق هم زموږ په ټولنه کي د ځان وژني په معنی دي.نو که یو څوک داسی ماینه ولري ایا کوم اذکار سته چي الله يې ژوند سم کړي او ميرمن يې په هغه  سره اصلاح سي ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د ځان ، ښځي او اولاد د اصلاح يوه ستره ذريعه دعا ده نو تر لمانځه وروسته او په نورو وختونو کي ، د هدايت او اصلاح دعا ورته کوئ د دا ډول دعاګانو د جملې څخه يوه قراني دعا همداده : 
(( رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيَنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا )). 

ژباړه: اې ز موږ پالونکې ! موږ ته د خپلو ښځو او اولادونوسترګي خونکي کونکى حالت وبخښه او موږ  د متقيانو له پاره مخکښان وګرځوه . 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): سورت الفرقان: ایت ۷۴
جواب: مولوي رفیع الله
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوی سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته