تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلامي اداب: د ادابو ارزښت او فضیلت
  تعلیم الاسلام
  May 2, 2017
  0

 یو څو اهم اسلامي آداب دوهمه برخه

پر اسلامي آدابو د عمل کولو اهمیت او ضرورت

لیکنه: عبد الفتاح ابو غده
ژباړه: مفتي احسان اللّه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
اسلام دین ډیر آداب او فضایل لري، چې د ژوندانه د هرې څانګي لپاره يې ځانګړي اداب او  فضایل شته، هم دا شان ددې آدابو تعلق له نر او ښځي، واړه او زاړه سره یو شان ته دي، لکه نبي کریم صلی اللّه علیه وسلم چې فرمايي:
 
إنّ النساء شقائقُ الرجال. (ترمذي)
یعني: ښځي د نرو جز دي.
 
 له‍ذا! د کومو اسلامي آدابو غوښتنه چې له نر نه کیږي، د هغو مطالبه له ښځو نه هم کیږي؛ ځکه له دوی دواړو نه مسلمانه معاشره جوړه ده، او اسلام دواړو ته خطاب کوي.
 
دا هغه آداب دي، د کومو چې اسلام يې تلقین کړی دی، او د هغو د خپلولو او پر هغو د عمل کولو يې ترغیب او تاید کړی دی، ددې لپاره چې ددې په برکت سره دیو مؤمن سړي شخصیت د کمال درجې ته ورسیږي، او په خلکو کې اتفاق او محبت پیدا شي، له شکه پرته مسلمان چې دا آداب او فضایل غوره کړي، په حسن معاشرت کې زیاتوالی راځي، او د هغه محاسنو ته قوت ور په برخه کیږي، او ددې سړي شخصيت په معاشره کې محبوب جوړيږي، د نورو  په زړونو کې ځانته ځای پیدا کوي.
 
دا آداب کوم چې مو دلته ذکر کړي دي، دا د شریعت روح او د هغه له مقاصدو نه يې دي، له دغو نه د ادب په نامه سره د تعبیر هیڅکله دا معنا نه ده، چې ګواکي د هغوی تعلق د ژوندانه د معمولاتو له هغي برخي سره دی، د  کومي چي انسان په کې اختیارمن دی، او یا پر هغو عمل کول یوازي بهتر او غوره کار دی.
 
امام قرافي رحمه اللّه په خپل کتاب (الفروق) [3/96-4/22] کې د ادب او عمل په منځ کې د نسبت بیانولو په بیان کې، د ادب فوقیت پر عمل باندي داسي بیان کړی دی:
 
پوی شه! لږ ادب تر ډیر عمل غوره دی.
 
نو ځکه لوی بزرګ رویم، چې یو ښه عالم او نیک و صالح شخصیت تېر شوی دی، هغه خپل زوی ته داسي نصیحت کړی:
 
زما خواږه زوی کیه! خپل عمل مالګه جوړ کړه، او ادب ورته اووړه کړه.
 
یعني پر علم دوني ډیر ادب کوه، چې د ډیر والي په اعتبار سره د هغه حیثیت داسی شي، لکه لامده اووړه چې د مالګي په مقابله کي وي. هغه کم نیک عمل، چې له ادب سره تر سره شي، تر هغه ډیر عمل غوره دی، په کوم کې چې د ادب کمي وي.
 
زه وایم: چې په دغو ادابو کې که کومه سادګي یا عمومیت درته ښکاره شي، نو پر هغه ادب وتنبیه کولو ته په تعجب سره مه ګوره، ځکه په موږ کې ډیر داسي کسان شته، چې ددغو آدابو په باره کې غلط شوي دي، او په دغو آدابو کې د بې پروايې له امله د یو مسلمان شخصیت بدنما ښکاریږي، له دې سره چې دمسلمان نه دا تمه کیږي، چې همیشه دخپل جمال، کمال او علامو له امله ممتاز ښکاره شي، لکه د رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم له دې قول نه چې ورته اشاره معلومیږي، په کوم کې چې ده صلی اللّه علیه وسلم صحابه کرام رضي اللّه عنهم ته خطاب کړی:
 
إنكم قادمون على إخوانكم، فأحسنوا لباسكم، وأصلحوا رحالكم، حتى تكونوا كأنكم شامّة في الناس، فإن اللّه لا يحب الفحش والتفحش. (ابوداود)
 
ژباړه: تاسو به خپلو ورڼو ته ورځئ، نو ځکه خپل ښه لباس په تن کړئ، او د خپلې  سوارلۍ مو ښه برابري کړي، داسي چې تاسو په مجلس کې ممتاز ښکاره شئ، ځکه اللّه بد زباني او بې حیايې نه خوښه وي.
 
 
 
له‍ذا د یو مسلمان لپاره په کار ده، چې هغه ښه لباس واغوندي، په ظاهري حالت او ښه هیئت سره مسلمان ته ځان ښکاره کړي، یوازي اللّه تعالی سېده لاره ښونکی دی.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته