تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کار د ژوند دوام
  نعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 6, 2023
  0

کار د ژوند دوام 


لیکنه: محمدنبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پانه 

 

الله جل جلاله انسان په مځکه کي خپل خليفه گرځولی، د دنیا هر څه ئې د ده په واک کي ورکړي، د مځكي او آسمانونو هر څه د هغه په خدمت كي دي، د ده لپاره ئې د حمل وسائل پيدا كړي، د ده لپاره ئې د پاك رزق او روزي انتظام كړی، ده ته ئې پر ډيرو هغو مخلوقاتو د صورت، عقل، پوهي او نورو گڼ شمېر استعدادونو له پلوه  فضيلت وركړی، الله جل جلاله فرمايي:

وَلَقَدْ کَرَّمْنَا بَنِی آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِی الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّیِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى کَثِیرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِیلًا. (سورت اسراء: ایت، ۷۰) 


ژباړه: او يقيناً چي موږ د آدم اولادې ته كرامت ور په برخه كړ او په وچه (مځكه) او بحر كي مو حمل كړ (د حمل وسايل مو ورته پيدا كړل)، پاكيزه رزق مو وركړ او دوى ته مو په ډېرو هغو فضيلت وركړ چي موږ پيدا كړي. 


پورته ایت که له یوې خوا د انسانانو ارزښت او حیثیت ټاکي او له بلې خوا انسان ته بلنه ورکوي، چي له خپلو کورنیو سره په سوله او آرامي کي ژوند وکړي او په داسي ټولنه کي چي له هر ډول نفاق او فساد څخه پاکه وي، تر څو داسي یوې درجې ته ورسیږي، چي هدف ئې د کورنۍ لپاره د حلال روزۍ چمتو کول وي. 


 د اسلام له نظره، کار تر هغه حده لوړ ارزښت لري، چي د پیدایښت راز او د وجود حکمت او د انسان د وجود جوهر ګڼل کيږي.  د کار ساحه د زمان او مکان په لحاظ پراخه ده، ځکه لوی خدای په خپل بې پایه فضل سره د انسانانو لپاره اسمانونه او مځکي فتحه کړي او په هغو کي یې د دوی د ژوندانه د پایښت لپاره برکتونه اچولي دي.


 انسان ته يې له هغو څخه د استفادې لپاره دنده سپارلې ده، چي د خپل کار او کوښښ په وجه د عقل او عملي اسبابو په مټ  ګټه واخلي،  ترڅو د فرد، کورنۍ او ټولنې اړتیاوي په حلال ډول پوره کړي.


 په ډېرو رواياتو کي کار او کوښښ د عزت، شرافت او کرامت لامل ګڼل سوی، نو له همدې امله ډېر عزتمند او سپېڅلي خلک؛ پېغمبران، صحابه، تابیعین، صالحان او... د تاريخ په اوږدو کي کارګران ول او د ژوندانه په اوږدوکي په بېلابېلو کارونو کي بوخت پاته سوي. 


په اوسنۍ وخت کي، چي هیواد او خلک مو کار او زیار ته سخت اړ او محتاج دي؛ نو موږ ته په کارده چي له جهالت، سستۍ، ټمبلۍ او کهالۍ څخه لاس واخلو او د خپل ځان ، کورنۍ او هيواد لپاره کار وکړو. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته