تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په مصيبت او تاوان کي د غم او پښېمانۍ خبري مکوه!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 14, 2023
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

په مصيبت او تاوان کي د غم او پښېمانۍ خبري مکوه! 


وإن أصابك شيء فلا تقل: لو أني فعلت لكان كذا وكذا ولكن قل قدر الله وما شاء فعل فإن - اللو - تفتح عمل الشيطان. [مسند ابي يعلي۶۲۵۱]
ژباړه: که يو شی در ورسيږي نو ته داسي مه وايه چي که چيري مي داسي کړي وای نو داسي او داسي به سوي وای بلکي ووايه د الله تقدير وو هر کار چي الله يې وغواړي کوي يې ځکه چي لو(که چيري) عمل د شيطان را خلاصوي.


توضيح: يعني کله چي د يو مصيبت سره مخامخ کېږې نو داسي مه وايه چي که چيري مي داسي کړي وای او يا داسي سوي وای نو دغه مصيبت به نه را رسېدلای؛ ځکه چي د داسي خبرو کول انسان ته دروازې د شيطاني کارونو او باورونو خلاصوي چي هغه د الله پر قضاء او قدر پښېماني او غمګيني ده او پر الهي تقدير باندي يو ډول نيوکه او اعتراض دی. 


بس سړی به داسي وايي: چي الله پاک په تقدير کي همداسي ليکلي وه ارومرو دغه پېښه کېدل؛ او د الله پاک خپله خوښه ده چي کوم شی وغواړي هغه کوي هيڅوک او هيڅ شی يې مخه نسي نيولای. 


په بل حديث کي راځي:اﺣﺮﺹ ﻋﻠﻰ ﻣﺎ ﻳﻨﻔﻌﻚ ﻭﻻ ﺗﻌﺠﺰ، ﻓﺈﻥ ﻏﻠﺒﻚ ﺃﻣﺮ ﻓﻘﻞ: ﻗﺪﺭ اﻟﻠﻪ ﻭﻣﺎ ﺷﺎء ﺻﻨﻊ، ﻭﺇﻳﺎﻙ ﻭاﻟﻠﻮ ﻓﺈﻥ اﻟﻠﻮ ﺗﻔﺘﺢ ﻋﻤﻞ اﻟﺸﻴﻄﺎﻥ. [مسند ابي يعلي۶۳۴۶]


ژباړه: پر هغه شي باندي کوښښ وکړه چي تاته ګټه رسوي او مه ناتوانه کېږه که يو شی درباندي غالبه سو نو داسي ووايه: د الله تقدير دی کوم شی چي د الله خوښه وي هغه کوي او ځان د لو (که چيري) څخه وساته ځکه چي په هغه باندي د شيطان د کار دروازه خلاصيږي.


يعني تل د ځان لپاره د ګټي د لاسته را وړلو په هڅه کي وسه او ځان ناتوانه مه بوله خو که په يو کار کي ناکامه سوې او ستا ناخوښه حالت درباندي راغی نو داسي ووايه چي دا د الله تقدير دی کوم شی چي الله يې و غواړي هغه کوي. 


او هيڅکله داسي مه وايه: کاشکي مي فلانی کار نه وای کړی او يا که مي فلانی کار نه وای کړی نو داسي به نه کېدل. ځکه چي دداسي خبرو په کولو پر انسان د شيطاني کارونو او باورونو دروازې را خلاصيږي چي هغه د الله پاک پر تقدير پښېماني او غمګيني ده او يو ډول اعتراض دی پر تقدير باندي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته