تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د افریقایي ماشوم نادره کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 14, 2023
  0

د افریقایي ماشوم نادره کیسه
رښتینې او مؤثره کیسه 


حامد افغان/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

    د کویت مشهور داعي او خیراتي ډاکټر عبد الرحمن السميط رحمه الله کیسه کوي او وایي: افریقا کي یوه ورځ زموږ مرسته وېشونکو ملګرو سره ولاړ وم، یوه افریقایي مېرمن مې ولیدله چي سخت ژاړي او زموږ ملګري ډاکټر ته زارۍ کوي، د مېرمني ټینګار او ژړا زه ډېر متاثر او اغېزمن کړم، ډاکټر مي وپوښتی مال دا مېرمن څه غواړي؟ هغه راته وویل: دا تیخور ماشوم چي‎ ورسره دئ دا ګواکي مړ دی، ایله څو شپې شاید ژوندی پاتي شي، دا ټینګار کوی چي دا ماشوم یې موږ هغو ماشوماشومانو کي ونیسو چي موږ یې پالنه کوو، خو د دې په ماشوم لګښت بې ګټي دی، ځکه هغه مري.

 

   ډاکټر عبد الرحمان زیاتوي: هغې مېرمني ماته په ډېره عاجزانه توګه کتل، په دې کتلو کي یې د مهرباني او مرستي غوښتلو کیسه نغښتې وه، ما ژباړن ته وویل: ته ورته ووایه چي د ماشوم ورځنی مصرف څومره دی؟ هغې دومره پیسې یادې کړې چي هغه زموږ هیواد کي د یوه ګازي مشروب بیه وه! ما ورته وویل: مشکل نسته، دا به زه له خپلي شخصي شتمنۍ ورته وټاکم، ما هغې ته د ماشوم لپاره د یوه کال لګښت ورکړ او چیک مې ورته ولیکه چي دا پیسې ختمي شي نوري به دلته زموږ اداره درکوي. هغه ډېره خوشاله شوه، غوښتل یې زما لاس ښکول کړی خو ما منعه کړه. 

 

   میاشتي او کلونه ووتل، که رښتیا ووایم هغه ماشوم ما مړ بللی وو، هغه مرسته مي د دې لپاره ورسره وکړه چي مور یې نوې مسلمانه شوې وه، مال چي خوشاله شي، نو دا موضوع اصلا زما هېره شوې وه، څه باندي دولس کاله وروسته زه هغه ځای ته ورغلم، د هغه ځای د مرستو مرکز کي زه ناست وم چي زموږ یو ملګری راغی، ول دلته یوه مېرمن ده، څو ځله راغله او ستا سره لیدل غواړي، ما ورته وویل راویې لیږه.

 

   مېرمن راغله، یو ښایسته او له شکله هوښیار غوندې ماشوم هم ورسره راغی او هغوی ما نه پېژندل، مېرمني راته کړه دا زما زوی دی، عبد الرحمان نومیږي، قرانکریم یې یاد کړی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر حدیثونه یې هم یاد دي اوس مې نیت کړی چي ستاسو سره یې ملګری کړم او د اسلام داعي ورنه جوړ شي. زه ورته تعجب غوندې شوم! ځان سره مې ویل چي دا څنګه زموږ سره ملګری کوي.
 
   ما چي ماشوم ته کتل هغه ډېر خوږ او هوښیار راته ښکاریده، نو هغه مي راوغږوه، هغه په عربي راته لګیا سو او ښه کره عربي یې ویله! هغه راته وویل: که اسلام او د اسلام مینه او شفقت نه وای؛ زه به اوس ژوندیو کي نه ګرځیدلم او نه به ستا مخته ولاړ وم، ما ته مي مور ستا کیسه کړې ده، هغه تا چي زما د ماشومتوب وخت کي هغې سره مرسته کړې وه! زه غواړم ستاسو ملګری شم، زما افریقایي ژبه ښه زده او عربي هم سمه ویلی شم، زه ستاسو سره د داعي په صفت کار کول غواړم، معاش هم نه غواړم او اوس زما تلاوت هم واوره.

 

   هلک خوږ تلاوت پیل کړ! د بقره سورت څو ایتونه یې په ډېر خواږه غږ کي تلاوت کول، د تلاوت پر مهال یې سترګي زما په مخ کي ګنډلي وې او په سترګو سترګو کي یې د موافقت غوښتنه رانه کوله. شیخ عبد الرحمان زیاتوي: دلته رایاده شوه! مال دا هماغه ماشوم نه دی چي زموږ یوه ډاکټر مړ بللی و او د ده پالنه یې له مور سره نه منله؟!! هلک راته وویل: هوکي! هماغه یم، ځکه مي مور غوښتل چي ستا سره مي مخامخ کړي او هغې پر ما ستا نوم ایښی دی، زه هم عبد الرحمان نومیږم.

 
   دکتور عبد الرحمان السمیط وایي: پښې مي په لړزیدا شوې، لکه ځمکه مي چي له پښو لاندي وتښتیدله،  پر ځمکه کينستلم، له خوشالي او دې ناڅاپی حیرانوونکي کیسې هک حیران کړم، الله ته په سجده شوم، ستونی مي غوټه شو، غریو ونیولم او ژړا مي رازیاته شوه! ومي ویل: د یوه ګازي مشروب بیې هومره خیرات یو مړی راژوندی کړ! هغه نه الله تعالی داسي داعي جوړ کړ چي فعلا موږ اشد ضرورت ورته لرو.

 

   وروسته دا هلک د افریقا وتلی او ټول منلی داعي وګرځید! د الله په لاره کي کم خیرات او ناچیزي صدقې ته په کمه مه ګورئ، الله تعالی خیراتونه برکتي کوي او زیاتوي (وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ) او همدا صدقات مو ان د الله تعالی رضا او جنتونو ته رسوي او دا هم ښه راته معلومه ده چي زموږ خلک مرستو ته څومره زیاته اړتیا لري!! خو الله دي رحم وکړي موږ د غفلت په خوب ویده یو. دا کیسه د شیخ محمد اکرم ندوي له وال نه راخیستل شوې ده.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته