تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پرفلسطین د اسلام د سخت زړو دښمنانوبریدونه روان دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 20, 2021
  0

د فلسطین پر کلابنده غزه د اسلام د سخت زړو دښمنانو (صهیونیستي یهودو) بریدونه روان دي. 

 

مولوي بخت محمد الزعفرانی

 

هره شيبه د بمبار، تخریب او قتل عام خبرونه ورکول کیږي. د فلسطین قضیه چې عمر یې تر اویا کلونو اوړي اوس یې حالت د هرکله په نسبت زړه بوږنوونکی دی. فلسطیني مسلمانان د هر کله په نسبت مظلوم، بې اسرې او تش لاسي دي. پخوا که به اسرائیلو په بې دفاع فلسطینیانو لاس پورته کاوه، نو د سیمې او نړۍ مسلمانانو یا د دیني جذبې او یا د عربي قومي حمیت په اساس د فلسطینیانو ملاتړ کاوه. مګر اوس نه خو د جمال ناصر، حافظ الاسد او صدام حسین په شان د عرب نشنلیزم سرلاري پاته دي او نه هم د اسلامي نړۍ په حاکمانو کې پخوانی نسبي احساس او د اخوت جذبه شتون لري. نو ځکه یو نیم میلیارد مسلمانان یوازې په اوښلنو سترګو د غزې د تباهۍ ننداره کوي.

په ټوله دنیا کې د موجوده یهودو شمیر ۱۵ میلیونه تنه دی، خو د مسلمانانو شمیر ۱۵۰۰ میلیونو ته رسیږي. معنی دا چې د هرو سلو تنو مسلمانانو په مقابل کې یوازې یو یهودي موجود دی. که د اسرائیلو د نفوس په حساب ووایو نو دا فیصدي نوره هم راټیټیږي. دا واقعا مهم سوال دی چې څرنګه یو نیم میلیاردیز اسلامي امت نه شي کولای د د څو میلیوني یهودي صهیونیستانو د ظلم او عدوان مخنیوی وکړي؟ د دې پوښتنې د ځواب په مهال مو طبعا مختلفو لاملونو ته ذهن ځي. مثلا لکه مسلمانانو کې د دیني غیرت او اخوت د جذبې کمیدل، بې اتفاقي او تشتت، د حاکمانو پردیتوب او د واکمن نړیوال نظم پيچلي شرائط او ضوابط.

 

خو تېر ماښام زه د دې غمیزې په یو بل لامل هم ورپیښ شوم. ماخستن مې ټولنیزې رسنۍ پلټلې چې د غزې مظلومیت یې د بحث مهمه موضوع وه، د فلسطیني شهیدو ماشومانو انځورونه د کتلو وړ نه و، ناڅاپه مې مبایل بند کړ او د وخت تیري لپاره مې یوه مجله را واخیسته. تصادف ته ګوره چې په مجله کې په یوه مضمون ورپیښ شوم چې عنوان یې و( مسلمانان په ساینس کې څه وخت او څنګه پرمختګ کولای شي؟)

 

دا خبره خو معلومداره ده چې اوسني مسلمانان په نړیواله کچه د علمي پرمختګ او انکشاف له کاروان څخه وروسته پاته دي. خو په دې خبره شاید ډير کسان پوه نه وي چې د ساینسي انکشاف له کاروانه زموږ د عقب ماندګي کچه څومره ده؟

 

معروف قول دی چې ( الدنیا بالوسائل لا بالفضائل) په دې دنیا کې د پرمختګ راز تر دنیوي وسائلو تعلق لري.

 

د اوسني پرمختګ او نړیوال اوښتون اساسي عامل نوي ساینسي او تجربوي علوم بلل کیږي. معنی دا چې که څوک غواړي د معاصر پرمختګ خوب یې رښتیا شي باید له ساینسي علومو او تخنیکي مهارت څخه برخمن وي. له نویو تجربوي علومو او استعداد پرته د دنیوي پرمختګ او قوت سوچ داسې دی لکه څوک چې بې وزرو د الوت خیال پلو وهي. دا هغه بدیهي خبرې دي چې دلیل ته ډيره اړتیا هم نه لري. په هر حال. .

 

راځئ وګورو چې د معاصرو تجربوي علومو په میدان کې د مسلمانانو حالت څنګه دی او له نورو ملتونو سره یې د تناسب کچه په کوم حال کې ده؟؟ د مقالې لیکوال لیکلي چې د یوه هیواد د ساینسي وړتیا معیار دا دی چې هغه هیواد څومره مسلکي کدرونه،  مغزي سرمایه یا ساینس پوهان لري. په اسلامي نړۍ کې پنځه هیوادونه ترکیه، پاکستان، مصر، ایران او مالیزیا تر نورو په ساینسي ډګر کې پر مخ دي. د دې هیوادونو له جملې پاکستان د اټومي ټیکنالوجۍ د درلودو له امله تر نورو یو ګام وړاندې دی. خو که د بیلګې په توګه همدا هیواد راواخلو او د نړۍ له غیر اسلامي هیوادونو سره یې پرتله کړو، بیا هم په ساینسي ډګر کې یو وروسته پاتې هیواد بلل کیږي.

 

د مقاله لیکونکي په استناد همدا اوس پاکستان د ۷ زره په شاوخوا کې ساینس پوهان لري. خو څنګلوری غیر اسلامي هیواد هند چې پاکستان ورسره د سیالۍ دعوه هم لري د ۷ لکه په شاوخوا کې ساینس پوهان لري. ښایي څوک به ووایي چې د هند نفوس زیات دی او له همدې امله به یې له پاکستان څخه علمي کدرونه یو پر سل زیات وي. خو داسې هم نه ده، پاکستان شاوخوا ۲۱۰ میلونه نفوس لري او د اسرائیلو نفوس د ۸ میلونه په شاوخوا کې دی. خو د اسرائیلو د ساینس پوهانو شمیر ۴۴ زره ته رسیږي. که نوره نړۍ راواخلو امریکا د څلور میلیونه ساینس پوهانو په درلود د نوملړ په سر کې ده چې ورپسې چین د دوه میلیونه او جرمني د یو میلیون ساینس پوهانو په درلودو دوهم او دریم مقام لري. دا چې امریکا د نړۍ د سردارۍ دعوه لري، چین ورسره د سیالۍ میدان ته کوز شوی او جرمني د اروپا تر ټولو پیاوړی اقتصادي قوت دی، یو علت یې شاید همدغه علمي شتمني وي.

 

د مقالې لیکوال وایي چې د تأسف خبره خو دا ده چې اسلامي هیوادونه د دې پر ځای چې له خپل دوه سوه کلن محکومیت څخه عبرت واخلي او لږ د غفلت له خوبه راویښ شي، لا نور غافل کیږي او د پرمختګ له کاروان څخه فاصله یې په زیاتیدو ده. نوموړي ویلي له اوس څخه پنځوس کاله پخوا پاکستان شل زره ساینس پوهان درلودل خو اوس دغه شمیر تر نیمایي هم ډير کم شوی دی.

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته