تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښه جوز (چهار مغز) و پېژنئ
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 4, 2020
  0

ښه جوز (چهار مغز) و پېژنئ


ليکوال: سیف الله (عاصم)

 

جوز د کلسټرول (د ویني غوړ) په تداوي او د کوچنیانو د زکاوت په پیاوړیتوب  او ځیرک جوړېدلو کي زیات ګټور دي. د وزن په کمېدو کي ښه رول لوبوي، د ویني لوړ فشار کموي او تر ټولو ور ها خوا اومیګا-۳ هم لري، چي خستګي لیري کولو کي زیات اړین دي.


 
اوس پوښتنه داده، چي ښه جوز څنګه پېژندلای سو؟ ځکه د ښو جوزو  خوراک، د ښې نتیجې لاسته راوړلو لپاره اړین دی.


 
د ښو جوزو پېژندلو لپاره تر ټولو اسانه لاره دا ده: چي جوز کله مات کړل سي؛ نو له پوښ څخه په مکمل ډول او اسانه راجلا سي. د جوزو په داخلي برخه کي؛ که پوډر یا تارونه موجود وي او یا یې هم رنګ تغیر کړی وي؛ نو دا ډول جوز بې کاره دي او باید استعمال نه سي. ښه کیفیت لرونکي او تازه جوز تېز خاکي یا ژیړ رنګ لري. تور  یا تېز قهوئي رنګ لرونکي جوز  د زړو او په نمناکه ساحه کي ساتل سوي جوزو علامه ده. د ښو جوزو پوستکی یا پوښ باید په اسانۍ مات سي، سخت پوښ لرونکي جوز بې کیفیته او زاړه وي.

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته