تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تر مځکي لاندي اوبه لرونکو طبقو تغذیه کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 8, 2023
  0

لیکنه: انجینر مطیع الله ذهین/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

تر مځکي لاندي اوبه لرونکو طبقو (Aquifers) تغذیه کول



دا نن چي کومي اوبه د مځکي له تل څخه را ایستل کيږي دا تر مځکي لاندي اوبه لرونکو طبقو (اکوافیرونه) کي د پرون او یا څو تېرو کلونو د باران جذب او زېرمه سوي اوبه نه دي؛ بلکي دا د خورا اوږدې زمانې او سوونو او زرونو کلونو مخکي زمانې زیرمي دي، چي که اوسنی ظالمانه او بې رحمه استخراج ئې همداسي دوام وکړي، بیا به هیڅکله تجدید نه سي.


په نورو هيوادونو کي تر مځکي لاندي اوبو ته ستراتیژیک ذخایر وايي، چي یوازي په بحراني حالاتو؛ لکه: سخته وچکالي، زلزله، د مځکي ښویدنه، توفان او دې ته په ورته نورو سختو او بحراني حالاتو کي، چي کله د اوبو رسوني شبکې تخریب سي، را ایستل کېږي؛ خو زموږ په هیواد کي خبره د دې ټولو خلاف ده او هر څوک کولای سي، چي څونده ئې زړه وي هغونده اوبه د مځکي څخه راوباسي. دا په داسي حال کي چي د اوبو د کمښت له سخت مشکل سره هم اخته دي؛ خو بیا هم د اوبو په مصرف او کارونه کي سپما او احتیاط نه کوي او لویه برخه اوبه له مؤثریت پرته ضایع کوي.


زموږ په هیواد کي د اوبو او د اوبو د منابعو د ساتني او تنظیم و خورا مهمي موضوع ته د نه توجه او د اوبو څخه په سمه او دوامداره توګه د نه استفادې په سبب تر مځکي لاندي اوبه لرونکي طبقې تخریب او ډېري زیانمني سوي دي او د اوبو د سطحي (Water Table) د ښه ډېر ښکته کېدو شاهدان یو.


اوس لازمه دا ده، چي تر مځکي لاندي اوبو د بیا احیا او تغذیې له پاره په لوړه کچه د علمي او فني متخصصيونو او تحصیلي بنسټونو په ملاټر او مټو داسي ستراتیژیک پلان جوړ او عملي کړل سي، چي د هغه پر اساس باید تر مځکي لاندي اوبه لرونکي طبقات (اکوافیرونه) بیرته په مصنوعي ډول تغذیه او ریچارج سي؛ البته د اکوافیرونو له لاري تر مځکي لاندي اوبو تغذیه ښه نتیجه ورکوي، خو که اکوافیرونه تخریب سي، نو بیا ریچارج نتیجه نه ورکوي.

 

www.taleemulislam.net

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته